Homeخبرونهافغان حکومت: اروپا دې په زور د افغانانو اېستل بند کړي

افغان حکومت: اروپا دې په زور د افغانانو اېستل بند کړي

تاند(یکشنبه، د سرطان ۲۰) افغان حکومت د اروپایي هېوادونو نه غوښتنه کړې، چې د راتلونکو دریو میاشتو لپاره دې د افغان کډوالو اجباري ایستل بند کړي.

افغان حکومت داسې مهال د دې اقدام غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او ناامني زیاته شوې.

د افغانستان د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې له یوې خوا د طالبانو د تشدد ډیروالي او له بلې خوا د کورونا ناروغۍ خلکو ته اقتصادي او ټولنیزې ستونزې پیدا کړي دي.

په اعلامیې کې راغلي،” د حکومت په پرېکړې کې ټینګار شوی چې کوربه هېوادونه دې د افغان کډوالو اجباري ایستل د دریو میاشتو لپاره بند کړي”.

یاد وزارت همدا راز زیاته کړې، چې د اروپا نه د افغان کډوالو راستنېدل د اندېښنې وړ دي.

د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۸ کال کې شاوخوا ۲.۵ میلیونه ثبت شويو افغانانو د هېواد نه بهر د کډوالۍ ژوند کاوه، چې په نړۍ کې دویم هېواد دی چې دومره ډیر وګړي یې کډوال دي.

اکثریت دا افغان کډوال په پاکستان، ایران او اروپایي هیوادونو کې ژوند کوي.

د اروپایي ټولنې د احصایې ادارې د معلوماتو له مخې تیر کال شاوخوا ۴۴۱۹۰ افغانانو په اروپایي هېوادونو کې د لومړي ځل لپاره د پناه غوښتنه کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...