په دوحه کي د سولي پروسه اتلس مياشتي د بندو دروازو شاته د امريکا سره د امريکايې ګټو د تضمين په موخه په پټه مخته ولاړه، دا د افغان سولي پروسې لومړی پړاو و، په دوهم پړاو کي د افغان حکومت او جهادي ډلو سره د خبرو او معاملې مسئلې مخته پرتې وې. د تېرو شلو کلونو پر څوکيو ناستو جهاديانو په انفرادي ډول دومره غوغا جوړه کړې وه چي امريکا او متحدين يې پر قدرت باوري وه، کله چي د افغان حکومت او جهاديانو سره د خبرو او معاملو مسئلې رامخته سوې، طالبان او امريکا په اختلاف کي سوه، ځکه امريکا غوښتل چي طالبان بايد د افغان حکومت سره د يوه مشروع حاکميت له مخي خبري وکړي او د جهادي ډلو په ځانګړي ډول د شمال ټلوالي او هزاره مشرانو سره د قومي سهميو او د قدرت د وېش په اړه معامله وکړي، پدې مسئلې کي طالبان زيانمن کېدل، ځکه له يوې خوا به جمهوري حکومت د ارزښتنو او اساساتو لويه برخه اخيستله. له بلي خوا به قومي او جهادي مشرانو د قومونو برخي اخيستلای، طالبانو ته د راتلونکي حکومت يوه کمه برخه رسېدله، د طالبانو لومړی هڅه دا وه چي افغان حکومت له صحنې وباسي او يوازي د جهادي ډلو سره خبري وکړي، ځکه افغان حکومت ځواکمن و او جهادي ډلي کمزوري وې، په دې کي طالبانو ته زیاته ونډه رسېده، خو د امريکا او متحدينو لخوا يې دا هڅه شنډه سوه، افغان حکومت يې د سولي د معادلې مهمه برخه وګڼله، وروسته طالبانو دوهمه هڅه دا وکړه چي جهادي ډلي له صحنې څخه وباسي او يوازي د افغان حکومت سره د سولي خبري وکړي، خو امريکايانو او متحدينو يې جهاديان مهم قدرت بلئ او د منزوي کېدو لپاره شکمن وه.
طالبانو پر دې مسئلې مکث وکړ، د امريکايانو سره يې يو ځل بيا په خبرو او بحثونو پيل وکړ، طالبان مجبور کړل سول چي د افغان حکومت او جهادي ډلو دواړو سره به خبري کوي او پايلي ته به رسېږي، امريکایان د تېرو شلو کلونو په مليونر جهادیانو خطا وتلي وه، امريکايې چارواکو فکر کاوه چي که جهاديان د خپلواک هويت څخه د سولي په معادله کي بې برخې پاتي سي، مقاومت به رامنځته سي او یو ځل به بيا د جګړې اور تازه سي، خو طالبانو دا استدلال کاوه چي جهاديان ولسي قدرت نلري، دوی په خپلو شتمنيو بوخت دي، له همدې کبله يې د جهاديانو د نفوذ ساحې تر بريد لاندي راوستلې، تر څو امريکا ته په ثبوت ورسوي چي جهاديان مقاومت نسي کولای.
افغان حکومت چي په ملي اجماع بوخت و، د جهاديانو سره په جنجالونو اخته و، دوی زياتي ونډي غوښتلې او درانه شرايط يې درلوده، ددوی د غوښتنو څخه افغان حکومت هم تر پزي راغلی و، کله چي په شمال کي د جهاديانو د نفوذ تر ساحو لاندي طالبانو بریدونه پيل کړه، افغان حکومت له يوې خوا بېله جګړې کولو څخه ولسوالۍ ور وسپارلې او له بلي خوا يې همدا جهاديان وهڅول چي خپلو ولسواليو او ولايتونو ته ولاړ سي او د مقاومت جبهې جوړي کړي، زياترو يې د مقاومت څخه ډډه وکړه، ځينو يې اعتراف وکړ چي ولسي قدرت نلري، ځينو هڅه وکړه چي ولسي مقاومت رامنځته کړي، خو ولس يې تر شا ونه درېدی، ناکامه سول، حکومت هم امنيتي ځواکونه پدې معامله کي روغ وايستل، تر څو خپل بريد ته يې چمتو کړي.
د طالبانو د بريد ساحې زياتره شمالي ساحې وې، ځکه په ختيځ او سويل کي مخکي له مخکي جهاديان ازمايل سوي وه او امريکايان هم پوه سوي وه چي د دې سيمو جهاديان د مقاومت وړتيا نلري، خو په شمال کي دا مسئله لا سمه نه وه ازمايل سوې. په دې پړاو کي د طالبانو او افغان حکومت د ټارګيټ اشخاص يو وه، ياني د دواړو دښمنان يوه خاصه ډله وه، خو افغان حکومت له دې فرصت څخه ښه ګټه پورته کوي، ځکه د غرب فکر دا و چي امنيتي ځواکونه او د حکومت تر حاکميت لاندي ساحې د حکومت او جهاديانو لخوا په مشترک ډول ساتل کېږي، کله چي جهاديان له ساحې څخه وتښتېدل او ځيني يې بهر ته ولاړه، افغان حکومت امنيتي ځواکونه ور مخته کړل، ځيني ولسوالۍ يې بېرته ونيولې او ځيني يې هم تر عملياتو لاندي دي، پدې سره د افغان حکومت خپلواک قدرت ثابت کړ او د سولي د راتلونکي معادلې لپاره يې پوره چمتوالی ونيوی.
وروسته به څه کېږي؟
طالبانو او افغان حکومت دا په اثبات ورسول چي جهادي ميليونران د جګړې او مقاومت توانايې نلري، نو ځکه بايد د سولي د مذاکرې طرف ونه ګڼل سي، بلکي د بې ځواکه اشخاصو په توګه بايد وګڼل سي، افغان حکومت د خپل قدرت د اثبات لپاره طالبانو ته زياته مرګژوبله واړوله، تر څو د حاکميت اثبات وکړي. له بلي خوا د راتلونکي حالت لپاره د طالبانو طرحه ځکه نه بربنډېل چي د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د طرفينو پر سر نهايې توافق نه و سوی، اوس تازه طالبانو ويلي دي چي نور به د سولي خبري ګړندۍ کړي او خپله طرحه به وسپاري، پدې طرحه کي به د مذاکرې طرف په مستقيم ډول افغان حکومت وي، طالبانو او افغان حکومت په دواړو جهادي ډلې د صحنې څخه وويستلې او د مذاکرې واګي يې په خپلو لاسونو کي واخيستلې.