شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد کورنیو چارو سرپرست وزیر د کندهار د امنیتي وضعیت ارزونه کوي

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د کندهار د امنیتي وضعیت ارزونه کوي

تاند ( سه شنبه، د سرطان ۱۵)  د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر عبدالستار میرزکوال د کندهار ولایت د امنیتي وضعیت او همدارنګه د ملي امنیتي ځواکونو د روانو عملیاتو د څرنګوالي د ارزونې په هدف یاد ولایت ته ولاړ.

د یاد وزارت ویاند طاریق ارین وایي، چې نوموړی به په دې سفر کې  د کندهار ولایت له نظامي او ملکي مسؤلانو، مشرانو او متنفذینو سره ناستې وکړي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر کندهار ولایت داسې مهال سفر کوي، چې په دې ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې زور سخت زور اخیستی.

تېره ورځ هم وسله والو طالبانو د کندهار د مانشین ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی وو.

تازه دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې د یادو لایت په ژېړۍ ولسوالۍ کې د ۸ طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي.

خو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب