دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Homeخبرونهجرمني ۲۷ تنه نور افغان پنا غوښتونکي ډیپورټ کړل

جرمني ۲۷ تنه نور افغان پنا غوښتونکي ډیپورټ کړل

تاند (چهارشنبه د سرطان ۱۶) له جرمني ۲۷ تنه ایستل شوي افغانان نن چهارشنبه کابل ته راورسېدل.

راپورونه وايي د دغو افغانانو لپاره ځانګړې یا چارتر الوتکه سهار وخت د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې کېناسته.

د جرمني ډي پي اې خبري اژانس وايي، نننۍ الوتنه، له ۲۰۱۶ کال راهیسې له جرمني د اېستل شوېو افغانانو ۴۰مه الوتنه ده چې په ټوله کې ۱۱۰۴ افغان پناه غوښتونکي یې له دې هېواده افغانستان ته لېږدولي دي.

په وروستیو څو کلونو کې زرګونه افغانان د یوې ښې راتلونکې په تمه اروپايي هېوادونو ته ځي، خو په دې هېوادونو کې د کډوالو په قوانینو کې د نوېو محدودیتونو له کبله اکثر دا کسان نه منل کېږي او ډېری خپلو هېوادونو ته ډیپورت کېږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب