جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهسويډن کمېټې د نا امنیو له امله په ځينو سیمو کې خپل...

سويډن کمېټې د نا امنیو له امله په ځينو سیمو کې خپل فعالیتونه درولي

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۱۶) سويډن کمېټه وایي د وروستیو نا امنیو له امله یې په ځینو ولسوالیو کې فعالیتونه درولي دي.

د یادې کمېټې مسوولانو رسنیو ته ویلي، چې د هېواد په ځينو ولسوالیو کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی او له همدې امله دوی هم خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

د دغه مرستندویه کمېټې د برنامو مسوول خالد فهیم زیاته کړې، چې دا پرېکړه یې د خپلو کارکوونکو د ساتنې لپاره کړې ده او همدا چې وضعیت ښه شي دوی به خپل فعالیتونه بیا پيل کړي.

نوموړي دا نه دي ویلي چې په ټوله کې یې څو مرکزونه او دفترونه تړلي خو په وینا یې، چې د بدخشان، سمنګان، جوزجان او تخار په ځینو ولسوالیو کې ارزونه پيل کړې او همدا چې وضعیت ښه شي بېرته به یې فعالیتونه پيل شي.

سویډن کمېټه په افغانستان کې یو مرستندویه کمېټه ده، چې تر ډېره په روغتیايي او تعلیمي برخو کې مرستې کوي.

دوی داسې مهال د په ځینو سیمو کې د دفترونو د تړل کېدو خبره کوی، چې د هېواد په ګڼو سیمو کې  اوس هم جګړه روانه ده او دمرګ ژوبلې راپورونه خپرېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب