جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهتهران ته تللي طالب پلاوي له ایراني او افغان چارواکو سره وکتل

تهران ته تللي طالب پلاوي له ایراني او افغان چارواکو سره وکتل

تاند (چهارشنبه د سرطان ۱۶) له کابل یوه تللي پلاوي په ایران کې د طالبانو د قطر دفتر له غړو سره وکتل.

د طالبانو د نظامي چارو ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه پر خپل ټویټر د دغې لیدنې د عکسونو او ویډیويي کلېپ د خپرولو تر څنګ لیکلي چې د قطر دفتر پلاوی د شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ تهران ته تللی او د ایران له بهرنیو چارو  وزیر جواد ظریف او یو شمېر افغان سیاسيونو سره یې خبرې کړي دي.

له کابل په تللي پلاوي کې د سولې په چارو کې د ولسمشر غني ځانګړی استازی سلام رحیمي، د پخواني ولسمشر حامد کرزي لومړی مرستیال یونس قانوني او د کرزي د دفتر رییس کریم خرم شامل دي.

که څه هم د دې ناستې پوره جزیات تر اوسه نه دي ورکول شوي خو مجاهد زیاته کړې، «په دغه غونډه کې به د افغانستان ایران ترمنځ د مهاجرین او سرحدي مسائلو په اړه خبرې اترې او د افغانستان او سیمې په امن هم بحثونه کیږي.»

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محم دنعیم هم په یوه بیان کې چې نن چهارشنبه سهار خپور شو، ویلي د شېر محمدعباس ستانکزي په مشرۍ د دې ډلې یو پلاوی د ایران په رسمي بلنه په هغه هېواد کې دی.

نوموړي ایران ته د دې پلاوي د سفر دقیقه نېټه نه ده ښودلې، خو زیاته کړې یې ده چې پلاوی له ایراني چارواکو سره د اړوندو او دوه اړخیزو موضوعاتو د څېړلو په موخه دې هېواد ته تللی دی.

افغان چارواکو د ایران ته د طالبانو د پلاوي د سفر په هکله تراوسه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب