تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۱۶) د ملي دفاع سرپرست وزیر بسم الله محمدي وايي، چې د جګړې شدت د درک وړ دی، خو ټینګار کوي چې دا لومړی ځل نه دی، چې افغانستان له یوه پېچلي پوځي پړاو څخه تېرېږي.
نوموړي زیاته کړې، افغانستان په یو حساس او برخلیک ټاکونکي نظامي پړاو کې قرار لري خو ډاډ ورکوي، چې افغان ملي اردو، ملي پولیس، د ملي امنیت ځواکونه او د خلکو پاڅونونه په ټول قوت او شته امکاناتو سره په هر ډول شرایطو کې له افغانستان او افغانانو څخه په کلکه دفاع کوي.
نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه خپل اوج ته رسېدلې او طالبان هره ورځ د ولسوالیو د نیولو ادعاوې خپروي.
تازه د بادغیس ولایت د سقوط اوازې خپرېږي خو حکومت دا اوازې بې اساسه بولي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په بادغیس ولایت کې یې د وسله والو طالبانو د بریدونو مخه نیولې ده.
له دغه وزارت څخه په خپره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغان سرتېري د خلکو له ځان او مال څخه ساتنه کوي او همدا اوس د بادغیس ولایت په مرکز کې ځای پر ځای شوي دي.
د یاد ولایت والي حسام الدین شمس هم وایي چې د ځانګړو سرتېرو له خوا د طالبانو د برید مخه نیول شوې او ګڼو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه د بادغیس ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې په ټولو سره به د طالبانو د بریدونو مخه ونیسي.
طالبانو بیا تر اوسه د دغه برید په تړاو څه نه دي ویلي.