Homeروغتیاد زردالو د زړو ډېر خوراک مو روغتیا زیانمنوي

د زردالو د زړو ډېر خوراک مو روغتیا زیانمنوي

تاند ( سې شنبه، د سرطان ۱۵ مه ) زردالو چې د اوړي د موسم یوه خاصه تازه مېوه شمېرل کیږي ډیری خلک یې زړي هم په ډېر زوق او مینه خوري.

خو روغتیا پوهان خبر ورکوي چې د زردالو د زړو ډېر خوراک روغتیا ته زیان رسوي او خوراک سره یې باید احتیاط وشي.

د پوهانو په وینا، زردالو د اوړي موسم هغه مېوه ده چې بې شمېره روغتیایي ګټې لري.

خو د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې زردالو د نوې وینې په جوړولو کې مهم رول لوبوي او ډېر کسان د زردالو زړی هم ماتوي او په شوق سره یې خوري چې دا روغتیا ته زیان رسولی شي.

د زردالو زړی د بادامو په څېر خوند لري؛ خو د ماهرینو په وینا د دغه تازه مېوې زړی د ایمګډالن لرونکی وي چې بدن ته په تلو سره د سایناییډ زهرو شکل خپلوي او ډېر خوراک یې د مړینې سبب کېږي.

روغتیا پوهان زیاتوي چې له دې پرته د زردالو د زړي خوراک نورې ستونزې هم رامنځته کوي چې د سر ګرځېدل، زړه بدوالی، کانګې کول او شریانونو ته زیان رسول هم په دې نوملړ کې ځای لري.

خو د زردالو د زړو په اړه په عام ډول دا هم ویل کېږي چې دا د سرطان پر ناروغۍ د اخته کسانو لپاره ډېر ګټور وي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...