جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+پښتانه لیکوال باید په خالیګاوو پسې وګرځي

پښتانه لیکوال باید په خالیګاوو پسې وګرځي

لیکوال: سراج احمد حبیبي

که یې څوک مني او کنه!

که پر چا ښه لګي او که بده! 

پښتو په علمي لحاظ لا تر اوسه خواره ژبه ده. 

د نړۍ د لویو او پرمختللو ژبو سیالي خو پر ځای پرېږدئ! د دغو لنډو ګاونډیو ژبو سیاله هم نه ده. ښه نو چې کیسه دغسې ده، موږ ته څه کول پکار دي!؟ 

ځواب واضح دی، موږ ته تر هر څه نه وړاندې دا ضرور ده، چې په خالیګاوو پسې یې وګرځو، د علم په کوم ډګر کې چې پکې کار نه وي شوی، په هماغه ډګر کې باید موږ او تاسې په لیکلو لاس پورې کړو. مثلاً: انترنیټ، مجلې، ورځپاڼې او کتابونه خو هر سړي لیدلي او لوستلي دي، په دې ټولو کې پر کومو موضوعاتو پکې لیکل ډېر شوي دي او پر کومو موضوعاتو نه دي پکې شوي!؟ 

پر هغو موضوعاتو چې لیکل نه دي پکې شوي، د هغوی لیکلو ته باید موږ او تاسې مټې را بډ وهو، که مو په هماغه برخه کې علم کم وي او د تخصص ساحه مو نه وي، مطالعه پکې وکړو او د همدې مطالعې له لارې ځانونه پکې ورسوو. که چېرته ځانونه نه شو پکې رسولی او هغه برخه بېخي ډېرې تخصصي پوهې ته اړتیا لري، بیا نو باید د هغو خلکو سره چې په اړونده څانګه کې تخصص لري، د لیکوالۍ په برخه کې مرسته وکړو. تر څو هغوی هم وکولای شي، چې د خپلې پوهې یو څه له نورو سره شریک کړي.

ځکه هیڅ یوه ژبه تر هغې پورې پرمختګ نه شي کولای او د نړۍ د نورو سیالو ژبو سیاله نه شي کېدای، چې تر څو د هغې په هره تخصصي برخه کې لیکل نه وي شوي او هر څانګوال یې په غني کولو کې  برخه نه وي اخیستې. 

د پښتنو تر ټولو لویه بدمرغي دا ده: چې دیني عالم، ډاکټر، انجینر، اقتصاد پوه، وترنر او نور د بېلابېلو مسلکونو خاوندان یې لیکوالي یوازې د ادبیاتو د متخصصینو کار ګڼي. همدا علت دی، چې په دې ټولو برخو کې نن ورځ موږ او تاسې لیکل کم لرو. دغې چارې نه یوازې زموږ او ستاسو ژبې ته زیان اړولی دی، بلکې خپله د همدغو مسلکونو د خاوندانو تخصصي ساحه یې هم له بې شمېره خنډونو سره مخامخ کړې ده. ځکه د دغو مسلکونو کسان یو له بل سره ډېرې کمې خپلې تجربې شریکوي، دا چې دوی خپلې تجربې یو له بل سره کمې شریکوي، پر همدې خاطر یې نويو او اپډیټ معلوماتو ته هم لاس رسی کم وي. 

همدا علت دی، چې د علم په هره برخه کې زموږ ډېر استناد او تکیه د پردیو پر نظریاتو او کتابونو وي، پردۍ کېدړه د خپل کور تر زمري نه ښه راته ایسي. ناروغان مو د یوې عادي ناروغۍ لپاره هند، پاکستان او ایران ته منډې وهي او دولت مو د خپلو داخلي شرکتونو پر ځای د بهرنیو هغوی سره قراردادونه لاسلیکوي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب