جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهد تصوف او عرفان ترمنځ ورته والي او توپیرونه

د تصوف او عرفان ترمنځ ورته والي او توپیرونه

لیکوال: سراج احمد حبیبي

د تصوف او عرفان ترمنځ د ورته والي او توپیرونو په اړه د پوهانو ترمنځ بېلابېل اندونه موجود دي، ځینې پوهان دواړې کلمې د یوه مفهوم لپاره کاروي او ځینې هغوی یې بیا پر اختلاف قایل دي.

د هغو پوهانو ترمنځ چې پر اختلاف یې قایل دي، هم یو نظر نه لیدل کېږي؛ ځینې تصوف د عرفان عملي برخه بولي او وایي چې تصوف د عرفان یوه پوړۍ ده، د دوی په اند:

“هر عارف صوفي دی او هر صوفي عارف نه دی”

خو ځینې پوهان بیا د دوی بر عکس نظر هم لري، هغوی ته بیا عرفان د تصوف یو منزل ښکاري، هغوی وایي چې کله د تصوف په لومړیو پوړیو کې صوفي ته د خدای تعالی عرفان حاصل شو، نو بیا په هغه شکل سره د خدای تعالی عبادت کوي، لکه څرنګه چې د هغه تبارک وتعالی له شان او شوکت سره ښايي. د هغوی په اند لومړی د یوې پدیدې شناخت حاصلېږي او بیا وروسته د هغې د حصول هڅې کېږي. یعنې حقیقي عرفان ته وروسته له عمل نه یو څوک رسېدای شي. هغوی د پورتنۍ مقولې چې هر عارف صوفي دی او هر صوفي عارف نه دی، آپوټه بڼه سمه ګڼي.

د لومړۍ ډلې پوهانو په اند عرفان کُل دی او تصوف د هغه یو جز. خو د دویمې ډلې پوهانو په اند تصوف کُل دی او عرفان د هغه یو جز.

په ټوله کې د صوفي او عارف دواړو موخه د الله سبحانه و تعالی وصال او پیوستون دی او دواړه د هغه تبارک وتعالی د وصال موندنې په لاره کې ریاضت او هڅې کوي.

صوفي په دې لاره د خپل پیر او مرشد د هغو تجربو او مشاهدو په رڼا کې چې له ده نه مخکې یې په دې لاره کې تر لاسه کړې وي ځان رسوي. خو عارف بیا پرته له کوم لارښود نه د خپلو شخصي هڅو او کوښښونو پر مټ غواړي چې د الله سبحانه وتعالی وصال ته غځېدلې لاره  ووهي .

د دې خبرې مطلب دا هم نه دی چې عارف هډو هیڅ استاد ته اړتیا نه لري، بلکې د هغه استاد یو داسې څوک وي چې دی له هغه سره مستقیمې اړیکې نه لري، او دی پر دې مکلف نه وي چې هر وخت به له همدغه یوه استاد څخه زده کړې کوي، بلکې هر هغه څوک چې د خدای تعالی وصال یې په نصیب شوی وي او یا یې په دې لاره کې ګام اوچت کړی وي، د یوه مبتدي عارف لارښود کېدلای شي، ځینې وخت خو داسې هم کېږي چې د بل لوی عارف له لیدلو او کتلو او د هغه سره له خبرو اترو کولو څخه پرته هم یوازې د هغه د افکارو او اثارو مطالعه هم یو څوک د خدای تعالی عرفان ته ورسوي؛ لکه د پښتو ادب پلار خوشحال خان خټک چې د رسول اللهﷺ ژوند او سیرت د الله سبحانه وتعالی عرفان ته رسولی دی. او وایي:

د خدای عرفان مې وشو په عرفان د محمدﷺ

پاک دی محمدﷺ پاک دی سبحانه د محمدﷺ

د عارف لپاره د هغه دغه لارښود یوازې د استاد حیثیت لري، نه د یوه پير او مرشد. یعنې کومه اړیکه چې له دې لارې د عارف او د هغه د استاد ترمنځ رامنځته کېږي، هغه عقیدوي اړیکه نه وي، بلکې یوازې د زده کړو او لارښوونو اړیکه وي، خو د صوفي او د هغه د پیر ترمنځ چې کومه اړیکه پیدا کېږي، هغه تر ډېره پر عقیده ولاړه وي، نه پر زده کړو او لارښوونو.

د عارف او صوفي ترمنځ بل توپیر دا دی چې عارف ځان د خدای تعالی د وصال د حصول په لاره کې د یوې ځانګړې طریقې او لارې پیرو نه بولي، خو صوفي بیا په دې لاره کې تل ځان د یوې مشخصې طریقې د اصولو په چوکاټ کې راګیر کړی وي.

د صوفي د همدغې مشخصې طریقې د اصولو پیروي او د مشخص پیر او مرشد تر لارښوونو لاندې د خدای تعالی په لور سیر او سلوک کول، کله کله د دې لامل هم کېږي، چې د صوفي په کړنو کې له شریعت څخه انحراف سترګکونه ووهي، ځکه صوفي نور پر دې مجبوره شي چې د خپلې طریقې ټول اصول او فرامین، که څه هم له شریعت سره مخالف وي، په پټو سترګو ومني او د خپل پیر او مرشد د عبادت تر کچې احترام وکړي.

پر همدې خاطر د پښتو او فارسي ادبیاتو په ډېری متونو کې صوفي ته په ښه سترګه نه دي کتل شوي، بلکې هغه یو ډول منزوي، له دنیا څخه بې زاره، ریاکار او مکار شخص ګڼل شوی دی؛ لکه خوشحال خان چې فرمایي:

صوفي لافې د سلوک کا هم دا لافې

سراسر ګڼه د ده بې منهاجي

دا تاراج لکه شیخان کاندي په مکر

افریدي نه دي داهسې تاراجي

او یا:

زاهدان شیخان و هر لوري ته ډېر دي

د خوشحال خټک پکار دي عارفان

د دې بحث د پایلې په توګه ویلای شو چې تصوف یوه زاهدانه لاره او طریقه ده، چې د اسلامي شریعت د سپېڅلو فرامینو په رڼا کې پکې د نفس پر تزکیې، له دنیا څخه پر بې زارۍ او د الله سبحانه وتعالی پر لور پر سیر و سلوک ټینګار کېږي. خو عرفان بیا د یوه فکري او فلسفي مکتب په توګه، په ټوله کې د واړو حقیقتونو او په ځانګړې توګه د حق سبحاته وتعالی د پېژندنې او شناخت لپاره یوه هڅه ده، هغه هم د فیلسوفانو او حکیمانو پرلارو نه، بلکې د اشراق، کشف او شهود پر لارو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب