جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد عدلیې وزارت: شپږو میاشتو کې لسو بهرنیانو د افغانستان تابعیت اخیستی

د عدلیې وزارت: شپږو میاشتو کې لسو بهرنیانو د افغانستان تابعیت اخیستی

تاند (دوشنبه د سرطان ۲۱) د افغانستان د عدلیې وزارت وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې لسو بهرنیانو ته د افغانستان تابعیت ورکړل شوی دی.

د عدلیې وزارت نن دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کسان د بېلابېلو هیوادونو اوسېدونکي دي چې په دې وروستیو کې یې د افغانستان د تابعیت غوښتنه کړې وه.

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې ۱۰۲ تنو افغانانو بیا په بهر کې د تابعیت تر لاسه کولو لپاره د افغانستان د تابعیت پرېښودلو غوښتنه کړې ده.

د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، د تېرو شپږو میاشتو راهیسې ۱۷۸ بهر میشتې افغانان چې د افغانستان د تابعیت پرېښودلو غوښتنه یې کړې وه دوسیې څېړل شوي دي.

د افغانستان د عدلیې وزارت د افغانانو له خوا د خپل تابعیت پرېښودلو عمده لامل د ځینې هیوادونه دوه ګونی تابعیت نه قبول ښودلی او زیاته کړې یې ده چې د کوربه هیواد د تابعیت تر لاسه کولو لپاره باید خپل اصلي تابعیت پرېږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب