شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد جګړې شدت؛ یوناما وايي د سولې خبرو ته دې لومړیتوب ورکړل...

د جګړې شدت؛ یوناما وايي د سولې خبرو ته دې لومړیتوب ورکړل شي

تاند (سه شنبه د سرطان ۱۵) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازې دیبورا لاینز یو ځل بیا دوحې ته تللې او د سولې په اړه د طالبانو د قطر دفتر له غړیو سره غږېدلې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما د یوه بیان په خپرولو سره د دې سفر موخه د افغان سولې خبرو د بیا پیلېدو هڅه بللې ده.

په بیان کې راغلي چې مېرمن لاينز ددوشنبی په ورځ په دوحه کې د طالبانو له مذاکراتي پلاوي سره وکتل او د افغانستان په سوله کې يې د ملګرو ملتونو پر ملاتړ بحث وکړ.

نوموړې ټینګار کړی چې د سولې مذاکرات باید ریښتیني وي او د جګړې د پای ته رسيدو او افغانانو ته د هيلو د ور په برخه کولو د يوازینۍ لارې په توګه بايد لومړیتوب ورکړل شي.

دیبورا لاینز زیاته کړې، افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي او ښکېلې خواوې باید دا واقعیت ومني.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې داسې مهال دوحې ته تللې چې هلته له اوږدې مودې راهیسې د افغان سولې خبرې په ټپه ولاړې دي او د هېڅ پرمختګ خبر یې نه دی ورکول شوی.

بلې خوا طالبانو په دې وروستیو کې په ځانګړي ډول د افغانستان په شمالي ولایتونو کې جګړو ته زور ورکړی دی چې په پایله کې یې یو شمېر ولسوالۍ هم د دغې ډلې او افغان ځواکونو ترمنځ لاس په لاس شوي دي.

په همدې حال کې رویټرز خبري اژانس د طالبانو د نظامي چارو د ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله ویلي چې ډېر ژر به د سولې یوه لیکلې طرحه د افغانستان حکومت ته وسپاري.

په راپور کې راغلي چې دا طرحه به تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړه او افغان حکومت ته وسپارل شي.

مجاهد زیاته کړې د سولې خبرې به په راتلونکو څو ورځو کې ګړندۍ او یوه نوي پړا ته داخلې شي.

خو په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر دا خبر ردوي او وايي چې داسې کوم څه تر اوسه نشته.

که څه هم هره ورځ په افغانستان کې د جګړې د شدت راپورونه ورکول کېږي او داسې اندېښنې یې راولاړې کړي چې افغانستان به یو ځل بیا کورنیو جګړو ته ولاړ شي، خو افغان حکومت بیا ډاډ ورکوي چې افغانستان هېڅکله کورنۍ جګړې ته نه ځي او افغان ځواکونه کولای شي له خپلو خلکو او خاورې ساتنه وکړي.

افغان چارواکو په وار وار دا هم ویلي چې د سولې هر ډول خبرو ته تیاری لري، خو پر طالبانو او ملاتړو یې په ځانګړي ډول پاکستان نیوکه کوي چې د سولې د خبرو پرځای یې تاوتریخوالی زیات کړی او جګړه یې لومړیتوب دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب