شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهمحب: امریکا راتلونکې اونۍ افغان پوځ ته ۷ بلک هاک چورلکې ورکوي

محب: امریکا راتلونکې اونۍ افغان پوځ ته ۷ بلک هاک چورلکې ورکوي

تاند(سه شنبه، د سرطان ۱۵) د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي چې امریکا به راتلونکې اوونۍ اووه بلک هاک چورلکې افغان ځواکونو ته ورکړي.

نوموړي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې طالبانو یوه نا اعلان شوې جګړه پیل کړې ده او په خبره یې دغه ډله پر سوله او ډیپلوماسي باور نه لري.

نوموړي زیاته کړې چې افغانان د خپلو خلکو دفاع ته چمتو دي او که چېرته طالبان دا فکر کوي چې خلک به ورته تسلیم شي نو ستره تېروتنه کوي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام څرګنده کړې چې افغان ځواکونو په دې وروستیو کې ۱۴ ولسوالۍ بېرته له طالبانو څخه نیولې دي.

دی زیاتوي چې افغانستان کې یو شمېر ترهګري کړۍ فعالیتونه لري چې ګاونډي هېوادونه ورڅخه اندېښنه لري خو دا چې یادې ډلې کومې دي نوموړي په اړه ډېر جزیات ورنه کړل.

بلخوا طالبانو په دې وروستیو کې جګړو ته زور ورکړی دی چې په پایله کې یې تر سلو د ډېرو ولسوالیو د نیولو ادعا هم کوي.

په همدې حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې که څه هم دوی د جګړې په ډګر کې برلاسي دي خو ډېر ژر به د سولې یوه لیکلې طرحه افغان حکومت ته وسپاري.

نوموړي زیاته کړې چې دا طرحه به تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړه او افغان حکومت ته وسپاري.

1 COMMENT

  1. نه پوهېږم چې اوه یا اته چورلکې به په څه ډول د جګړې په ډګر کې د حکومت په ګټه بدلون راولي. خو په دې ټول ښه پوهېږو چې په تېرو شلو کلونو کې افغان حکومتونو د ټولنې په ګټه هېڅ کوم داسې قوي بنسټ لکه پوځي، استخباراتي، پولیسي، قضایي، کلتوري، اقتصادي، ښوونیز، کرنیز او یا داسې بل کوم بنسټ چې د اولس په ګټه ترېنه کار واخستل شي جوړ نکړ. خو له دې سترګې نه شو پټولای چې یو ډېر قوي بنسټ یې په افغان ټولنه کې جوړ کړ چې هغه د فساد، رشوت، چور، چپاول، غصب، هېواد پلورنې او د پردیو لپاره د جاسوسۍ بنسټ دی. اوس چې هر څه د لاسه په وتو دي، عام اولس ته عذر او زارۍ څه ګټه کوي او همدا شان یو څو چورلکې به دا رژیم وژغورلای شي او که نه. هیله ده چې مسئله په داسې توګه حل او فصل شي چې دا ځورېدلی اولس نور زیانمن نه شي. درناوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب