شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهافغان مرکچي پلاوي د سولې په مذاکراتو کې د درېيمګړي غوښتنه کړې

افغان مرکچي پلاوي د سولې په مذاکراتو کې د درېيمګړي غوښتنه کړې

تاند (یکشنبه د سرطان ۲۰) د افغان دولت د سولې مذاکراتي پلاوي د خبرو اترو د چټکتیا لپاره د دریمګړي غوښتنه کړې ده.

له قطر څخه یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، په دوحه کې د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو د تماس د ډلو ناستې پیل شوې دي.

سرچینې وویلي چې د سولې خبرو د اجنډا په اساسي موضوعاتو له تېرو دوه اوونیو راهیسې کار پیل شوی، په دې ناستو کې په دې اړه خبرې شوي چې دواړه لوري باید خپله لومړۍ مهمه موضوع په ګوته او د ګډې ناستې لپاره د بحث په موخه یې وړاندې کړي.

د سرچینې د مالوماتو له‌مخې، دوی د خبرو د پرمختګ لپاره د اسانچاري یا منځګړي غوښتنه کړې ځکه طالبان ټوله پړه پر دولتي او د دولت پلاوی بیا پړه پر طالبان اچوي چې د خبرو د پرمختګ مخه یې نیولې ده.

سرچینې ویلي چې تراوسه یې د طالبانو له لوري په دې اړه چې دوی به منځګړی ومني که نه، معلومات نه دي ترلاسه کړي، خو هیله لري چې دغه وړاندیز یې ومنل شي.

د سرچینې په خبره، طالبان په هېواد کې د روانې جګړې د درېدو او اوربند په اړه هیڅ ډول علاقه مندي نه‌لري، ځکه څو څو ځله یې ورڅخه د اوربند غوښتنه کړې چې رد کړې یې ده.

لا مالومه نه‌ده چې د افغان سولې خبرو په مذاکراتو کې به څوک یا کوم هېواد د منځګړیتوب لپاره ټاکل کیږي.

په قطر کې د سولې خبرې له ډېر وخت راهیسې ټکنۍ روانې دي چې لا هم د خبرو له طرزالعمل پرته حتی د خبرو اجنډا نه ده وروستۍ شوې.

په همدې حال کې بیا د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، د افغانستان او قطر په ګډون د یو شمېر هېوادونو په سفر راوتلی ترڅو د سولې خبرې ګړندۍ او یو سیاسي توافق ته لار پرانیزي.

خلیلزاد: افغانستان کې د زور حکومت نه منو، طالبان وایي د واک په فکر کې نه یو

3 COMMENTS

  1. زه خو په قران او رسول چې دې خلکو ته حیران پاتې یم. په خدای که مې باور راځي. که دا حکومت واقعا ددې وطن د سرتېرو غزت او قربانیو ته د احترام په سترګه ګوري نو دداسې سپیانو خولې دې وتړي او خرم ( میم یې کم) او الله ګل غوندې اختطافچیانو او غلو ته باید سمه سزا ورکړي. نن خو ورته مليشي وایې، سبا به همدا دوسان ورباندې د کفر ټاپه ووهي.
    ای د ای اس ای دلالانو! څومره ژر مو ځانونه وشرمول. لعنت دی وي پر تاسو.

  2. زه خو په قران او رسول چې دې خلکو ته حیران پاتې یم. په خدای که مې باور راځي. که دا حکومت واقعا ددې وطن د سرتېرو غزت او قربانیو ته د احترام په سترګه ګوري نو دداسې سپیانو خولې دې وتړي او خرم ( میم یې کم) او الله ګل غوندې اختطافچیانو او غلو ته باید سمه سزا ورکړي. نن خو ورته مليشي وایې، سبا به همدا دوسان ورباندې د کفر ټاپه ووهي.
    ای د ای اس ای دلالانو! څومره ژر مو ځانونه وشرمول. لعنت دی وي پر تاسو.

  3. لکه څرنګه چی ټولو ته معلومه ده چی مخکی له کمکی اختره په استانبول کی د دواړو له لوری د سولی د پرمختګ لپاره ناست کیده نو نړیوال یا امریکا باید د دریمګری رول باید همدی ترکیی هیواد ته ورکړی ځکه اوس افغانان په قطر او امریکا او ځانګری ډول په پاکستان باندی بی باوره شوی ځکه خلیلزاد تل قوی نظامی خلاف دی او تل یی دلته د یوی نظام په شتون کی له جنګی ډلی سره د افغانستان په هکله ناسته او پریکړی کړی چی افغانان تل امریکا دوکه بازه او د پاکستان پلوی په سترګه ورته ګوری کچیری اوس هم طالبان د ترکیی مخالف نه وی باید ترکیی ته د دریمګری رول ورکړل شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب