جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د احمدي په ویر کې د ځینو فرهنګیانو او ادب مینوالو پیغامونه...

د احمدي په ویر کې د ځینو فرهنګیانو او ادب مینوالو پیغامونه (۲)

 اسدالله غضنفر:

د پوره یو نسل پاچا

ارواښاد نصیر احمد احمدي په خپل څو څلویښت کلن ژوند کې پښتو داستاني ادب ته هم د کیفیت او هم د کمیت له اړخه ډیر څه ورکړل. ده په افغانستان کې تر بل هر لیکوال ډیر ناولونه ولیکل او زموږ تر بل هر ناول لیکونکي یې آثار ډیر ولوستل شول او بیا بیا چاپ شول.

 په روغتون کې یې د ژوند یوه وروستۍ پوښتنه دا کړې وه چې د غڼې ځاله( د ده تازه چاپ شوی ناول) مې خلکو خوښ کړی دی؟ ما د ارواښاد ورور، منیر احمد احمدي ته وویل چې خلکو ډیر خوښ کړی دی، دا خبره خامخا ورته وکړه.  منیر ورته وویل خو څو ساعته  وروسته چې دی په دنیا کې نه و او په روغتون کې دوستان وروستي درناوي ته ورغلي وو، هلته ځیرک صاحب ( د سروش کتابپلورنځي) خبر کړم چې ( د غڼې ځاله) ناول یې په بازار کې کمیابه شوی دی. په زړه کې راتېره شوه چې نصیر جان کاشکې د ځیرک صاحب خبره اورېدلی شوای.

 له چاپه وروسته په څو اونیو کې د ناول کمیابه کیدل زموږ په ادب کې اسثنایي پیښې دي او دغسې استثنایي پیښې د ارواښاد نصیر احمدي د آثارو په برخه کې عادي پیښې وې.

 یو وخت دوو دوستانو غوښتل چې د کتاب خپرولو کاروبار پیل کړي. ما ورته وویل په دې کار کې ګټه کول راته مشکل ښکاري خو دوی راته کړه چې که نصیر احمد احمدي راسره ملګری کړو او یوازې د ده آثار چاپوو نو هم تاوان نه کوو.

 یو وخت موږ غوښتل چې د دنیا او هیواد  د ځينو لویو شخصیتونو څلویښت ژوند لیکونه برابر او د څلویښت کتابونو په بڼه چاپ شي. په هغو کې درې کتابونه( د شهید میوندوال، شهید موسی شفیق او علامه کاتب هزاره) ارواښاد نصیر احمد احمدي ولیکل چې زموږ د هغې لړۍ په کامیابۍ کې یې لویه برخه واخیسته. وروسته بیا چې د ابوریجان بیروني نړیوال سمینار و نو له نصیر جانه مو وغوښتل چې په هنري او داستاني ژبه د بیروني بیوګرافي ولیکي. ده په لنډ وخت کې دغه کتاب ولیکه او ( د غزني غمی) نوم یې ورته خوښ کړ. کتاب  د سمینار په علمي کمیټه کې دومره خوښ شو چې په دري ( نګین غزنین) او اوزبیکي ژبو هم ترجمه او خپور شو.

 د باچا خان بیوګرافي د هغه یو بل کتاب دی چې لا تر اوسه له مطبعې نه دی راوتلی.

نصیر احمدي لوی استعداد و. ده دا قدرت درلود چې د ادب په مختلفو ژانرونو کې عالي آثار ولیکي خو د ناول په برخه کې ویلی شو چې په تیرو شلو کې د افغانستان د داستاني ادب د قلمرو تر ټولو منلی لیکوال و. ده د  لوستونکو په پوره یوه نسل باندې پاچهي کړې ده.

عبدالغفور لیوال:

د (جوجو) هستوونکي درې ځانګړنې

د جوجو او بغدادي پیر شاهکارونو په شان ګڼلوستیو ناولونو لیکوال ارواښاد نصیر احمد احمدي زما لپاره له درېيو ځانګړونو سره مهم لیکوال و، دوه یې حرفوي او یوه یې شخصیتي ځانګړنه:

۱ـ ناولونو یې فکرونه روزل، موږ فکر روزونکي آثار لږ لرو. ځوان کول د ده د ناولونو تر لوستلو روسته د ځان، هېواد، نړۍ او انساني ژوند په اړه خپل باورونه بدلول، چې دا کوشنی کار نه دی او د پیاوړي قلم ترڅنګ بډایه فکري زېرمه هم غواړي.

۲ـ احمدي کرار کرار چوکاټونه ماتول، تابو ګان یې ننګول او خرافات یې ړنګول. دا هرڅه یې د هنر د جادو په مرسته کول. احمدي په ناول لیکنه کې د افغان ولس د وجدان غږ و.

۳- احمدي ارام، بې ادعا، صمیمي او ښه اورېدونکی لیکوال و. لویه شخصیتي ښېګڼه یې دا وه، چې د فرهنګیانو په سلیقه یي مسخره مخالفتونو کې ښکېل نه و. د بېځایه سیالیو او دوښمنیو پرځای یې یوازې د خپل ادبي – حرفوي پرمختګ پرهڅه تمرکز کاوه او اینرژي یې د ځان روزلو لپاره زېرمه کړې وه، د پرمختګ راز یې په همدې کې و.

لوی خدای دې یې وبښي. تجربې یې د ځوان ادبي کول د لارې مشال شه!

ومان نیازی:

هی، ځوانیمرګه، الله لکه دا زرغون طبعیت ذهن او زړګی درکړی و، څومره لنډه دې پرې کړه.

ځوانیمرګ احمدي ته

د چا قامت د لمبه شوي زګېروي

پر دوړه شوې ګونځه اور اخلي

د دې ډبرې نبض بیا ولاړ دی

د مړې سکروټې څوک انځور اخلي

په دې تاوده زخم کې نشو ایره

تر داسې زړه خو یو ګلدان ښه دی

څومره ترخه ده د دې متن دوړه

تر دې د سرو زهرو باران ښه دی

زه د خپل غږ له تور سنګساره راغلم

زما په موټ کې بیا خبرې مړې دي

د دې فضا د بوړبکۍ څادر کې

خپلو بڼکو کې کوترې مړې دي

دا د کوم رنګ دوړه په سکور ناسته ده

دا د رنجو کرښې چا وسوې

د دې مین سترګې رڼا نه کوي

په رڼا ورځ چا په رڼا وسوې

هغه مین ولې بهر ووت

مهینې ګوتې یې زندۍ کړې ولې

ولې په سر بادوي تورې خاورې

ولې یې چیغې لیونۍ کړې ولې

په دې ځنګله کې له چا لار ورکه ده

راشه خونکارې شپې ته اور واچوه

راشه څو عمره زندګی غواړی دا

مه ځه تیارې ډېوې ته اور واچوه

ایمل پسرلی:

نصیر احمد احمدي ته!

هغه ګل 

  • ته لږ صبر.

چاره نه وه، یا به یې اینټرنیټ نه و یا به یې موبایل په کلي کې کار نه کاوه. که به دواړه سم وو حتمآ به ورسره مېلمانه ناست وو.

  • ښه لږ له خلکو راجلا شوم.
  • څوک و؟
  • د کلي خلک وو، د کلا مخته پیتاوي ته ناست وو.
  • نو اوس چیرې ولاړې؟
  • د ونو خوا ته راغلم. هغه ویاله دې په یاد ده، د سنځولو ونې او سپېدار …

په کمکیني ډېر ورغلی وم. هغه وخت لویانو ډارولو چې ماران په سنځلو میین دي، د سنځلو له ونو لیرې ګرځئ.

  • له سنځلو لیرې ګرځه، ماران ونه لري.
  • ماران نن سبا چا ته څه نه وايي له انسانانو دې خدای لیرې لره.

ویې خندل. د سنځلو ونې او ورپسې د سپېدارو کتارونه مخ په ځوړې مځکې کې ولاړ و. لاندې ویاله بهیده. د بیالې پورې غاړې هم ونې وې. په پسرلي کې به دلته خړ سېلاب راغی. اوبه به تر سنځلو راغلې. موږ واړه وو، یوه ورځ چا وویل سېلاب مړی راوړی. ناپېژندویه مړی. له کوره یې نه ور پرېښودو چې ورشو ویې ګورو. میندو ویل سیوری به یې درباندې پرېوځي. دی بام ته وخوت. زینه نه وه. د غوجلې تر څنګ وچ بوټي پراته وو، په هغو ختلی و. اشاره یې راته کوله چې وروخېژم. زه ډارېدم. دی د بام هغې بلې څنډې ته ولاړ چې د سنځلو ونې ترې ښکارېدې. یا به چا لیدلی و یا به یې پر بام دربی چا اورېدلی و، خلک پرې خبر شول. هلک یې راکوز کړ. ما ته یې ویل:

  • په ونو کې ډېر خلک راټول دی، مړی ګوري.
  • څوک دی؟
  • خدای خبر د کوم بل کلي دی.
  • اوبو وژلی؟
  • حتمآ به مار چیچلی وي، په سېلاب کې مړه ماران هم راغلي دي.
  • تا ولیدل؟
  • خو ماران په ونو کې و، سېلاب تر ونو راغلی، ماران خو نو نه الوځي اوبو به وړي وي، سړی به یې چیچلی وي.

له بل چا مو بیا ونه پوښتل دواړه په همدې باور وو چې د بل کلي سړی په ونو کې مار چیچیلی او سیلاب ماران او مړ سړی زموږ تر کلي راوستی. خو ولې زموږ تر کلي؟ ده ویل:

  • ملا ویل هلکان لمونځ نه کوي، د خدای قهر دی.
  • نو په بل کلي کې یې کوي؟

ځواب مو نه درلود، له بل چا مو نه پوښتل، خبره مو منلې وه.

ومې پوښت:

  • نو په کلي کې نه ډارېږې؟
  • ډار شته خو چاره هم نشته.
  • ولې؟
  • نو چا ته یې پرېږدو؟

لکه د کمکیني غوندې مې ځواب نه درلود. ده به هم ځواب نه لاره. موضوع مې بدله کړه:

  • په کلي کې د لیکلو سوژې ډېرې وي، یو څه باید ولیکې.
  • خبرې ډېرې دي، بس چې ښار ته ورسېدم بیا درته وایم.
  • خو یو څه یې په سمبولیکه بڼه ولیکه، دا سپینې مامدینې خبرې بیخي وعظ راته ښکاري.
  • که وعظ ته ونه کړې بل یې ورته کوي، بیا به دې د سنځلو له ونو منع کوي، مړی به د بل وي ګناه به یې ستا وي.

څه به مې ورته ویل. ویې پوښتلم:

  • ستا ګلاب څرنګه شول، په عکسونو دې لېونی کړم خو نور حال یې نه راکوې؟
  • غوړېدلي دي. ټول یې بوی نه لري، خو ټول ښکلي ښکاري.
  • کیسه پرې ولیکه.
  • نن مې د بوی وال ګلاب ته کتل پاڼې یې رژېدلې.
  • همدا دې سوژه شوه، ولیکه هغه ګل ډېر نه پايي چې ښه بوی لري.

ویې خندل. په همدې ونو کې مو په کمکیني په لوړ غږ خبرې کولې، خندل به مو، غږ به مو انعکاس کاوه، ده به ویل دا د هغه مړي روح دی چې خړ سېلاب دلته راوستی و، اوس زموږ خبرې راته تکراروي. وبه ډار شو. خو ځان به مو نه پوهاوه.

  • ګوره هغه خلک به اندېښمن شي چې ولې تری تم شوم، بېرته باید وروګرځم.
  • ښه کله له کلي راوځې؟
  • که ژوند و ژر.
  • ژوند باید وي.
  • څه پخه مو راوړې، خو اې ګوره ته خو په کیسو کې وعظ نه کوې، خلکو ته دې کیسې داسې ښکاري لکه موږ ته چې به د سنځلو ونې په کمکینې ښکارېدې، یو څه ښه شه. په ګلابو دې کیسه بیا راولېږه.

لا مې د ګلاب کیسه نه ده لیکلې. دی راستون نه شو. د بیالې هغه لور، د سنځلو او سپيدارو تر ونو ورپورته په ابدي خوب ویده دی. که ورغلم په شناخته به یې لیکم، هغه ګل ډېر نه پايي چې ښه بوی لري.

د ماسپښین یوه بجه او ۳۳ دقیقې

د جون یولسمه ۲۰۲۱

سوت رایسلیپ

د افغانستان د علومو اکاډمي:  

د تسلیت او خواخوږۍ پيغام

په خواشينۍ سره خبر شو چې د پښتو ژبې او ادب نامتو ليکوال نصيراحمد احمدي د ورپېښې ناروغۍ له امله په حق رسېدلی دی.

«انا لله و انا الیه راجعون»

ارواښاد نصير احمد احمدي د ملي فکر خاوند و او تر څنګ يې د پښتو داستاني ادبياتو د اوسني پېر نامتو ليکوال و، په پښتو ژبه کې يې په تول پوره لنډې کيسې او ناولونه پنځولي وو، هغه د معاصر داستاني ادب يو سر لاری ليکوال وو، چې مړينه يې د افغان وطن لپاره لويه ضايعه ده .

د افغانستان د علومو اکاډمي مشرتابه د ارواښاد نصيراحمد احمدي مړينه د افغانستان د هنري ادبياتو په ډګر کې لويه ضایعه بولي، د تسليت او همدردۍ مراتب يې د افغانستان ټولو ليکوالو ، دده کورنۍ او دوستانو ته وړاندې کوي، له الله تعالی څخه ارواښاد احمدي ته د جنت الفردوس او کورنۍ ته يې د جميل صبر او اجر غوښتونکي يو.

الحکم لله

انور وفا سمندر

نور نه ‌شته!!

«هغه» د زمان له ساعتي ‌بم، واوښت؛ «اوس» ته ولاړ: ټولې زمانې ته!

شته؛ خو هېڅ «ځای» نور نه‌شته!

نه دلته، نه په امریکې‌وکانادا کې!

ځکه وایم نور نه‌شته…هېڅ ‌چېرې نه‌شته!!

ټول مکان ‌و زمان پسې ولټوئ، نه یې شئ لیدای!!

اورئ!؟

«هغه» نه‌ شته!

خو هغه ورځ په مخکې ده، چې نه به «انور» یا یې هم مشر«منلی»، جسمي ‌و ذهني؛ شخصیت وي

نه به «کاروان» کې د کلمو پاولي شرنګېږي، نه به د طبیعت له بحره د «پسرلي» زوی کبان، د یونس تازه کولو، په شوق، په خاطرو غږوي!

کارونه څومره بېکاره شول!

هڅې‌ وتلوسې، څومره ډمې ډمې، په «دروني‌انسان»، تیاره سیوری ورخېژوي!

څومره مو ناوخته کړې «ځان»و«بل» سره مينې کولو ته!!

ورکړئ، انعامونه،نومونه، لقبونه-مډالونه، والله که د «هغه» چرت پرې خبر وي!

دومره غلی وم؛ ما وېل، دا خاطرې هم په دود، اوښتي!!!

کاش کولای مو شوای، «هغه» په روح‌کالب کې ووینو او بیا د خاطرو ساز جوړ کړو:

ورورو! د خدای د عشق‌ورحمت په اقیانوس کې، ښه جانانه ډوبېدل ‌ولامبېدل درته غواړم.

ملالۍ بشیر:

د نصیر احمد احمدي د مرګ ږغ بیخي دروند دی. هغه یو بې ساری، د وطن په درد دردمن او ویښ ادیب وو. نوموړي د خپلو ګڼو ناولونو په مرسته د خلکو د بېدارۍ لپاره بریالی کار کړی. د افغانستان او په ځانګړې ‌‌‌‌‌‌توګه د پښتو ژبې ادبیات به تل د احمدي صېب پوروړي وي.

پر ګور یې نور

نازو پسرلی: 

د ا کلا چې د غره لمنې کې پرته ده د ملک غلام رسول کلا نومیږي دلته یو خیاليګر، له زړه پاک او په انسانیت میئن ځوان وزیږید، لکه د ژمۍ مازدیګر ېې عمر لنډ خو تود والی ېې ‌‌‌‌‌‌ډیر ښه لګیده، دغه لمر لویدو ته پاته نه شو او د تورو خاورو یوه بړبوکۍ  پرې راغله او له ځان سره یې یووړ.

باور مې نه کیږي، نه داسې به نه وي دا فيسبوکي خبرې دي، دا به چا اوازه اچولې وي.  اخ اخ خدایه دا سې یو کس دې رانه واخیست چې زما د کلتور زما د ژبې زما د ولس خزانه وه.

 ریښتیا چې زړه بې وعدې نه چوي ګنې زما به نن زړه دریدلی ؤ. یوه ورځ یې راته ویل ته ‌‌‌‌‌‌ډیره خوږمنه، په هر چا به ماماکان ګران وي خو پر تا ‌‌‌‌‌‌ډیر بل رقم ګران دي.

 نو ورته مې وخندل ماماګله صدقه دې سم ماماګان خو مې د مورکۍ وینه ده مور نو پر چا نه وي ګرانه

 اف خدایه که به مې له چا ګیله وه، که به مې چاته سود سوغات ورلیږه،  که به مې هره پوښتنه او خواله وو نصیر جان به راته لکه یو عسکر ولاړ و، په ډیر انسانیت او په ورین تندي به یې ځواب راکړ. ورستې ځل چې مې ولیده د مورکۍ په غم تلې ووم دلاساینه یې راکوله چې کور ته روانیده، نو ورته مې وویل مه ځه زړه مې درباندې ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه دی، په زړا کې مې ورته وخندل پوهیږې فکر کوم مور مې راسره خواله کوي.

.  زما خبره یې ومنله او تر مازدیګره راسره ناست ؤ په هغه څو ورځو کې چې زه هلته ووم څو ځلې راغې

 د اغا په ناجوړي او وفات کې هم ده زه دلته په مسافرۍ کې یوازې پرینښودم تل به یې حال راکاو ه او بیا ورسته یې زما د تسلۍ لپاره د فاتحې عکسونه او د اغا په ویر ‌‌‌‌‌‌ډیرو پیغامونه او شعرونه راولیږل.

 څو ور ځې د مخه مې ورسره چټ کاوو ورته ویل مې کورونا ‌‌‌‌‌‌ډیره شوې ‌‌‌‌‌‌ډیر پام کوه،  زه خبره نه وم  ده سخته تبه او درد درلود، خو ما ته یې بیا لکه د تل ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډګیرنه راکړه هو ‌‌‌‌‌‌ډیره شوې خو زموږ خوا ته وضیعت ښه دی.

 اخ اخ نصیر جانه زړه مې نه منې چې څوک ووایې سعیده خواره شوه، بچیان دې بې پلاره شول او پښتو ژبه او کلتور ستا له ښایسته نثره بې برخې شوه.

 یوه ژبه هلته ښایسته او خوږه کیږي چې لیکوال یې دولس د زړه حال درته په خواږه نثر ولیکې او ستا په نثر کې ما د پښتنو واقعې ژوند د ګودر غاړه، او د پښتنو میرمنو له ستونزو ‌‌‌‌‌‌ډک ژوند نه  خبره شوم.

 ‌‌‌‌‌‌ډیر ویده دې راویښ کړل او ته د ابد په خوب ویده شوې. د مرګ ‌ږغ دې ‌‌‌‌‌‌ډیر تریخ ولګید، ‌‌‌‌‌‌ډیر سخت ‌‌‌‌‌‌ډیر ….. کاش تیر کال درغلې وای، یو ځل مې لیدلې وای.

 ورته ومې ویل نصیر جانه دروانه یم او ستا اثار خو به څو کارتنه شي، برابر یې کړه بس خوره دې درروانه ده او ماما چې تخرګ ګروي نو د خوریه ورته هیله وي.

 اخ خدایه هغه ژغ یې څومره مینناکه و:

 له خیره له خیره نازو جانې ته راشه کتابونه اسانه دي. څو ورځې د مخه لیمې جانې راته ویل ‌‌‌‌‌‌ډیر مریض دی د لمانځه دعا کې ېې مه هیروه.  ستونې مې ‌‌‌‌‌‌ډک شو خدایه هغه انسان چې خپلې ټولنې ته خیر رسوي اوتر اوسه یې ستا یو بنده هم نه وي ځورولی ایا زه به تاته عذر کوم مګر پر داسې ګل انسان ستا نظر نه وي؟

 اخ اخ نصیر جانه شکر چې نن دې مورکۍ ستا دا ځوانيمرګي نه ویني میرمن او ګلالیو بچیانو ته دې حوصله غواړم او ټوله ماماګانۍ ته د زړه صبر. زړه مې په اسانه نه منې چې داسې خوږ اف اف څه ووایم نصیر زړګی نور په ارواښادو کې راغې.

محمود مرهون:  

موږ ته خدای ج له هر لوري په قهر دئ

پر مځکه مو اور بل دئ

له اسمانه اوبه بندي دي

او کرونا وبا یې را باندی مسلطه کړې او ټول ښه خلک راڅخه اخلي او بد خلک د خیر پر غون‌‌‌‌‌‌ډیو ناست دي

پوهاند باوري، ارواښاد مقری او نن یې دا دئ بل ستوری را و لوېدئ.

نصیر احمد احمدي یې ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر و غوښتئ موږ لا هغه ته سخته اړتیا درلودله هغه د وطن د مالکیت د حس را ژوندي کولو مسیحا وو.

‌‌‌‌‌‌ډیوی‌‌‌‌‌‌ډ جونز او نیکه هغه شهکار اثار وه چي د افغانانو د مالکیت د حس په را ژوندي کولو کي لومړي سپرغي وه هغه لا دا ا ور بل کړی نه وو چي ابدیت و کوچیدئ.

احمدي زموږ سخت یار وو، ما ته به یې کله نا کله ویل چي یاره استاده دې زموږ لاره کي هیڅ سکون نه سته ولاکه د ماښام ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ لا پکښي پيدا کېږي.

یوه ورځ مي فاضل بیګ خوا ته کورته رسوئ باران سخت اورېدئ چي له موټره کښته کېدئ پر سړک ولاړو اوبو او د خپلي کوڅې خټو ته یې و کتل ما ته یې و ویل چي یاره استاده کوم وطن چي موږ جنت نښان بولو خو موږ تر پایه یو کور پکښي پيدا نه کړئ.

احمدي هم هغه سي پردیس، بې کوره بې اوره لسګونه کاله دې وطن ته خدمت وکړئ او بلاخره په دې ښه مړو لرونکي او بدو ژوندي لرونکي ولسونو کي ځوانیمرګ سو.

ځه یاره الله دي مل سه.

خداي ج دي په هغه دنیا کي ارام او د خپل کور خاوند کړه.

ستا ستړې ورځ او نار ارامه ژوند به مي هیڅکله هېر نه سي.

صالحه اسحاقزۍ خالقي:

همدا شېبه مې د لمر لوېدو ته ناڅاپه پام شو او د ارواښاد احمدي صاحب د ځوانۍ له تتېدو سره مې پرتله کړ، چې دا ارواښاد څنګه د لمر په څېر وځلېد، خو همداسې زر ولوېد او دنګه ځواني یې تته شوه. ژوند څومره بې وفا دی. رب د  اروا ښاده لره.

محبوب شاه محبوب:

نن پښتو داستاني ادب ستر تاوان وکړ، په پښتو کیسه لیکنه کې د ځانګړي سبک څښتن لیکوال نصیر احمد احمدي هم له موږه لار جدا کړه.

روح یې ښاد

نوموړي په کیسه لیکنه کې ځانګړی استعداد لاره، ژبه یې خوږه او رونه وه.

بارکوال میاخیل:

د مطالعې کلچر ته وده ورکوونکی لاړ

نصیر احمد احمدي د مې میاشتې پر دېرشمه پر خپل فېسبوک لیکلي وو، چې خپل وروستی ناول «د غڼې ځاله» یې چاپ ته واستاوه، ما ورته په کمنټ کې ولیکل چې «داستان په مطالعه د خلکو د روږدولو بنیادي شی دی، که یو وخت چا تاریخ لیکه چې په افغانستان کې د یوویشتمې پېړۍ په لومړیو دوو لسیزو کې د مطالعې کلچر څنګه وده وکړه، ستا د ناولونو ذکر به یې په پیل کې وي».

په پښتو کې که د مطالعې کچه ارزوو شاید اوس هم پکې زموږ تر څنګلوریو ژبو کمه وي خو زه په باور سره ویلای شم، چې که په نثر کې په تېرو پینځلسو شلو کلونو کې لر و بر پښتانه ځوانان څه نه څه په کتاب لوستلو روږد شوي وي، د داستاني ادبیاتو خصوصاً د نصیر احمد احمدي د لنډو کیسو او ناولونو پکې خاص نقش وو. د دې خبرې یو ثبوت د ده د هر ناول بیا بیا چاپېدل دي او بل دا چې ده به کله هم پر خپل فېسبوک ولیکل چې پر نوي ناول یې کار پیل کړی، نو لوستونکو به یې په ډېره تنده ترې غوښتل چې یو څه برخه یې هماغه وخت ور خپره کړي او چې خپره به یې کړه نو بیا به یې د ناول چاپېدو ته ورځې او شېبې شمارلې.

ګران احمدي د 14 ناولونو په ګډون 25 آثار تر شا پرېښوول، دا به بیا بیا ولوستل شي او بیا به چاپ شي خو د ده هغه ګڼ مینه وال او لوستونکي چې په ډېره تنده به یې د ده نویو لیکنو او ناولونو ته انتظار کاوه، هغه تږي به اوس څوک اوبه کوي، موږ د داستاني ادب ګڼ لیکوال لرو، د هغوی آثار هم له ادبي او هنري پلوه ډېر ښه دي خو په څه ډول چې احمدي د ناول لیکنې اړخ ته په سنجیدګۍ سره ملا تړلې وه او یو په یوه یې د خپلې رنځورې ټولنې کیسې بیانولې او له دې لارې یې د یو طبیب کار تر سره کاوه، څه وخت به واخلي چې بیا داسې بل طبیب پیدا شي چې د داستان په اغېزمنو درملو د خپل جنګ او جهالت ځپلي وطن درملنه وکړي.

فیصل ځلاند:

هفه د ادب بلبلان چې د ستایلو وړ دي، ویې ستایئ، نوې روحیه ورکړئ، مه یې رټئ او په خوښۍ یې پرېږدئ.

کنه نو د احمدي پشان به یوه ورځ لاسونه پسې ټکوئ خو په لاس به نه درځي.

نور مو خپله خوښه.

نورالله غازي:

د پښتو داستاني ادب ته به نور د احمدي صیب له قلمه نایابه توري نه پاتېږي!

مړینه یې واقعاً لویه ضایع ده.

پښتانه قلموال به ډېر په سخته یا ډېر وروسته د احمدي صیب په څېر خلک ومومي! زړه مې پسې درد وکړ

روح یې ښاد، یاد یې تلپاتې!

ګل رحمان رحماني:

نصیر احمد احمدي؛

   د پښتو داستاني ادب د اسمان یو داسې ځلانده ستوری چې خورا بې وخته پرېوت!   موږ لا هم د هغه نوښتګرو پنځونو ته سخته اړتیا درلوده. هغه خپلو ټولو داستانونو ته د ټولنې له منځه داسې کرکټرونه غوره کول چې هم یې د پښتني او افغاني  فرهنګ په لېږد او هم یې د پښتو معیاري او سیمه ییزو لهجو په خوندي کولو کې خورا ستره ونډه درلوده. د محتوا په لحاظ د هغه ټول داستانونه زموږ د ټولنې د ناخوالو، تراژیدیو او زندۍ شوو هیلو یو روڼ انځور و. پښتو ادب او افغاني ټولنه کې به یې اوچت ځای تل خالي وي، ابدي بېلتون یې یوه تشه ده.

روح یې ښاد

پر ګور یې نور

عصمت الله صالح:

اصلي داستان هغه دی چې لیکوال پکې د ټولنې پر نبض قلم کېږدي؛ هغه کلتور، خرافات او چټل خیالونه پکې وغندل شي، چې د انسانیت زړي خوري او که همداسې بې رده پرېښول شي، د هغه ټولنې له انسانه زوامبي جوړوي، چې بیا به نو یو پر بل خولې لګوي.

 د پښتو هنري نثر سرلاری ارواښاد احمدي د همدغسې اصلي داستان یو تقریباً بشپړ لیکوال و؛ د ده روح له وروسته‌پاتې‌والي څخه د ځورېدلي ملت پر روح ور ګډ و؛ یو رښتینی معلم او په یوه داسې زمانه کې د انسانیت په خپراوي لګیا و، چې د جناب احمدي غوندې عاطفي کېدل پکې بېخي سخت شوي.

دا نه وایو، چې احمدي صاحب ولې ځوانمیرګ شو، ځکه مرګ یو ناځوانه حقیقت دی، مګر سړی خپه دلته شي، چې احمدي یوازې د خپلو زامنو پلار نه و، د دا ډول معاصر داستان ابا هم و.

پري‌زاده زه که دا وارې ویده شوم

هیڅ یو شور به مې را ويښ نه کړي له خوابه!

احسان احسان: 

بختیانی صیب چې وفات شو_ ومو پیژاند، احمدي صیب بیا شکر له وفاته مخکې ډېرو پېژانده، آن ولسمشر هم په مډال نازولی و. خو د داسې سترو انسانانو سره چې څه ډول سلوک، لاسنیوی او پالل په کار دي، لا هم زموږ په ټولنه، خلکو او دولت کې نشته. دوی د فرهنګ، کلتور، کتاب او قلم داسې یو ملاتړ ته اړتیا لري، چې نوم، فکر، قلم، کتاب او د دې ټولو د ځلولو او لا بډایه کولو لپاره یې د مخته پرتو خنډونو ختمولو لپاره هر ډول روا او ممکنه مرسته وشي. د دوی د کور له ستونزو نیولې، بیا تر ټولنیزو، اقتصادي او نورو هر ډول اړینو مرستو لاس ور وړاندې شي او دا ستر انسانان داسې وساتل شي، چې یوازې او یوازې ټول فکر او قلم یې د ویدو فکرونو د ویښولو په لار مصرف شي. په دې هدف پوره کولو کې باید هر ډول قرباني او لاسنیوي ته دولت، ټولنه او موږ و تاسو ټول تیار او حاضر وه اوسو.

د دولت خو ډېر مسؤلیتونه دي، خو که ټولنه او خلک نور هیڅ نشي کوای، حداقل په ژوند خو یې پاللای او نازولای شي. کتاب خو یې لوستلای او غوښتنې یې منلای شي، بس همدا دې وکړي، بس ده. اوس د احمدي صیب کورنۍ ته باید دولت او د ټولنې لوړه طبقه خلک ډېر څه وکړي، خو موږ یې که نوره مرسته نشو کوای، راځئ د ده د فکر، ارمان او غوښتنو په منلو او کتاب لوستلو د ده پالنه وکړو.

حمدالله ارباب:

انا لله و انا الیه راجعون

د تکړه ناولِسټ ارواښاد نصیر احمد احمدي صېب په مړینه خفه یم، چون عملیات مې کړی نو تر یوې اونې به د انځور جوړولو توان وه نه لرم چې را ښه شم د خېره انځور به یې جوړ او د هغه مینه والو ته ډالۍ کړم.

الله پاک دې ورته هغه دُنیا ښایسته کړي. امین

عصمت عطا ملکزاده:

د نصیر احمد احمدي بړبوکی ناول مې یو وخت لوسته او ناستو ملګرو ته مې پام نه و چې له سترګو مې اوښکې روانې وې ,داسې مې انګېرل چې د بړبوکی سره دا هر څه زما د سترګو تر وړاندې تېرېږي .. دې د کمال او هنر خاوند ته پښتنو ډېره اړتیا درلوده .. احمدي صاحب د پښتو ادب په سمندر کې هغه نایابه ګوهر و چې هېڅکله به بیا ونه موندل شي ..

روح دې ښاد او یاد دې تلپاتې !

طارق تسل:

د پښتو داستاني ادب ته به نور د احمدي صیب له قلمه نایابه توري نه پاتېږي!

مړینه یې واقعاً لویه ضایع ده.

پښتانه قلموال به ډېر په سخته یا ډېر وروسته د احمدي صیب په څېر خلک ومومي! زړه مې پسې درد وکړ.

روح یې ښاد، یاد یې تلپاتې!

عابده سپوږمۍ :

غم که له غمه شرمېدلى!

د پښتو ادب د داستاني ادبياتو سرلارى نصير احمد احمدي له دې نړۍ د تل لپاره سترګې پټې کړې.

پښتو ادب کې به د دې هستۍ تشه پوره نشي.

درنې کورنۍ او خواخوږ ته يې د زړه صبر غواړم

ستر او مهربان انسان و.

روح يې ښاد

کرونا به په دې دوه کلونو کې  هېڅ ژبې او هېڅ فرهنګ ته دومره زيان نه وي رسولى لکه څومره يې چې د احمدي صاحب په تللو پښتو ادب او فرهنګ ته ورساوه، سره له دې چې احمدي صاحب خپل حق ادا کړى وو خو په تګ يې د پښتو ادبياتو يوه ډېره خوږه او له ادبي تومنې ډکه برخه خالي پاتې شوه.

خلک وايي خپله ګل شې عمر د نه، خو احمدي صاحب هم خپله ګل و هم يې عمر خو زه باور لرم کوم ګلان چې احمدي صاحب د پښتو ادب په بڼ کې کرلي لکه ، رڼا، پټان، جوجو، بغدادي پير، خونکار، د غنې ځاله نور….. تل پاتې او هميشه بهار وي.

نعیمه غني:

نصیر احمد احمدي د پښتو ژبې کمساری لیکوال و.

هغه د ژوند وړې وړې شیبې د قلم په ظرافت د لوستونکي تر سترګو تیرولې خو لا ډېر څه پاتې و چې باید لیکلي یې وی

زموږ مرګونه په نیټه نه دي، هر کله چې د ژوند سختو او بدو ورځو توان راختم کړ نو مرو.

فدا محمد باران:

زما د کتابونو المارۍ کې د ارواښاد نصیراحمد احمدي یوولس کتابونه ایښي، ( ځینې یې ما څو څو ځله لوستي.) پرون یې چې له مرګ خبر شوم، د کتابونو المارۍ ته به مې کتل، زړه مې غوښتل یو کتاب یې را واخلم او بیا یې ولولم، خو د احمدي مرګ ګنکس کړی یم، ویریدلم چې اوښکې او زړه درد به مې پرینږدي، چې و یې لولم.

دوه ساعته وړاندې مې “رنګه غوږونه ناول” راوخیست. لکه احمدي صیب چې په خپله هماغسې په مینه‌ناک انداز چې هر چا سره به غږیده راته اخته وي او د خپلې ټولنې ناخوالې راته ژاړي او د خلاصون لار راښيي:

“ستاسو د وطن جګړې ځکه دومره داومداره شوې چې سزا نشته. غل، قاتل، اختطاف کوونکی….. ونیسي، په شناخت یا پیسو بېرته پریښودل شي، خلک ناهیلي کړي، باور یې مات شي، زړونه یې تور شي، عقدې واخلي، وسلې واخلي….. نه، خلک په هغه چا پسې دریږي چې د دوی درد خپل وګڼي، عدالت پر کمزوري او زورور یو شان پلی کړي. سزا وي، قانون وي، پوښتنه او بازخواست وي. یوه ته سزا ورکه، یو لک پر ځان مین که، عدالت خپله تامینیږي، جرمونه کمیږي، د یو بل حقوق پیژني، خلک خپله قانون ته غاړه ږدي. کله چې یې د یو بل حقوق وپیژندل، جرمونه اتومات کمیږي، هغه وخت یو څه نرموالی راوله، خو وار له واره جدي اوسه.”

ختیځ خپروندویه ټولڼه:

اخ د پښتو داستاني ادب یوه ډېره ستره هستي مو له لاسه ورکړه.

نصیر احمد احمدي په پښتو ژبه کې له لسو ډېر کمساري ناولونه ولیکل چې ډېر زیات لوستونکی یې لرل.

“بوډا او د لیوانو پلونه” ناول نه رانیولی بیا تر تازه چاي شوی “د غڼې جاله” یې تقریباً ټول ناولونه ما لوستی وو هر کتاب یې بلا خبرئ درلودې، هره کیسه یې د دې وطن یوه ناخواله او درد وو.

“بغدادي پیر، جوجو، رڼا، بوړبوکۍ،یوه خبره درته وکم؟خونکار، اغزن سیم،زرو، پټان، او اخ وطنه” یې هغه نالونه وو چې ډېر زیات مینه وال یې درلودل.

خو کرونا بد مرغې ناروغۍ دا ستر لیکوال له موږ واخیست.

د پښتو داستان لپاره ښایي ډېره لویه ضایع وي او ښایي بیا کلونه وخت واخلي چې پښتو کیسه ییز ادب دې بل نصیر احمد احمدي پیدا کوي.

روح یې ښاد.

الله دې ورته بهتر جنتونه ورکړي.‌

شوه امين الله ملاخېل:

د ادب له مدار پریوته سلګۍ شوه

(زرو) کونډه د (پټان) له بېوسۍ شوه

ښه زندۍ شوه د کرونا له بدمرغۍ شوه

(رڼا) تته شوه بيا وروسته (بړبوکۍ) شوه

(ټال) شلېدلی په ژړا (خونکار) ته وايي

(جال د غڼې) وروستۍ هيله د پړۍ شوه

(يوه خبره درته وکم؟) ؛ (اخ وطنه!))

روح د ښاد شه دا نغمه ټوله نړۍ شوه

انعام نعيمي:

پښتو یتېمه شوه، ناول یتیم شو

 کیسه یې نېمه شوه،کابل یتیم شو

 جوجو په چېغو چېغو بیا وژړل

رڼا شوه تته، لیوه پل یتیم شو

آه دا نو چېرته زغم کېږي خدایه

 ټال کړل ټالونه په هر ځل یتیم شو

حلیب ګل ملال:

دنګه ځواني وه، لاړه

لويه هستي وه، لاړه

د هر يو ليک هنر يې

يوه پاچاهي وه، لاړه

د احمدي سره مې

مينه راستي وه، لاړه

په داسې زر پرېښودو؟

دا ناځواني وه، لاړه

د هر ناول ژبه يې!

ښه رواني وه، لاړه

ملاله زه خو وايم

زما زندګي وه، لاړه

اشنا فراز:

د پښتو ناول بې جوړې لیکوال نصیر احمد احمدي وفات شو. په مرګ یې د نورو مینوالو په څېر زه هم ډیر خواشینی یم. کاش تر ډیره پاییدلی وای،خو تقدیر څوک بدلوی شي؟

زما یو ملګری دی، د احمدي صاحب یو څو ناولونه مې لوستلو ته ورکړل، تر دې کچې یې د شخصیت او ناولونو مینوال شو چې اوس یې د احمدی صاحب له مرګ نشم خبرولی.

لوی انسانه!!

ابدي سفر دې اسان، له مخې دې رڼا!

اسماعیل زغم:

پښتو ادب د ناول سپوږمی راولویده!

ویده مخلوق ته یی ډیر ډول وواهه خو راویښ نشول او خپله په ابدی خوب ویده شوو.

د نن بغدادی پیرانو تور داغ یی پر زړه ګور ته یوړ.

روح یی ښاد یاد یی تل پاتی.

د جوجو ناول یوه وړه برخه..

 ستاسو د څنګ په کلي کې يو واده و، د ډوډۍ په وخت کلا ته يو زلمی راغی، ديارلس، څوارلس کاله به يې درلودل، خپله خور يې پسې غوښته، خو د کور خاوند يوه روپۍ کړ، ويل يې چې نا محرمه يې، په منډه يې له کوره و ايست، خبره خلاصه نه شوه، د کور خاوند د باندې پسې ورغی، کليوالو ته يې وويل، څو کسه پر هلک ور ټول شول، دومره يې وډباوه چې له اخه، ټوخه ولوېد، ويل يې چې زموږ خويندو، ميندو ته دې کتل. خو ماسپښين په همدې سرای کې دوو پياوړو ځوانانو ډول واهه، پېغلې پرې راګرځېدې، نه يې ځانونو ته پام وو او نه هم ټکريو ته، له څرخ سره به سپينې غاړې او خلاص ټټرونه ښکاره شول.

جُوجُو غلی شو، يو دم يې تواب ته وکتل، ويې ويل:

– پوښتنه، دا دوه ځوانان څوک ول؟

هلک په حيرانۍ ورته وکتل:

– ډمان

– له ټول کلي سره خپلوي لري؟

– نه

– محرم دي؟

– نه، خو په سيالانو کې يې نه ګڼو.

جُوجُو وخندل:

– کوټ کوټ کوټ… اه، نږدې دی چې له ډېرې خندا اور واخلم.

يودم غلی شو، پر شيشه يې لاس تېر کړ، ويې ويل:

– ستا ځوابونه مې وليکل، د تحقيق استاد به مې حيران شي،

ارمان مهربان:

دا ګل زما د مينې ګل ؤ!

د ګل زموږ ټولنه ډېره ښه پېژندلي وه.

د ګل به کله په يوه ټولنه کې د يوې بې ګناه پيغلې سخت ژوند انځور کولو. او يا به يې د يوې کونډې د سخت ژوند د بيانولو له امله د خلکو په سترګو کې اوښکې ډنډولې. همدا ګل وو چې کله به يې دوه مئينان يو بل نږدې کړې وو او د مينې په ټال به يې له يو بل سره ځنګول.

دا هغه ګل وو چې د خپل فکر او قلم پر مټ به يې د انسان په رګونو کې وينه پر جوش راوسته.

دا ګل نه دی خزان شوی، د ګل پښتو ژبې ته ډېر کار کړی!

لیکوال مري نه!

 له مرګه پس ژوند کولو ته ليکوالي وايي!

کتابونه يې واخلئ، ويې لولئ او هر کور ته يې ورسوئ..

ناجیه نجات:  

وایي چې ژوندی یم ښه مې غواړه چې مړ شوم مه راپسې ژاړه.

رښتیا هم همداسې ده انسان ترڅو  ورک یا مړ نشي په چا یې قدر نه وي.

ای کاش ددې ستر انسان په ژوندون دومره ستایل شوی وای څومره به خوشحاله و. خو اوس هم دده پاتې هیلې چې خپلو اولادونو ته درلودې پوره شي یو څه به دده روح هم آرامه وي. دولت باید دده ماشومانو ته ددرس زمینه برابره کړي یوه سرپناه په کابل کې ورکړي .ده  په کرایي کورکې ژوند کاوه.

امان الله نصرت:‌

د ادب د اسمانونو ستوری پرېوت

ربه بيا بل د وختونو ستوری پرېوت

رڼاګانې ېې خورې پر پښتونخوا وې

د هنر د مدارونو ستوری پرېوت

نصرت

د کرونا له دردونکې او بدمرغې ناروغۍ وروسته د پښتو ژبې تکړه او نامتو ليکوال او وتلی قلموال ښاغلي نصير احمد احمدي د تل لپاره سترګې پټې کړې او په ابدي سفر وکوچيد.

نصير احمد احمدي د فتح الله احمدي زوی دی چې په 1353ش کال ېې د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ د ملک غلام رسول کلا په کلي کې په يوه دينداره او علمي کورنۍ کې سترګې وغړولې او په خټه خروټی پښتون و.

لومړنۍ زده کړې ېې د خپل کلي له جومات نه پيل کړی او کله چې کابل ته له خپلې کورنۍ سره وکوچېد نو له حبيبيې لېسې څخه ېې د دولسم ټولګي د فراغت سند تر لاسه کړ.

د طالبانو د واکمنۍ په مهال د کانکور په ازموينه کې د کندهار پوهنتون د کرنې پوهنځي ته بريالی شو خو د ځينو ستونزو له امله ېې لوړې زده کړې ترسره نه کړې او د يو څه مودې لپاره د ښوونکي په حيث خدمت وکړ او بيا ېې له رسنيو سره د خبريال په توګه دنده پيل کړه او تر څنګ ېې خپلې ادبي سرګرمۍ جاري وساتلې.

نوموړی له ٢٠٠٣ ميلادي کال راهیسې په کابل کې د بي بي سي تعلیمي څانګه کې د تعلیمي فیچر خپرونو د ایډیټر په توګه دنده درلوده. او په ۱۰/۷/۲۰۲۱ نېټه ېې د اوه څلويښت کالو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله د کابل په يوه شخصی روغتون کې د مرګ استاي ته لبيک ووايه او د تل لپاره ېې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې۰

نصير احمد احمدي صاحب يو ژمن او په خپل ولس او وطن مين تاند او هڅاند ليکوال و چې پښتو ژبې او ادب ته ېې خدمتونه او کار او زيار د هيچا له سترګو پټ نه دی.

ښاغلی احمدي يو هڅاند او تپاند ژڼی و چې په نثر ليکنه کې ورته الله ج ځانګړې پوهه او استعداد ورکړی و او په افسانو او کيسه ليکنه کې خصوصا په داستاني ادبياتو کې د بې ساري قلم خاوند و.

دپښتو ادب د معاصرو ناول ليکونکو په کتار کې استاد احمدي د پام وړ ځای درلود او په همدې صنف کې په لومړي صف کې د ودرېدو حقدار و.

احمدي صاحب پښتو ژبې ته ډېر څه په ميراث پرېښودل او له معياري ليکنو به ېې د پښتو ادب لاروي تر ډېره ګټه اخلي او د باوري سرچينو په توګه به ېې کاروي.

احمدي د کيسه ايز ادب يو ځلاند ستوری و چي د بغدادي پير شهکار ناول ېې په ډير معياري ډول وليکه او له ډير دروند هرکلي سره مخ شو او ټولو خوښ کړ.

احمدي په پښتو ژبه د دېرشو په شاوخوا ناولونه او نور ادبي اثار ليکلي وو چې هر يو ېې په خپل ځای بيل بيل ارزښت درلود او په تول او معيار پوره او د لوستونکو ادبي تنده ېې خړوبوله.

  1. خونکار
  2. د غڼې ځاله
  3. بوډا
  4. رنګه غوږونه
  5. نيکه
  6. رڼا
  7. جو جو
  8. بودا او د لیوانو پلونه
  9. ټال
  10. بوړبوکۍ
  11. زرو
  12. پټان
  13. یوه خبره درته وکم؟
  14. اغزن سیم
  15. اخ وطنه

د ښاغلي احمدي په زړه پورې ناولونه دي چې د وطن په ويرجنو او تاوجنو حالاتو څرخيدلي او په درد درد لفظونو پکې د هېواد د وينو وينو خاورو کېسې او پېښې په ګوته شوې دي چې په لوستونکو ژور اغيز او تاثير کوي او د کېسې په خوږه او هنري ژبه ېې د ژوند له حالاتو او واقعاتو خبروي.

د احمدي نور چاپ شوي اثار:

1 –  سړه سېلۍ لنډې کيسې

2 –  مينه لنډې کيسې

 3 – د واورو سړی

4 –  د ميرويس نيکه ناول

5 –  په فلسفه کې تلپاتې پېښې ( ژباړه )

6 –  راځئ کيسه وليکو

7 –  اشر لنډې کيسې

8 –  د فيض محمد کاتب ژوند ليک

9 –  د شهيد محمد موسی شفيق ژوند ليک

 10 – د محمد هاشم ميوندوال ژوند ليک

11 – د غزني غمی د البېروني ژوند ليک او نور …..

لکه چې مخکې ېې يادونه وشوه احمدي له نورو ژبو څخه يوشمير کتابونه پښتو ژبې ته ژباړلي دي چې د نوموړي دا کار او زيار په ډيرو ستايلو ارزي او د پښتو په بډاينه او پياوړتيا کې د يادونې وړ کار دی چي له هغه څخه يو هم د معجزې تيږه نومېږي چې يو خورا په زړه پورې ناول دی او احمدي په روانه او خوږه پښتو ژباړلی او د چاپ په ګاڼه پسوللی دی.

د ارواښاد احمدي مړينه د پښتو ادب لپاره يوه داسې ستره تشه او خلا ده چې تر مودو

مودو به ېې ډکول مشکل او ناشوني وي او بيا به په ډېره سختۍ داسې ښه ليکوال او خوږژبی قلموال پيدا کړای شو.

احمدي صاحب يو دروند , رښتينی او مهربان انسان و او له هرچا سره به يي په ډېره مينه او پراخه تندي راشه درشه کوله او ستر رب پرې د ښه خوی او نيکو اخلاقو ځانګړې پېرزوينه کړې وه.

زه په دې ستر غم کې د مرحوم د کورنۍ له ټولو غړو, خپلوانو دوستانو او د شعر او ادب مينه والو سره ځان برابر شريک ګڼم او ټولو ته د خپل ژور خفګان خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګندوم او د زړونو صبر ورته غواړم.

الله ج دې د ارواښاد غمجنې او ويرجنې کورنۍ ته اجرونه او ثوابونه ورکړي او له نورو غمونو او مصيبتونو دې خوندي وساتي.

ښاغلي ليکوال ته له ستر رب څخه د بښنې دعا کوم او د فردوس جنت ورته غواړم.

پر ګور ېې نور او رحمتونه شه.

په مخه ېې ګلونه

د فيسبوک پر پاڼه د احمدي صيب وروستۍ ليکلی شوې څو کرښې:

”پښتانه یوازې د هدېرو د ځمکو د اخیستلو له پاره یوه خوله او یو اتفاق دي. هر قوم په ګډه پیسې واچوي، هدېرې ته څو جريبه ځمکه واخلي، کال وروسته هديره ډکه وي، د نوې هدېرې له پاره له سره پیسې ټولې کړي.

پښتون د ژوند له پاره هېڅوخت داسې په یوه خوله نه و، نه دی او نه به وي. که وای،

زړې هدېرې به دومره ژر نه ډکېدې.”

دا یاران لکه ګلونه دبهار دی

دخزان په تاو رژيږي دریغه دریغه

دا هم د ښاغلي احمدي يوه لنډه کيسه هيله ده له لوستلو يي خوند واخلئ او ليکوال په دعاوو کې ياد کړئ:

زیارت

سوړ باد د ماشومې پر چاودې بغور ولګېد. ځوانې ښخې زړه چادري پرې واچوله. د وړې نجلۍ غونچه، جړ وېښته د چادري له پرې شوي ځایه را ووتل.

ښخې د ماشومې غږ واورېد:

-ابۍ! پټېدا مې ښه نه ده.

ښځې ورو وویل:

-ناروغه کېږې.

وړې نجلۍ څه ونه ویل. شېبه وروسته يې چادري له سره پورته کړه. د ښځې تندی تریو شو.

نجلۍ وویل:

-خو تا راوستم. ویل دې چې راتګ دې د خلکو زړونه نرموي. شاید کوم یو خپل جېب ته لاس کړي.

ښځې سوړ اسویلی وایست. یوه لاروي ته يې لاس ور وغځاوه، په خواره خوله يې وویل:

-ها وروره! د خدای روی مې دروړئ، ماشومان مې وږي دي. یو لسګون خو راکه.

سړی مخامخ سر لوڅې زیارت ته ننووت. تر قبره راګرځېدلې شنې کتارې ته يې سلګون ور واچاوه.

نجلۍ ورو وویل:

-هاغه ماشومان لري!

ښځې په بل لاروې پسې ناره کړه. چاودې رغوی يې هماغسې په هوا کې تش پاتې شو.

ماشومې وویل:

ـ ماشومان يې شته؟

ښخې ور وکتل:

ـد چا؟!

-ها قبر! ته ورته وګوره، د شنې کتارې مینځ له پیسو ډک دی.

د ښځې ټنډه تروه شوه:

ـزیارت نوماشومان له کومه کړل!

دوړه راغله، نجلۍ اخ کړل، ښۍ سترګې ته يې لاس ونیو. ښځې په بېړه ور وکتل، د نجلۍ له پزې رڼې اوبه را تويې شوې.

ښځې وویل:

ـسترګه دې خلاصه که.

ماشومې په ژړغوني غږ وویل:

ـنه کېږي. سوځي.

ښځې د نجلۍ سترګه په خپلو دوو ګوتو خلاصه کړه، سرې سترګې ته يې ور پو کړل. نجلۍ غبرګې سترګې پټې کړې. ښځې د خپلې چادري یوه نرۍ ګونځه په دوو ګوتو کې ونیوله، د نجلۍ پر سترګې يې ورتېره کړه. ويې ویل:

-لاړه شه. هالته پر سمڼت کېنه. هلته دوړه نه پورته کېږي.

نجلۍ ورو وویل:

-خو تا ویل چې په همدې خاورو کې ناسته راته ښه ده. دلته لا خوار ښکارو.

ښځې څه ونه ویل:

د نجلۍ سپېرې شونډې وخوځېدې:

ـابۍ، ته به نه يې خبره، ماشومان به يې وږې وي.

ښخې ور وکتل، نجلۍ په پیسو کې پت قبر ته کتل.

ښځې وویل:

ـخلک وايي چې دا زیارت ډېر پخوانی دي. درې، څلور سوه کاله يې وتلي دي، څوک به يې نه يي پاته.

ـنو دا خلک ولې پیسې ور اچوي. دا خو مړ دی. مړی پیسې څه کيي!

د ښځې ټنډه تروه شوه:

ـچټياټ مه وایه. وبه دې وهي.

ـڅوک؟

ـزیارت.

نجلۍ تر دېره غلې وه. وروسته يې په خواره خوله وویل:

ابۍ! کاشکې مړه وای، زیارت به دې راباندې جوړ کړی وای. ته او کوچینۍ خور خو به مې په نس ماړه واست.

د ښځې سترګې له اوښکو ډکې شوې. د وړې ماشومې سر يې پر خپل ټټر پورې ولګاوه. یوه لاروې ته يې خوله جینګه کړه:

-ها وروره! زوی مړی مه شې. د یوې وچې ډوډۍ پیسې خو راکه.

سړی مخکې لاړ، قبر ته ودرېد. بټوه يې را وایسته.

ماشومې سوړ اسویلی وایست:

-کاشکې زه زیارت وای.

 

 

 

 

 

 

 

 

4 COMMENTS

  1. هسې هم ډیر ستړی اوستومانه یم. هره ورځ خواشینوونکو خبرونو سودایی کړی یم. زما چی له داستانی ادب سره (فکر کوم ترټولو زیاته) مینه ده، د نصیر احمد اخمدی آثار می لوستل او لا یې د نورو تخلیقی کارونو په تمه وم، خو له بده مرغه دپښتو داستانی ادب دغه ستوری هم ولوید. د ده د وفات خبر می هیڅ زړه ته نه لوید، خو مجبور یم چې ویې منم چې نور نو احمدی نه لرو..

  2. دا چې تخمینآ له یوي لسېزې را هیسې د احمدي صیب له اثارو سره بلد وم، دې ناببره مړینې یې د زړه له تله ودردولم،که څه هم ډېر ځله مې ورسره د نږدې کتلو هیله لرله، خو هماغه شان هیله پاتې شوه،د ده شهادت د پښتو او پښتنو له پاره ستره ضایع ده.
    خدای ج دي ورحمیږي د کرونا، ترافیکي واقعو، اسماني افتونو،وچکالۍ،لوږې تندېخارجي دښمنانو ،داخلي دښمنانو له چا چا سره وجنګیږو!
    یا ربه سوله راولي!!! اخر هم ستا بنده ګان خو یو!!!
    ستر څښتن تعالی دي مرحوم استاد ته جنتونه او د کورنۍ او والدینو او دوستانو ته صبر جمیل ورکړی.
    باغ د ګلو به سمسور یو موږ به نه یو د بلبلو به پرې شور وي موږ به نه یو. شاعر

  3. سلام
    والله مع الصابرین .
    انا لله وانا الیه راجعون
    داحمدی کورنی ته تسلیت وایم متوفی ته دې جنت اللفردوس په برخه شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب