جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهفضلي، کریم خرم ته پېغور ورکړی او ننګولی یې دی

فضلي، کریم خرم ته پېغور ورکړی او ننګولی یې دی

تاند (دوشنبه د سرطان ۲۱) د ولسمشری ماڼۍ د چارو ادارې عمومي رئيس فضل محمود فضلي په غير مستقيمه توګه د امنیتي ځواکونو پر سر د مخکيني ولسمشر د دفتر رئیس عبدالکریم خرم ننګولی دی.

فضلي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، څو ورځې وړاندې د افغانستان حکومت یو مخکيني ډېر مهم چارواکي په ډېرې بېغرتۍ، بې شرمۍ او سپين سترګۍ سره د افغانستان زړورو امنیتي او دفاعي سرتېرو ته د امریکايي “ملېشو” خطاب کړی دی.

نوموړي وړاندې لیکلي، دغه پخوانی چارواکی چې څه دپاسه ۱۵ کاله کېږي، د ده شخصي ژوند او کاري دفتر د همدغه زړورو او سرښندونکو سرتېرو لخوا يې ساتنه کېږي، تر څو دی ژوند او کار وکړي؛ خو دی راولاړېږي او په ډېر منافقانه ډول خپلو ساتندویانو ته د “ملېشو” خطاب کوي.

کریم خرم دوه ورځې وړاندې يو ټوېټ کې ويلي وو چې بایډن د افغانستان د راتلونکې خرابۍ مسوؤلیت منلو ته څلور وارې “نه” وویل. شل کلنه کارنامه یې دلته وژل، ورانول، بندیان کول، ربړونه، تفرقې، عقدې، فساد، اعتیاد، مافیا…ده؛ د خپلو ملېشو تنخواه ګانې او مصارف یې هم لا څو‌ کاله بودجه کې نیولي خو دا ګند شاته پرېږدي او مسؤلیت هم نه مني.

ښاغلي فضلي د خپلې لیکنې په دوام ویلي چې دغه جناب او د ده په څېر نورو فکر لرونکو ته باید وویل شي که رښتیا هم منافقین نه یاست، نو دا ګز او دا میدان د دغو هېوادپالو سرتېرو د محافظت نه پرته د یوې ورځې لپاره بل ځای کې ژوند وکړئ.

فضلي زياتوي چې موږ دغه ډول منافق افراد ښه پېژنو او په دې هم پوهېږو چې دوی څومره په بې شرمۍ سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د بیان ازادۍ له ارزښتونو ناوړه ګټه پورته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې جو بایډن د افغانستان حکومت او خلکو سره د دوامداره مشارکت ژمنه کړې ده. بايډن ويلي چې د افغانستان او امريکا همکاري پاي ته نه رسېږي. امریکا د تېر په څېر له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خپل مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.

د امريکا دولت د ۲۰۲۲ مالي کال لپاره نږدې درې نيم میلیارد ډالره افغان امنیتي ځواکونو ته ځانګړي کړي دي.

10 COMMENTS

  1. دا کریم خرم لا له پخوا نه د پاکستان جاسوس وو. دغه بې غیرته ان د ۱۹۹۰مو کالونو په وروستیو کې د پاکستان د استخباراتي ادارې تر چتر لاندې په پېښور کې فعالیت کاوه او یوه مجله یې چلوله چې تر ډېره یې د افغانستان د ملي ارزښتونو ضد کارونه کول. دا بې شرمه انسان یو ځل جاوید لودین هم په ارګ کې د پاکستان د جاسوس په توګه وراټه خو دی شرم نه لري.

  2. بسم الله الرحمن الرحیم
    دیوه میانه رو مسلمان په توګه وایم چی د امرکایی عسکرو او دهغوی د جابرانه سیاست پلوی کول ندی پکار کریم خرم خپله د همدی امریکایانو وخت کی غټ سړی و او اولو ورځو کی (۱۳۸۰-۸۶)سی دا په ارګ کی و ټول سرشته د ارګ د امریکایی عسکرو په لاس کی وه نو هغه وخت یی ولی غږ نه پورته کاو بل دا چی دغه بلاوی چی اوس دافغانستان په امتیازاتو دا شل کاله وپړسیدل ټول یو بل سره وران دی عطا عبدالله سره عبدالله ربانی سره دوستم اسمعیل خان سره قانونی ابراهیمی سره ی آبل سره او دغس یی در واخله دوی بیخی افغانیت وشرماو

  3. in this sensitive time we have to totally defense from our land,
    our military is national afghans/they are fighting for our land.karim khuram also got security by this army.
    respect to afghan national army is respect to self.
    if we don’t have army we will be loser to isi.
    zenda wa jawidan baad afghan army

    marg ba agentaan bigaanah

  4. حکومتی چارواکو تاسو ته هم فقط خبری در پاتی دی دا هم ستاسی له بیغرتی دی چی هر څوک یو بد وکړی نظام تخریب کړی فقط یو تویټری جنګ وکړی او غلی کښینی کو م جدی اقدام نسی کولای دخرم په څیر داسی په زرګونو دی مخکی ورځ دغه الله ګل نه مجاهد غله څه ویل؟ ولی دغه فضلی اقدام ونکړ که په مزدوری وی ټول د یوه هیواد نه د یوه هیواد مزدوران او اجنټان یاست. ولی سوال دلته دی چی اقدام ولی نکوی او محاکمه کیږی ولی نه، د حکومت همدا بیغیرته چلند، غل نه محاکمه کیږی، قاتل ته محاکمه کیږی، فاصد نه محاکمه کیږی، اجنټ مزدور خر څ سوی نه محاکمه کیږی، څوک چی ملی شتمنی ورانوی او لوټوی نه محاکمه کیږی بی همدا شیان دی چی هر څوک د ځان پادشاه دی او خوار غریب اوولس او زموږ دا امنیتی ځوانان ورکیږی مړه کیږی او کونډی او ییتمان یی په سرو سترګو په سړکونو خیر غواړی او تاسی دی سل قسمه غوښی خوری.

  5. د خرم لکۍ د حزب اسلامي په لاس کې ده او د حزب اسلامی لکۍ په اسلام اباد کې! کریم خرم د زرداد قلم او چمن غوندې ډاکوانو او قطاع الطریقانو له ډلی دی. کریم خرم د کابل د ۶۰۰۰۰ کابلیانو قاتل او د ملی اردو خرڅوونکی دی!
    خو فضلیجانه! که د دولت مفسدینو فساد بند کړئ نو اردو به اردو شي! زه په دی ډیر خفه یم چې زمونږ قهرمانه اردو د وطن او خلکو مدافعین خو وطن د مفسدینو په لاس کې دی! د دولت په بیتالمال ستاسی جهاد روان دی او ټول مو ګیډی ته کړل! د ملت په نظر دواړه چندان شیان نه یاستئ.

  6. Infighting among some official upper echelon of any nation whom subjugated and answerable to foreign powers in order to get ahead, should be as natural as sunset and sunrise

  7. کریم خرم ملامت نه دی هغه په وړکتوب کي ګرګډولي ډیري خوړلي/وهلي دي ګنګس ده! (ګرګډولي يو رقم لوبه ده چي دواړه لاسونه د اسمان په لور داسي ګرد تاویږي او یو رقم اواز هم ور سره وایې) البته دا د خپله ویلي د خوښي لوبه یې وه

  8. د الکوزی د لیکنی په تاید باید دومره ووایم له هغه ورځی یعنی ۱۱ د سپتمبر ۲۰۰۱ څخه نیولی تر ننه پوری او له هغه مخکی د طالبانو او بیا مخکنیو مجاهدینو په دوران کی تل افغان ولس وژل شوی او رټل شوی او هغه کسانو یا چارواکو د دولت یا بیت المال چور ته ملاتړی چی د قانون له لحاظه ټول افغان ولس پکی حق لری
    پخوا مخکنیو مجاهدینو ځینی لوستی کسان او ځوانان ددی لپاره وژل یا ربړول چی تاسی کمونستان یاست، بیا طالبانو ددی لپاره ځینی کسان وژل یا رټل چی کمونستی نظام پلویان یا شر او فساد ډله یاست کله چی د طالب نظام په ړنګیدو شو نو امریکا تر چتر لاندی راغلی جمهوری نظام ځینی ځوانان چی اوږده ږیره او قندهاری خولی به یی په سر ورسره ولیده نو ورته وویل به یی چی ترهګر یا تروریست یی چی دا خبری د همدی کریم خرم او کرزی په دوران کی کیدل چی هغه وخت کی یونس قانونی وزیر داخله او عبدالله د بهرنیو چارو وزیر وو او بیا همدا بسم الله خان وزیر دفاع او وزیر داخله او سپنتا د مشاور د امنیت ریس جمور کرزی وو

    نن هم په ارګ کی ۱۸ رقمه غوښه خوړل کیږی مګر ولس وچه ډوډی پسی لالهانده ده مګر چارواکی بیا فیسبوک یا ټویټر له لاری له ولس څخه غواړی چی د اوسنی جمهوری نظام ملاتړ وکړی

    آیا جمهوری ریاست چیری هم دولتی اداراتو ته مراجعه کړی چی مراجعینو یعنی عام ولس سره چارواکی د دوی د عرایضو په اړه څرنګه چلند کوی
    د قیصاری او ایشچی او دوستم د قضیی په اړه دولت څه وکړل؟
    د علیپور او محقق په اړه دولت څه وکړل
    هغه غله او لوټماری ډلی چی کابل کی پیدا شوی وی جمهوری ریاست څه وکړل
    هغه غله او لوټماران چی د مماتی په نوم ډله ده او برق پایی ویجاړوی جمهوری ریاست څه وکړل

    هغه چارواکی چی ریاست جمهوری کی ناست دی او تل افغان ولس ته غمخوار ځان معرفی کوی د ۴۵ کلنی جګړی څخه نیولی تر ۲۰ کلنی جګړی پوری پاکستان کنړ په راکټونو باندی ویشته همدا خرم او فضلی کوم غبرګون وښوده او طالبان هم چیری خپګان ښکاره کړ، پاکستان لګیا ده ډیورنډ کرښی باندی اغزن تار غځوی مګر همدا فضلی او دده په شان نور چارواکی پټه خوله دی آیا ولس همدا تمه لری مګر مخکنیو کمونستی ګوند دولتی چارواکو د پاکستان په وړاندی مثبت غبرګون ښوده او پاکستان ته یی دومره وخت نه ورکوو چی د کنړ ولس باندی توپونه وتوغوی او دوی په ارګ ۱۸ قسمه غوښه پخه کړی او ویی خوری ، ډاکټر نجیب الله او ملاعمر او جنرال رازق د همدی ډیورنډ کرښی د نه منلو له وجهی له مینځه یوړل شو
    خرم صیب به ارګ کی ناست وو امریکا او ناټو او آیساف نظامیانو به په ولس باندی رڼا ورځ توره شپه کړی مګر همدومره یی ترینه نه پوښتل چی ددی ولس آخر ګناه څه ده
    فضلی یی اوری چی پاکستان چارواکی په ډیره څرګنده الفاظو وایی چی طالب مشران پاکستان کی دی او دلته د دوی د مریضانو او زخمیانو درملنه کیږی مګر تر اوسه همدی فضلی غږ پورته نکړ

    څو کاله وړاندی د مسعود شهادت د تلین په ویاړ شمالی ټلوالی ډلی ټپلی کسان راغلل د ولسمشر اشرف غنی په تصویر باندی چی د افغان ولس یو ټاکونکی ولسمشر دی ډزی وکړی مګر فضلی او نورو دولتی چارواکو غبرګون ونښود.
    افغان ولس اوس پوه شوی چی خرم او فضلی ته نور کسان په غوږ څه وایی همغه شان غبرګون ښایی ځکه دوی هره غمیزه په سترګو ګوری مګر غبرګون نه ښایی

  9. زه خو په قران چې دې خلکو ته حیران پاتې یم. په خدای که مې باور راځي. که دا حکومت واقعا ددې وطن د سرتېرو غزت او قربانیو ته د احترام په سترګه ګوري نو دداسې سپیانو خولې دې وتړي او خرم او دده په شان نورو ټيټ طرفو ته باید سمه سزا ورکړي. نن خو ورته مليشي وایې، سبا به همدا دوسان ورباندې د کفر ټاپه ووهي.
    ای د ای اس ای دلالانو! څومره ژر مو ځانونه وشرمول. لعنت دی وي پر تاسو او هغو کسانو چې خپل د وطن پچيانو او سرتېرو ته داسې په ټيټ نظر ګورئ. ژوندي دې وي د افغانستان پاتور او زړه ور اردو.

  10. احزاب یهودیان(۱- اسلامی) ۲- همه احزابی که بنام اسلام خوردند وکشتند! بی شرمترین مردم دنیا و تروریست اند! همهاحزاب اسلامی ما منافقین اسفل من النار اند! چون ګو بیدیدن، خر امبی دم بشکه! خاینین ملی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب