شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهاروپايي ټولنه، قحطۍ سره په مبارزه کې د افغانستان لاسنیوی کوي

اروپايي ټولنه، قحطۍ سره په مبارزه کې د افغانستان لاسنیوی کوي

تاند ( سه شنبه، د سرطان ۱۵) اروپايي ټولنې له قحطۍ سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره د ۳۰ ملیونه ډالرو مرسته اعلان کړې ده.

د یادې ټولنې ویاند بلاز اویواري په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې په افغانستان کې وچکالي مخ پر زیاتېدو ده او شاوخوا ۱۱ ملیونه افغانان د خوړو د خوندیتوب له کمښت سره مخ دي.

سرچینې ویلي، چې دوی له قحطۍ سره د مبارزې لپاره افغانستان ته ۳۰ ملیونه ډالر ورکوي څو د اړمنو خلکو لاسنیوی وشي.

دوی وایي په دې مرسته کې به  هغه ۳ ملیونه وګړو ته خواړه ورسېږي، چې د قحطۍ له امله د خوړو له کمښت سره مخ دي.

اروپايي ټولنې ویلي چې دوی به په بشري برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

یادې ټولنې داسې مهال د دغې مرستې اعلان وکړ، چې  اوسمهال په افغانستان کې روانو جګړو او وچکالۍ ګڼ افغانان ځپلي او دې مسئلې سختې اندېښنې پارولې دي.

عام افغانان هم له حکومت نه د مرستو غوښتنه کوي.

دوی وایي د جګړو سره سره وچکالي هم هغه ستر عامل دی، چې له ډېری خلکو یې مېنې واخیستې او اوس په سختو حالاتو کې ژوند لري.

د دوی په خبره که حکومت له اړمنو سره مرسته ونه کړي ښايي وضعیت تر دې هم بدتر شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب