سه شنبه, مې 21, 2024
Homeروغتیاد مېندو اروایي ناروغۍ د هغوی پر اولادونو هم اغیز کولای شي

د مېندو اروایي ناروغۍ د هغوی پر اولادونو هم اغیز کولای شي

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۲۰ مه) څېړنې وایي، د مېندو اروایي ناروغي ډيپریشن یا ژور خفګان د هغوی پر ماشومانو هم پوره اغېز کولای شي.

د مغزي پوهې ژورنال یوه تازه څېړنه کې راغلي چې که میندې د ډیپریشن یا ژور خفګان پر ناروغۍ اخته وي، اولادونه به يې هم له همدې ناروغۍ ځورېږي.

څېړنه وايي چې له مېندو دا ناروغۍ لورګانو ته تر زامنو ژر انتقالیږي او له پلار څخه بیا اولادونو ته یو ډول انتقالیږي.

د معلوماتو له مخې، دا څېړنه په امریکا کې په ۳۵ کورنیو تر سره شوې چې پکې د هغوی مغزي جوړښت تر تحقیق لاندې نیول شوی دی.

څېړنه کې راغلي چې د انسان د مغز یوه برخه چې Corticolimbic System  په نوم یادېږي، احساسات او خواص کنټرولوي.

د څېړنې په باور، دا ټول احساسات له والدینو څخه اولادونو ته هم انتقالیدای شي.

څېړنه زیاتوي چې که یوه مور پر ډیپریشن اخته وي، تر زوی يې لور ژر پر ورته ناروغۍ اخته کیږي.

د کلیفورنیا پوهنتون استاد ډاکتر فمیوکو هویفټ Fumiko Hoeft چې د دغې څېړنې مشري یې کړی وایي، د ډیپریشن نور لاملونه هم شته او یوازې ارثي نه دي.

نوموړی پر وراثت سربېره، چاپېریال او د انسان د ژوند تجربې هم د ډیپریشن یا ژور خفګان لاملونه بولي.

هغه وايي، دا لومړی ځل دی چې د ډیپریش یا ژور خفګان یو بل عامل چې (وراثت) دی، په ډاګه کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب