Home+راشد خان د شل اوریزه لوبو لوبډلمشر وټاکل شو

راشد خان د شل اوریزه لوبو لوبډلمشر وټاکل شو

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۱۶) د افغانستان کرکټ بورډ راشد خان د ملي لوبډلې د شل اوریزه لوبو د لوبډلمشر او نجیب الله ځدراڼ د مرستیال لوبډلمشر په توګه وټاکل.

کرکټ بورډ وایي، راشد خان د کرکټ د نړۍ پېژندل شوی لوبغاړی دی چې د هغه تجربو او په تېرو کلونوکې د مشرولۍ وړتیا ته په کتو يې ټاکلی دی.

په ورته وخت کې راشدخان بیا په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: « زه په دې باور یم چې د یوې لوبډلې کپتان او مشر چې څومره ښه وي، لوبډله یې هم هماغومره ښه وي.‌ افغانستان او د افغانستان ویاړلي بیرغ ماته د راشد خان نوم رابخښلی دی. د شلو اوریزو لوبو لپاره د کپتان په توګه زما نوی مسئولیت دا دی چې د خپل هېواد او خپلې لوبډلې لپاره په یو بل ظرفیت کې خدمت وکړم.»

د یادونې وړ ده چې په راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام لوبو کې افغانستان د انګلستان، هندوستان او سویلي افریقا لوبډلو سره په (B) ګروپ کې ځای لري.

د دغه ګروپ دوه نورې لوبډلې به د نړیوال جام له لومړي پړاو لوبو وروسته دې ګروپ سره یوځای شي.

ټاکل شوې چې د شل اوریزه لوبو نړیوال جام به د روان کال په اکټوبر میاشت کې په عربي متحده اماراتو او عمان کې ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...