جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبان د بادغیس مرکز ته ننوتي؛ په قلعه نو کې سخته جګړه...

طالبان د بادغیس مرکز ته ننوتي؛ په قلعه نو کې سخته جګړه روانه ده

تاند (چهارشنبه د سرطان ۱۶) سیمه ییز سرچینو تایید کړې چې وسله والو طالبانو د بادغیس د ولسوالیو تر نیولو وروسته په مرکز قلعه نو برید کړی او ښار ته ننوتي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، دا مهال قلعه نو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده او طالبانو د ښار یو شمېر برخې نیولي دي.

سیمه ییزو چارواکو بیا ویلي چې د دې ولایت د ملي امنیت د امر خواجه مراد په ګډون له سلو زیات د امنیتي ځواکونو غړي له طالبانو سره یوځای شوي دي.

د بادغیس والي حسام الدین شمس هم تاییدوي، چې طالبان د ولایت مرکز ته ننوتي او ټولې ولسوالۍ لا له وړاندې د طالبانو لاس ته لوېدلې وې.

والي له مرکز څخه د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې، خو تر اوسه معلومه نه ده، چې د مرکز ځواب څه دی.

طالبانو هم ویلي چې د بادغیس مرکز ته ننوتي او څه باندې دوه سوه امنیتي ځواکونه له وسلو او مهماتو سره یو ځای ورته تسلیم شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب