پوهاند محمدبشیردودیال
(دنفوسو د نړیوالی ورځې په مناسبت)
د جولای یوولسمه/دچنګاښ شلمه د نفوسو نړیواله ورځ ده. دغه ورځ د لومړی ځل لپاره په ۱۹۸۹م. کال کې دملګروملتونو(م.م.)دپرمختیا د پروګرام( UNDP) له خوا د ځمکې د اوسیدونکو وضعیت ته په کتنې او دنفوسودمسایلو مبرم ګڼلو(enhance awareness of population issues) په موخه په نښه او د۱۹۹۰کال د م.م. دعمومي اسامبلې د پریکړې له مخې یې لمانځنه هرکال کیږي. په دې مناسبت د دیموګرافی او د نفوسو د مطالعاتو (Demography & Population studies) پوهان او څیړونکی په دې برخه کې دخپلو علمی څیړنو نتایج نشروي، د نړۍ د اوسیدونکو وضعیت باندی رڼا اچول کیږی؛ په تیره بیا د غذایی خونیدتوب، چاپیریال، مهاجرتونو، ناروغۍ، ځانوژنې، ناوړه تغذیې، په هواکی د کاربن دای اکساید او نورو مضره ګازونو او په خاوره او اوبوکی د ګڼ شمیر مضره کیمیاوی توکو ګډیدلو، د روِغتیایی او پاکو اوبو قلت، ښوونه اووروزنه او داسې نورو مسایلو باندی خبرې کیږي، چې دنفوسو پرژوند او د هغوپرکیفیت سیده اغیز لري. م.م. په دې موخه له ۱۹۶۹م. کال را دیخوا د نفوس صندوق United Nations Population Fund (UNFPAهم رامنځته کړی دی.
نفوس یعنې څه؟ په یوه ټاکلی وخت کې،یوه ټاکلی وربوی کې د خلکو شمیر. په دې توګه د ولسوالۍ نفوس، دولایت نفوس او د هیواد له نفوس څخه خبرې کولای شو. خو نفوس سیاسی مفهوم لری. یعنی د یو دولت د درې نورو عناصرو(ټاکلوسیاسی سرحداتو، حاکمیت او استقلال) سره یو ځای د دولت حتمی څلورم عنصر دی. له دی پلوه د یو هیواد نفوس ټول هغه وګړي دي چې په یوه ټاکلی جغرافایی ساحه کې دټاکلو حقوقي اړیکو(ولسی پیوستون) په واسطه راټول او د یوه دایمی دولت تر مشری لاندې په ټاکلي سیاسی قلمرو کې په ګډه ژوند کوي.
افغانستان د ملګرو ملتونو د لومړنی غړی په توګه؛ دغه ورځ خپله رسمی کلیز کې لري او په کار ده چی په دې اړه د خپل هیواد د اوسیدونکو ځوروونکی حالت له نظره تیر کړو:
همدا اوس د نړۍ پر مخ ۷۹۰۰۰۰۰۰۰۰تنه ژوند کوی، یعنی د ۲۰۲۱کال له پیل څخه دنړی نفوس له اووه بیلیونو څخه واوښت ،تر ٢٠٢٥ کال پورې به ٨ بيليون ته ورسیږي . له شپیتمی میلادی لسیزی وروسته د روغتیایی خدماتو په ښه کیدوسره په اوسط ډول د ۱۹۶۰ و ۱۹۷۰ کلونو ترمنځ د نړۍ دنفوس کلنۍ وده په سلو کې له ۱٫٨ څه تر ۲٫۳ پورې ورسیده. په تدریج زیاترو هیوادو( په تیره بیا اروپا کی) د کورنۍ پلان په تطبیق طور اوسط د نفوسو کلنۍ وده تر ۲۰۱۱ پورې په سلو کې ۱٫۱ حدودو کې وساتله، خو ډیرو وروسته پاتې او پرمختیایی هیوادو کی دا عدد ۲،۷شاوخوا و. افغانستان هم په دې ډله کې راځي. دا دنفوسو یوه ګړندۍ وده ده. په ۱۳۹۹ل. کال کې د افغانستان نفوس ۳۲،۹ میلیون تنه تخمین شو چې په سلو کې ۵۱نارینه او پاتې ۴۹ یې ښځینه دي، اوس هم زیاتره نفوس کلیوالی ژوند لري. له بلې خوا دافغانستان دنفوس څیره د بل هرهیواد په پرتله ځوانه ده، دا ځکه چې تولدات زیات او ورسره یوځای له ۵۰کلنۍ څخه دپورته عمر مړینی ډیرې زیاتې دي. ممکن دافغانستان شپاړس میلیونه اوسیدونکی په دغه هیواد کې دمنل شوی قانونی ۱۸کلنۍ سن څخه کم عمر ولری او له ۶۵کلنۍ څخه پورته عمر(دتقاعدی سن) وګړی به صرف په سلو کې درې وي، خوعملاً دبیوزلۍ او مجبوریت له مخې دغه دواړه عمرونه په کار بوخت دي( دغه ارقام واقعی نه، بلکې تخمینی دي). دا په داسې حال کې چې دنفوس کیفیت په بدترین وضعیت کی دی. که دافغانستان تخمینی سنی هرم وګورو لاندې شکل به ولری:
کابل، بلخ، کندهار، ننګرهار، لوګر، هرات او هلمند ډیر نفوس لرونکی ولایات دی. په دی توګه دنفوسو تراکم ډیر غیر متجانس دی. د نفوس کثافت (density) په هره سیمه کی توپیر کوی. هیواد کی بیوزلی، جګړو او بهرنی او کورنۍ مهاجرت دنفوس وضعیت نور هم ډیر پریشانه کړی دی. په هیواد کی د نفوسو کلنۍ وده د ملی اقتصاد او ملی عاید د ودې په پرتله زیاته ده، یعنی هیواد ضعیف اقتصاد لري. دهیواد دطبیعی منابعو اټکل ډیر زیری بښونکی دی، کافی سیندونه، کرنیزی زمکې، کانونه، مساعداقلیم (سره له متنوع مایکروکلایمنټونو)، دلمر کافی وړانګې، جیواکونومیکی او جیوپولتیک ستراتيژیکی موقعیت او ډیر نور مساعد شرایط لري، خو د څلویښت کلنوتحمیلی جنګونو او بی کیفیته نفوس له امله اقتصاد بحرانی حالت کی او د ژوند ستندرد ډیر ټیټ، عمومی حالت بی ثباته او انسانی تلفات زیات دی. سیاسی مُدبر کادر نشته، حاکمیت په تنظیم شوی فساد کی ډوب او ناپوهی اوتعصبات د خپریدو په حال کی دي. په لوړو او حساسو پُستونو کی موجود کسان دنالایقی ترڅنګ دستنګر اوپه راز راز فسادونو ملوث او له مافیایی ډلو او یو شمیر یی بهرنیو استخباراتی حلقو سره تړلي دي. تجربه لرونکی او متخصص وګړی یا په فزیکی ډول له منځه تللی یا بهر ته مهاجر شوي دی یا بې اغیز اوبیواکه دي. د لوړو زده کړو او حرفوي تخصص کیفیت غیر قناعت بخش دی، نو ځکه د ملی او ماهر کادر د پوره کیدو چانس له منځه تللی دی.
داقتصاد له نظره نفوس د کار ځواک دی، د کمیت له پلوه دغه ځواک تر سترګو کیږی، خو د کیفیت له پلوه موثر او کارنده ندی. دغه دیموګرافیک انځور د هیواد بحرانی حالت ښکاره کوي. د اقتصاد له نظره نفوس په خپله کوم پرابلم ندی، بلکې د عاید توزیع، د نفوسو مهارت، ټولنیز او سیاسی ثبات، د منابعو لپاره پلان او مساوات مهم دي. همدا اوس په لویدیز کی یو وګړی د یو بیوزله آسیایی یا افریقایی هیواد د یو وګړی په پرتله ۱۸ځله مقوی غذا مصرفوی، په همدی ډول د انرژی مصرف او په چاپیریال کی یی د پښو پل هم توپیر سره لری. په افغانستان کی توقع کیدونکی منځنی عمر ۴۷ کاله دی، حال دا چی په نوره نړۍ (مثلاً امریکی کی) ۷۷کاله دی. په غربی هیوادو کی دلوړ عمر لرونکو لپاره د درملنی، تقاعد، هوساینځی، استراحت او دولتی سبسایدو لوړ امکانات مهیا دي.
په افغانستان کی تولدات زیات، خو د پوخ عمر مړینی ډیری زیاتی دی نوځکه زموږ د هیواد دنفوسو سنی هرم (population pyramid) د نورو هیوادو په شان ندی(دغه دوه وروستی شکلونه له لومړنی شکل سره مقایسه کړئ)، یعنی دنفوس څیره ځوانه ده. په واضح ډول ښکاری چې د افغانستان او نورو هیوادو دژوند په معيار کې غټ توپير ليدل کېږي. نن ورځ تعلیم، د انرژى مصرف، ښه خوارک /غذایی خوندیتوب، روغتیایی خدمات، د کور ډول(دکوټو شمیر)، د ورځنی ژوند وسایل(د کالیو مینځلو ماشین، یخچال، تلویزیون، عصر تشناب،مطبوعاتو ته لاسرسی، ….) د ژوند اساسی معیارونه دي. بیوزله نفوس د فقر په شیطانی دایره کی ګیر دی، پانګه، ښه روغتیا او تکنالوژی نلری،دانرژى دلاسته راوړلو لپاره منابع نه لري او نشي کولاى چې ډېر کار وکړي، نو ځکه یې عاید کم دی. د افغانستان د کارځواک دتعليم او ملی شعورله پلوه ډېر کمزوري دی، دوی زیات اولادونه یو ډول اقتصادی اتکا بولی ، آن دا چې زياتره ښځې بې تعليمه او په مالي لحاظ په مېړه او يا د کورنۍ په کوم غړي(مثلاً زامنو) باندی متکي وي. هغه ښځې چې خپل عايد ونه لري دوى دزياتو ماشومانو لرلو هیله لري ، ترڅو دماشومانو په واسطه يوه اندازه عايد تر لاسه کړي. نفوس د کار ځواک دی، دوی په تولید او د مولدې پانګې ایجاد کې مهم رول لري، خو دافغانستان نفوس ځینی وخت د نفاق او ټیټ شعور له امله آن د ملی پانګې، ملی موسساتو او ملی شتمنی د نابودی لامل ګرځی(مثلاً د بریښنا ریاست وایی چی پروان کی خلکو د بریښنا د پایو په نړولو یوه اونۍ کی ملی اقتصاد ته یو میلیون ډالره تاوان ورساو)، حال دا چی نورو هیوادو کوی نفوس د خپل رغنده کار او مالیاتو په ورکړه خپل ملی اقتصاداو ملی عاید ته همدومره ګټه رسوي. دغه ډول وروسته پاتی ټولنو کې نفوس د چاپیریال له منابعو ښه ګټه نشی اخیستلای، خو د ککړتیا لامل یی ګرځي، دوی په خپل ورځنی مصرف هم نه پوهیږی او عامه انتخاب ( public choice) کې هم استعداد نلری. نوګورو چې نفوس د ملی اقتصاد له پلوه بشپړ اصلاح ته ضرورت لری. په دې توګه د ملی مسایلو او اقتصاد تر څنګ؛ د چاپیرال ستونزه را پېښېږی. مثلاً دوی په ریسایکل کولو نه پوهیږی، اوس هم دوی ځنګلونه تبا کوی اوپه ښکار کولو سره د ژوند تنوع ته زیان اړوی، چې دا هم په غير فني ډول سرته رسېږي چې خپله دغه کار دطبيعت دتوازن دخرابوالي سبب کيږي ، ځکه چې وحشي ژوي دطبيعي ايکوسيستم يو جز دى او د دې کړۍ ماتېدل ټول طبيعت ګډوډوي. دنفوسو په زياتوالي سره خلک مجبور شوي چې دخپلو ضرورتونو داشباع په خاطر په طبيعت کې په افراطي ډول مداخله وکړي او د طبيعت دنظام دخرابوالي سبب وګرځي. چې په دې لړ کې طبيعي ايکوسيستم (څړځايونه او ځنګلونه ) دکښت او اوسیدو په خاطر تخريب او له امله یې زراعتی شتمنې خاورې له منځه تللي او زياتې ساحې يې په دښتو بدلې کړې دي. دنفوسو زیاتوالی د افغانستان دښارونو د نانډوله پراختیا لامل شو. دزمکی لاندی اوبو باندی زیات فشار راغلی اوهغه ککړې شوی، دښارونو هوا کثيفه ، ځنګلونه تخريب او څړ ځايونه محوه شول. دجګړو له امله د وسلو استعمال د اوږدې مودې لپاره وژونکى او تباه کوونکى یعنی د انسان او نورو مختلفو ژونديو موجوداتو دمرګ باعث شوي دي او غير ژوندى چاپېريال يې داسې تخريب کړى دى چې بېرته جبران يې زموږ له توان څخه وتلى او ناممکن ښکاري. ، یومثال یی د ننګرهار چپرهار او هلمند کې ددغه ډول درنو وسلو استعمال و، چې په نتيجه کې دسیمې ځمکه او په ميلونونو ټنه خاورې تخريب شوي دي. دلته ددغو ستونزو په تحلیل کې؛ يواځې دنفوسو اندازه مهم فکتور نه ګڼل کيږي ، بلکې دنفوسو شمېر په في واحد ځمکه کې(دنفوسو کثافت) هم یو فکتور دی. دجګړو له امله کلیوالی سیمو څخه زیات شمیر نفوس ښارونو ته را کډه شول. دغه عامل دنفوس یو بی تناسبه کثافت رامنځته کړ، يانې که چيري يو ميلیون وګړي په يوه پراخه ساحه کې ميشت وي دهغوى تاثيرات په منابعو باندې نسبت هغه يو ميلیون وګړو ته چې په يوه کوچنۍ ساحه کې ميشت وي کم دی. ممکن یو څوک فکر وکړی چې یواځنی لار د نفوسو کنترول دی، خو دنفوسو کنترول نه شي کولاى چې دغه مشکلات حل کړي، بلکې دنفوسو تعلیم او د تفکر، کار او فعالیت کيفيت ښه او اصلاح کول ضرور دی. وروسته تر ۱۳۸۱ ګڼ شمیر مهاجر هیواد ته راستانه شول، ورسره څه ناڅه دبهرنیومرستو له امله روغتیایی خدمات ښه اود مور او ماشوم صحت ډاډمن شو، چی ورسره یوځای دنفوسو په وده کې ډیر ګړندیوالی راغی، خو د یوه بی کفایته او فاسد حاکمیت له امله د نفوسو میشت کولو(settlement) او د زمکو پالیسی ته توجه ونشوه، په نتیجه کی ډیرې زراعتی زمکې درهایشی، صنعتی، تجارتی او خدماتی استعمال لاندې راغلی، خو بالمقابل غیر زراعتی ساحه بی استعماله پاتی شوه. man-land ratioاصلاً څوک پیژني نه. همدا وخت زیات شمیر پخوانۍ دولتی تصدۍ یا لیلام یا چورشوی، د زمکی مافیا د کوچنیو کروندګرو ملیکتونه ونیول، له بلې خوا د زراعتی محصولاتو واردیدو اود هیواد دننه د بزګرانو حمایت ته توجه ونشوه، مخلانه او مضرانه ډمپنګ داخلی مولدین ماتې سره مخامخ اوزورواکو هم په بیلابیلو بڼو کوچنی زمینداران مجبور کړل چی خپلی کروندې دوی ته ورپریږدي یا یې ورباندې وپلوری، زورواکو په دغو کروندو بلندمنزلونه اباد کړل. ددغی یو بل سره پیوستی او دوامداری منفی پروسې له امله زیات شمیر زراعتی زمکی له لاسه ووتې اوس افغانستان د arable land له قحط سره مخ دی، حال داچې که مدبره ادره او سنجول شوی پالیسی موجوده وای، حالت باید د دی برعکس او په زړه پورې وای.
په دې توګه د تولید لرونکی کار ځواک او یوبل مهم عامل (یعنی زمکه) چې یو بل سره تړلي، دواړه له لاسه ووتل. اوس د افغانستان دنفوسو څیره، د دوی اسکان، د کارځواک په توکه د دوی مولدیت، د خپل منځی تعاملاتو او روابطو او ډیرو نورو اړخونو څخه زیاتې ستونزې لري. باردوش نفوس لکه معیوبین (دباردوش د نورومثالونو یادول یوڅه خطر جوړوی نو ځکه یی له لیکلو تیریږیو) یوبل باردی چی زموږ اقتصادیی ځپلی دی، د اقتصاداً ډیر فعال او موثر نفوس د ژوند کړکیچ (لکه کوچیان چی ددوی مالداری زموږ د اقتصاد د ملاتیر جوړاو خو د تعصباتو له امله یې ژوندۍ او نا ژوندۍ پانګه او شتمني لاسي له منځه یووړل شوه) سره مخامخ شو، د اجناسو د تولید او مادی نعماتو د زیاتوالی پر ځای دغولوونکو تشبثاتو زیاتیدل(لکه دستفروشان) یو بل منفی عامل دی، د مارکیټ د نیمګړی طرز له امله د میانجی غیر قانونی فعالیت هم پر کار ځواک او هم په اقتصاد منفی اغیز لري. هغه ځوانان چې په روزنه یې ډیر لګښت شوی او اوس ورڅخه د کار تمه کیږي، بهر ته د تېښتې په لټه کې دی. غیررسمی اقتصاد، تور او جُرمی اقتصاد د افغانی ټولنی یوه معموله برخه ګرځیدلی چې د نفوس په ایجادونکی ظرفیت او ملی عاید یې منفی اغیزه غورځولی ده.
په دې توګه افغانستان د نورو ستونزو ترڅنګ، دخپلو نفوسو برخه کې هم ستونزی لري. نوره نړۍ د خپل نفوس د سواد دسلنې لوړولو، اسکان، عامه روزنی او روغتیا، حرفوی مهارتونو، دنفوسو جغرافیایی ویش او نورو مواردو کی د سنجول شویو برنامو له مخې کار کوي، خو افغانستان کی لا اوس هم دسوادلرونکو سلنه پنځوسو ته نده رسیدلی.
دنفوسو مسئله یو لوی بحث دی، ډیر اړخونه لري او دغه موضوع د دیموګرافی او دنفوسو د مطالعاتو په څانګه کې لوی ځای لري. نفوس د یو هیواد پر اقتصاد، سیاست، پرمختګ، نړیوال دریځ او ډیرو کیفی او کمی شاخصونو اغیز لري، بالمقابل د هیوادونو اقتصاد، سیاست، اداره او نور خصوصیات پرنفوس اغیز لري.
م.م. د نفوسود مسایلو اهمیت اومبرمیت(urgency and importance of population issues) خپله آجندا کې شامل کړی دی. لومړی هدف یې؛ انسان، انسانی حقوق، دانسان درناوی او دانسان یا بشر مصئون او آبرومند ژوند دی. نورو هیوادو دخپلو نفوسو په برخه کې علماً تنظیم شوی پالیسیګانې تر کارلاندې نیولي دی، موږ دلته صرف هغو ستونزو ته اشاره وکړه چی نور هیوادونه ورسره مخامخ ندي، بلکې دا صرف زموږ ستونزې دي چې زیاتره ناامني او جګړې سره تړلي دي.
د دغو ټولو ستونزو د حل لپاره لومړنی ضرورت سوله او امنیت او دوهم ضرورت یومُدبر ملي حکومت دی. امید دی چی افغانان دغو دوو ارمانونو ته ورسیږي.