جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهافغان چارواکي: بهر ته د زعفرانو د قاچاق د مخنیوي هڅې پیل...

افغان چارواکي: بهر ته د زعفرانو د قاچاق د مخنیوي هڅې پیل شوي

تاند (سه شنبه د سرطان ۱۵) د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې له دغه هېواد څخه د زعفرانو د قاچاق د مخنیوي هڅې پیل شوي دي.

د دغه وزارت په یوه بیان کې راغلي چې د ملي امنیت شورا، کورنیو چارو، ماليې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د زعفران کارانو د ملي ټولنې استازو ناسته کړې او ټینګار شوی چې د زعفرانو د قاچاق په مخنیوي کې رغنده ګامونه واخیستل شي.

د کرنې وزارت وايي، دم ګړۍ د زعفرانو د تولیداتو پر زیاتوالي کار کول، د پروسس مرکزونه جوړول او تجهیز، د کیفیت د کنټرول لابراتوار جوړول، د بزګرانو روزنه او یو شمېر نور کارونه په دې برخه کې ددې وزارت اساسي کارونه جوړوي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان زعفرانو په نړۍ کې مهم ځای خپل کړی او باید دغه ارزښت وساتل شي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکول شوي و چې د افغانستان زعفران نورو هېوادونو ته قاچاقېږي او هغه هېوادونو کې په خپل نوم پلورل کېږي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، افغانستان په ١٣٩٩م کال کې ٢١ مټریک ټنه زعفران تولید کړي و او ۲۶ میلیونه ډالر يې د دغه بوټي د تولید او پلور له پلوه ترلاسه کړي و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب