Home+افغان ښځينه فوټبال لوبډلې دوهمه ماتې هم وخوړه

افغان ښځينه فوټبال لوبډلې دوهمه ماتې هم وخوړه

تاند ( سه شنبه، د سرطان ۱۵) د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کم عمره لوبډلې خپله دوهمه لوبه تاجکستان ته بایلوده.

دا لوبه چې د تاجکستان په مرکز دوشنبې ښار کې ترسره شوه، په کې افغان لوبډلې له تاجکستان نه  ۲ د ۵ په مقابل کې ماتې وخوړه.

د فوټبال د مرکزي اسیا سیالیو پر دوام افغان لوبډله به خپله وروستۍ او درېیمه لوبه له ازبکستان سره ترسره کړي.

افغان لوبډلې له دې وړاندې له ایران څخه هم ماتې خوړلې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...