ګرانې! ځان غواړم دغه لیک تا ته لیکم، خو ستا له نازونو څخه به وشرمېږي.
ځان غواړم
هیڅ پروا نه کوي، مه راګوره!
ومې ځوروه!
تر هغه چې زړه دې راباندې ښه یخ شي خو یاد ساته!
بیا به دې هم تر هغه یادوم چې تر کومه مې په وجود کې ساه وي.
دا به وایم:
چې ګل دې له ښایسته شرمېږي، غوټي ستا دې خندا انداز چل زده کوي خو اجزه شي.
لمر ګلي لمر پسې مخ اړوي خو لمر بیا تا پسې مخ اړوي.
شرابیان ستا دې حسن نشې ته هیڅ شي!
خو…! مړ مړ کتل دې وژل کوي.
ځمکه دې قدمونو ته ښه راغلاست وایې.
هر وخت وایې: راشه، راشه، قدم واخله!
که ووایم ستورې ځلېږي خو دروغجن به شم ځکه ستا غوندې نه ځلېږي.
که څوک وایې ور سوځل کوي خو ستا له محبت نه زیات نه.
ستا د باڼو غشو داسې ګوزارونه دي، یو ځل که چا وخوړل ټول عمر به روغ نشي، هر ځلې به ستا دې غیشو څخه په خوب کې ډارېږي.
ښه نو…!
ته چې زلفې په مخ خورې ورې کړي او ورسره نرۍ مسکا وکړي دې نړۍ هر ښکلا رانه هیره شي، بیا بیا وایم!!!
تا غواړم، تا غواړم!
ځان غواړم، ځان غواړم!
…….
ځان غواړم، ځانته راورسېده!
زه نه پوهېږم، چې ته به ما وبښې او کنه! خو ډاډه یم، چې بښې مې، ځکه عشوق او معشوقه زیات وخت خپه وي، خو تل یو او بل بښي.
ډېر وبښه، ستا را رالېږلی لیک مې د خوشحالۍ څخه په اوښکو خوش کړ، خو ما چې خپلې ګرمې سینې پورې ونیو وچ شو.
زما ګرانه!
اخ څه ولیکم! ژوند، روح او که ساه درته ووایم، نه، نه، دا ټول مې ته یې، که ته نه یې دا هېڅ نشته.
تا ما ته لیک کې زما د ښایست صفت لیکلی و، خو زه وایم، زه ستا نازولې له دې ډېره ښایسته یم خو دغه ښایست مې له تا څخه اخیستی دی، نو ته څومره ښایسته یې! اندازه نشته!
هغه ورځ مې له خوشحاله ساه خوله ته راشي، چې ستا لیک راشي.
زه نه غواړم ډانس وکړم، خو ستا د خوښي یاد مې ډانسره کړي.
چا رانه پوښتنه وکړه، کله مړه کېږې، ما ورته وویل، کله مې معشوق مړ شي، یعنې تا … ځان، ژوند، ساه مې یادوم.
پوووهوو، تا ته څه احساس کوم، چې اوس تا ته لیک لیکم!؟ زه غواړم تا ته لیک ولیکم، خو ستا څېره په لیک کې رانه رسم شي، بیا دومره جرات نه لرم، ستا تصویر ړنګ او صفا کړم، ستا تصویرانو څخه مې اوس سینه ټکه شوه.
ما وبښه، الفاظ درته نه لرم، ځکه الفاظ ستا صفت نشي لیکلی، کنه ما غوښتل ستا صفت ولیکم، خو رښتیا ته صفت ته اړتیا نه لرې.
زه به څه غواړم!
توبه، توبه، خو تا غواړم.
ځان غواړم، ځان غواړم.
لیکوال: رحمت پټان