سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهدیني عالمانو یو ځل بیا په افغانستان کې روانه جګړه افغان وژنه...

دیني عالمانو یو ځل بیا په افغانستان کې روانه جګړه افغان وژنه وبلله

تاند (چهارشنبه د سرطان ۱۶) افغان دیني عالمانو یو ځل بیا په افغانستان کې روانه جګړه پردۍ وبلله او هغه یې مسلمان او افغان وژنه یاده کړه.

د دغو دیني عالمانو چې شمېر یې سلګونو تنو ته رسېده نن چهارشنبه کابل کې د لویې جرګې د خیمې په تالار کې سره راټول شوي و، پر طالبانو یې غږ وکړ چې روانه جګړه ودروي او اوربند ته غاړه کېږدي.

په دې غونډه کې د کابل ولایت د دیني عالمانو د شورا رئیس عبدالقادر قانت وویل، د افغانستان او د نړۍ دیني عالمانو روانه جګړه فتنه بللې، نو باید چې سمدستي ودرول شي.

نوموړي په ټینګار سره وویل چې افغانان باید سره متحد شي او د دغه بغاوت او وحشت پر وړاندې ودرېږي.

دیني عالمانو وویل د جګړې له درېدو سره سم باید د سولې بین الافغان مذاکرات له شرط پرته په کور دننه پیل شي.

دوی وايي، د حکومت او طالبانو مذاکراتي پلاوي باید له مخکینیو شرطونو، کوم چې د سولې خبرې له خنډ او ځنډ سره مخامخ کوي تېر شي.

له دې وړاندې هم په وارـ وار په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې دیني عالمانو په افغانستان کې د روانې جګړې خلاف غږ پورته کړی او د سمدستي ودرېدوغوښتنه یې کړې ده.

همدارنګه د سعودي عربستان، مصر او د اندونیزیا هېوادونو دیني عالمانو او مفتیان، همداراز ځیني پاکستاني عالمانو هم د افغانستان جګړه ناروا بللې وه او د سمدستي درېدو غوښتنه یې کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب