په ټیلګرام کې مې د شپې پر نهه نیمو بجو په لومړي ټولګي کې درس ورکاوه، درس لا نیمايي ته نه و رسېدلی چې د څلورم ټولګي د درس په ګروپ کې یوې نجلۍ پورته کړل:
« د پښتو ژبې ځلانده ستوری، د لسګونو شهکارو ناولونو خالق؛ نصیر احمد احمدي د کورنا ناروغۍ له امله وفات شو. اروا یې ښاده، پر ګور یې نور. زړه چاودون دی.»
د دې مسېج په لیدو مې واخ او انالله واناالیه راجعون له خولې نه ووتل. مبایل مې له لاسه پرېوت، ټولو حواسو مې کار پرېښود؛ لکه د ورور د مرګ غږ مې چې چا راباندې کړی وي.
یو یو ناول مې یې د ذهن له پردې نه تېر شو؛ جوجو، نیکه، خونکار، رڼا، بړبوکۍ، یوه خبره درته وکم. دا هر ناول د یوې دردېدلې او د علم او سوکالۍ څخه د محرومې ټولنې د زړه غږ و او دا غږ نن د تل لپاره چوپ شو. روح یې ښاد او پر ګور یې نور شه!!!
ښايي په موږ او تاسو کې به د ده د محبوبیت راز هم دا وي، چې ده زموږ د زړه غږ اوچت کړ. هغه لیکوال چې د خلکو د زړونو خبرې کوي، هغه هیڅکله نه مري؛ بلکې له مرګه سره یې د اثارو بیا لوستلو ته لېوالتیا لا ډېره شي.
بل ده هغه څه راته ویل چې د نورو له خولو مو نه اورېدل؛ همدا لامل ؤ چې د ده د اثارو لوستونکي تر نورو نه زیات وو.
دا خو واضح خبره ده چې په یوه مجلس کې هغه چا ته ډېر د سړي پام ور اوړي چې خبرې یې د مجلس د نورو غړو له خبرو سره همغاړې نه وي؛ د احمدي صاحب او د نورو لیکوالو توپیر هم په همدې کې وو چې نور لیکوال زموږ د ټولنې پر ناوړه دودونو یا چوپ پاتې کېږي او یا د دې په خاطر چې موږ ترې خپه نه شو راسره همغاړي کېږي. خو احمدي صاحب به چې زموږ د ټولنې په هره خوا کې خلا ولیدله، هغې ته به یې ګوته ونیوله. نور په دې پسې نه ګرځېده چې موږ یې په خبرو خوشحاله کېږو او که خپه کېږو. همدا لامل ؤ چې پر «بغدادي پير» ناول د ډېرو بغدادیو پیرانو له خوا نه آن پر مرګ وګواښل شو. خو ده یې بیا چاپولو ته هم مټې رابډ وهلې.
موږ او تاسو ته به چې زموږ د ټولنې کومه خلا احمدي صاحب راوښوده، د هغې د ډکولو چل به مو هم نه و زده؛ دا چل به مو هم د ده له همدې او یا نورو اثارو څخه زده کاوه، هغه هم په داسې شکل چې موږ او تاسو به لا پرې پوهېدلي هم نه وو.
ده به د دې چل د راښودلو لپاره زموږ ټولنه د یوې بلې ټولنه سره مقایسه کړه، هلته به موږ ولیدل چې موږ په سجین کې یو او نور په علین کې. جوجو ناول یې د دا وړ مقایسې خوندوره بېلګه ده. خو هو! چې د زړه پر سترګو باندې ولوستل شي او د هغه ماورالطبیعي کرکټر خبرې یې د زړه پر غوږونو باندې واورېدل شي.
ماته یې تر نورو ناولونو نه شهکار ناول ډېر هم، همدا جوجو ښکاري؛ که څه هم ډېری ادب پوهان یې د شهکار ناولونو د نوملړ په سر کې «نیکه» یا «بغدادي پير» راوړي. ځکه په جوجو ناول کې زموږ د ټولنې پر نبض ګوتې ایښودل شوې دې او ډېرې داسې خبرې یې په هنري ژبه راته کړې دي، چې تر دې دمه مو په نورو کتابونو کې نه دي لوستې.
په ټولنه کې د احمدي صاحب د محبوبیت یو بل راز دا ؤ چې ده ډېر هغه خلک هم پر ناول لوستلو راوستل چې تر دې مخکې ورته ناول لوستل هسې یوه د وخت ضایعه ښکارېده.
ماته په اوس وخت کې د ډېرو ناولونو د چاپېدو او پلورل کېدو تر ټولو ستر راز همدا ښکاري. نه یوازې دا، بلکې د ډېرو اوسنیو ځوانانو له لیکوالۍ سره د اشنا کېدو راز هم دا ګڼم.