شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهوحید عمر: طالبان په نړیواله کچه د ورانۍ په کارونو کې مهارت...

وحید عمر: طالبان په نړیواله کچه د ورانۍ په کارونو کې مهارت لري

تاند (دوشنبه د سرطان ۲۱) په ستراتېژیکو او عامه اړیکو کې د ولسمشر غني سلاکار ورځ تر بلې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښيي او وايي چې پر افغانانو تپل شوې جګړه په داسې ډول مخ ته وړل کېږي چې هېڅ ډول اصول او نړیوال قوانین په‌ کې نه‌ مراعت کېږي.

وحید عمر نن دوشنبه د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې طالبان په افغانستان کې د ورانۍ داسې کارونه کوي چې په نړۍ کې یې ساری نه لیدل کېږي.

ښاغلي عمر وویل، هغه سیمې چې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي، هره ورځ په کې د دغې ډلې له خوا د ښوونځیو په ګډون عامه تاسیسات نړول کېږي، اور ورته اچول کېږي او پر خلکو یې محدودیتونه لګول کېږي.

نوموړي وویل، سمه ده چې طالبانو په یو شمېر سیمو کې تاکتیکي پرمختګ کړی، خو په وینا یې دې ډلې په ستراتېژیک ډول ماتې خوړلې ده.

طالبانو تازه په دې هکله څه نه دي ویلي خو مخکې ترې دې یې د عامه شتمنیو لوټول رد کړي دي.

افغان چارواکو وايي، ډېر ژر به هغه سیمې بېرته ونیسي چې اوسمهال د دوی په واک کې نه دي.

له جګړو ور اخوا بیا د سولې لپاره هم هڅې روانې دي. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دوحې ته تللی او ښايي چې د حکومت او طالبانو له مرکچي پلاویو سره خبرې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب