جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورغوره استعداد نصیراحمد احمدي خپل روح حق ته وسپاره/په یاد کې یې

غوره استعداد نصیراحمد احمدي خپل روح حق ته وسپاره/په یاد کې یې

وقار ابراهیمي

خبر شوم چې د هېواد تکړه او باستعداده کيسه، او ناول ليکونکی نصیر احمد احمدي د ور پیښې ناروغۍ له امله، خپل روح حق ته وسپارلو، په مرګ یې زیات خواشیني شوم.

کورنۍ، نږدې خپلوانو، او ملګرو ته د الله تعالی له لوي دربار څخه د صبر جمیل غوښتونکي یم، او په خپله ارواښاد احمدي صېب ته؛ د الله تعالی له بښونکي دربار څخه؛ د مغفرت غوښتونکي یم، رب العزت دې جنتونه ورکړي.
نصیر احمد احمدي هغه څوک وو،چې الله تعالی په ښکلي هنر او استعداد نازولی وو، .‌په داسې یو ښکلي هنر چې زموږ په هیواد کې په نشت حساب دي. ارواښاد احمدي د دغه هنر له امله د قلم په خوږه ژبه؛ د کیسې يا ناول په شکل هغه څه ليکلي وو، چې زموږ شاته پاتې ټولنه ترې ځورېږي.
ارواښاد احمدي صېب؛د یو ښکلي آند فکر او احساس خاوند وو، چې له امله يې د ډېرو خلکو په زړه کې ځای لري، او بیا به یې هم لري،
د ارواښاد احمدي صېب؛له ژباړې څخه پرته چې نوم یې دي، په فلسفه کې تلپاتې پیښې، نه دي مې لوستي؛او نور کابو ټول کتابونه مې لوستلی دي،هغه که کیسې وي یا ناول!!
د احمدي صېب؛ لیکوالي دا یو ښه خوي لري، چې انسان ډېر ژر ترې اغېزمن کېږي.
بوډا او د لېوانو پلونه ناول ، جوجو ناول، آخ وطنه ناول، نیکه، تاریخي ناول، خونکار ناول، ټال ناول، پټان ناول، راځئ کيسه وليکو چې د کیسه لیکلو لارښود ده، او همداسې نور… کتابونه د يادولو وړ دي، چې احمدي صېب په ډېره ښه بڼه سره لیکلي دي.
همدا تېره ورځ چې احمدي صېب لا وفات شوي نه وو، ما یې د بغدادي پیر په نامه یو تاریخي ناول ولوست، چې یو بېل خوند او احساس یې درلود، زه چې کله کوم کتابتون ته لاړ شم باور وکړئ، لومړي د ارواښاد احمدي صېب د کتابونو پوښتنه کووم چې کوم نوې کتابونه راغلې دي یا نه؟ اوس زه دا جمله په داسې حال کې ليکم، چې سترګې مې له اوښکو څخه ډکې دي، زه به نور د احمدي صېب د نویو کتابونو پوښتنه نه کوم، ځکه چې هغه رانه لاړ، زیات ورپسې خفه یم، زړه مې سخت ورپسې تنګ دي.
یوه شېبه، تم شئ.
په داسی حال کې تاسؤ څه احساس لري؟
آرواښاد احمدي؛ زموږ د ټولنې دا بد مرغه خویونه په داسې شکل سره ډېر په خوند لیکلي وو، چې د انسان نا خبره او مړ وجدان راوېښوي.
خو رب دغه انسان د خپل ځان خواته وروغوښت،
اوس احمدي صېب په دې دنیا کې نشته،او په آبدي خوب ویده شو،
احمدي صېب؛ ستا هر ناول مې دوه ځلې لوستي دي، او له دې نه وروسته به یې هم لولم، خو توپیر به پکې دا وي، چې اوس به ستا د کتاب پاڼه په اوښکو رانه لنده کېږي.
ستا احساس؛ او فکر ته مې دي دوه، لاسي سلام وي.
د زړه له اخلاصه به دعاګانې درته کووم،
زه دا ژمنه کووم، چې تر هغې ژوندی په خپلو دعاګانو کې هېر به دې نه کړم،
روح دې ښاد، او یاد دې تل پاتې.د شپې لس بجې او پېنځه وېشت دقیقې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب