شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeکلتورسینماعامر خان دویمه مېرمن هم تر ۱۶ کاله ګډ ژوند وروسته طلاق...

عامر خان دویمه مېرمن هم تر ۱۶ کاله ګډ ژوند وروسته طلاق کړه

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۱۶ مه ) د باليووډ سینما مخکښ اداکار عامر خان خپلې دویمې ښځې کرن راو ته هم تر ۱۶ کاله ګډ ژوند وروسته طلاق ورکړ.

هغه خپله لومړۍ مېرمن رینا دته هم د همدومره ګډ ژوند وروسته طلاق کړې وه.

نوموړي د دویمې مېرمنې کرن راو د طلاق خبره وړمه ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره کړې چې دې چارې یې مینووال حیران کړې دي.

د معلوماتو له مخې، عامر خان د لومړۍ مېرمنې رینا دته سره هم واده ۱۶ کاله دوام وکړ چې له هغه وروسته یې بیا دویم واده له کرن راو سره وکړ.

اوس یې د کرن راو سره د دویم واده هم په دسمبر کې ۱۶ کال پوره کېدونکي و، خو دواړو خپلې لارې بیلې کړې او عامر خان ورته طلاق ورکړ.

په راپورونو کې ویل کېږي چې عامر خان له رینا دته سره په ۱۹۸۶ کال کې واده کړی و او ۱۶ کاله وروسته یې بیا په ۲۰۰۲ کال کې طلاق ورکړ.

خان له لومړۍ مېرمنې رینا څخه دوه اولادونه لري چې زوی یې جنید او لور یې ایرا خان نومېږي.

عامر خان په ۲۰۰۱ کال کې له کرن راو سره ولیدل چې رینا دته د طلاق ورکولو وروسته د هغوی ترمنځ ملګرتیا اوږده او په مینه بدله شوه.

دوی دواړو د څلور کلنې ملګرتیا وروسته په ۲۰۰۵ کال کې واده وکړ.

هغه له دویمې مېرمنې کرن راو څخه هم یو اولاد لري، خو اوس دواړو د جدا کېدو خبر ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي خان په خپله یوه پخوانۍ ویډیو کې یې ویلي و چې د هغه په ژوند کې درې ښځې ډېرې مهمې دي چې د هغه مور، پخوانۍ مېرمن رینا دته او کرن راو پکې شامل دي.

د عامر خان د دویمې ښځې ته طلاق ورکولو وروسته دا مرکه یوې وېبپاڼې بیا ځلې خپره کړې ده چې لومړۍ مېرمنې رینا دته ته د طلاق ورکولو وروسته هغه له یوې رسنۍ سره کړې وه.

عامر خان په دغه مرکه کې وايي چې د ده او رینا د واده ۱۶ کاله وشو او کله چې یې واده کړی و، نو هغه وخت یې عمرونه ډېر کم و.

هغه زیاتوي، چې له رینا سره یې د ژوند د بېلتون پرېکړه ډېره سخته وه، ځکه د دوی رشته ډېره خاص وه او هغه یې زړه ته ډېره نږدې وه.

نوموړی وايي، رینا ته د طلاق ورکولو وروسته درې څلور کاله دی یواځې و، بیا یې له کرن راو سره ولیدل او له هغه وروسته یې ورسره واده وکړ.

هغه وايي، چې له رینا سره د طلاق پرته یې هم دواړه اولادونه د کرن راو او ازاد سره ډېر نږدې دي.

عامر خان په دغه مرکه کې دا هم وايي، چې د ده په ژوند کې درې ښځې ډېر اهمیت لري چې په هغې کې یې مور، پخوانۍ مېرمن یې رینا دته او کرن راو شامل دي او د دوی عکسونه تل ورسره په موبایل کې هم وي.

د عامر خان دې پرېکړې د هغه مینووال حیران کړي چې ولې یې دواړه ښځې تر ۱۶- ۱۶ کلن ګډ ژوند وروسته طلاقې کړې؛ خو خپله هغه تر اوسه په دې اړه بشپړ وضاحت نه دی ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب