جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د هندي سینما نوموتی اداکار دليپ کمار ومړ

د هندي سینما نوموتی اداکار دليپ کمار ومړ

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۱۶) د هندي سینما نوموتی اداکار دلیپ کمار چې اصلي نوم یې یوسف خان و د ۹۸ کلونو په عمر ومړ.

هندي رسنۍ وایي، نوموړی نن سهار د ممبی په  هندوجا روغتون مړ شوی دی.

د یاد روغتون ډاکټر جلیل پارکر چې، د کمار درملنه یې کوله هم د هغه مړینه منلې ده.

دلیپ کمار یا یوسف خان په ۱۹۲۲ کال کې د دسمبر په لومړۍ نېټه په پېښور کې زېږېدلی و،چې له هغه وروسته هند ته ولاړ.

هغه په ۱۹۴۴ کال کې هندي فلمونو ته مخه کړه او په ډېر لږ وخت کې یې ډېر شهرت ترلاسه کړ.

نوموړی د هندي سینما لومړنی اداکار وو، چې دغه سینما ته یې نوی نوم ورکړ، چې په اوس وخت کې د هغه فلمونه د هند کلاسیک فلمونه ګڼل کېږي.

هغه ته د هند حکومت له خوا سترې جایزې هم ورکړل شوې  دي.

دلیپ کمار په دې وروستیو کې د زیات عمر له امله د ډېرو ناروغیو سره مخ وو او څو ورځې وړاندې هم په روغتون کې بستر وو، چې نن یې د ۹۸ کلونو په عمر له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب