شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهجرمني ۲۴۰۰ خپلو همکارو افغانانو ته وېزې ورکړي

جرمني ۲۴۰۰ خپلو همکارو افغانانو ته وېزې ورکړي

تاند ( سه شنبه، د سرطان ۱۵) د راپورونو له مخې جرمني په یوه ځانګړي پروګرام کې ۲۴۰۰ خپلو همکارو افغانانو ته وېزې ورکړې دي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند راینر برویل رسنیو ته ویلي چې په دې ډله کې د جرمني ځواکونو افغان همکاران، قراردادیان او د دوی د کورنۍ غړي شامل دي.

برويل ویلي چې دغه کسانو ته یې د یوه بېړني او ځانګړي اقدام په ترڅ کې وېزې ورکړې دي.

جرمني داسې مهال افغانانو ته ځانګړې وېزې ورکوي، چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې یې خپل ټول ځواکونه له افغانستان وویستل.

له دې سره هم مهاله د نورو هېوادونو افغان همکاران هم د خپل راتلونکي په اړه اندېښنه لري.

دوی وایي اوسنیو حالاتو کې د دوی ژوند له سختو ګواښونو سره مخ دی او باید د خوندیتوب غم یې وکړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب