جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورسینماپریانکا چوپړا د انسټاګرام په یو پوسټ ۳۰ میلیونه روپۍ اخلي

پریانکا چوپړا د انسټاګرام په یو پوسټ ۳۰ میلیونه روپۍ اخلي

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۱۴ مه)  د بالیووډ سینما پیاوړې اداکاره پریانکا چوپړا چې په انستاګرام کې هم میلیونونه مینووال لري په یو پوست تر ۳۰ میلیونو هندۍ کلدارې اخلي.

د راپورونو له مخې هغه د انسټاګرام په یو پوسټ د ډېرو پېسو اخیستلو په لړ کې په ۲۷م مقام راغلې ده او په تازه لیسټ کې ویل شوي چې چوپړا په خپل انسټاګرام اکاونټ کې د یو پوسټ په بدل کې ۳۰ میلیونه هندی روپۍ اخلي.

اداکاره پریانکا چوپړا د هندوستان له هغو مخکښو اداکارنو ده چې د انسټاګرام په ریچ لیسټ کې یې ځای جوړ کړی دی.

په انستاګرام کاریال کې بیا دویم هندی شخصیت ویراټ کوهلي دی چې په دغه ریچ لیسټ کې په ۱۹م مقام کې دی.

پریانکا چوپړا چې په انسټاګرام کې ۶۴ میلیونه فالورز لري، د اعلان یا پوسټ په بدل کې ۴۰۳ زره امریکايي ډالر اخلي.

دا لیسټ چې هر کال خپرېږي، د نړۍ هغه مشهور خلک پکې راځي چې په انسټاګرام کې د ډېرو پېسو په بدل کې پوسټونه کوي.

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي هم په دغه لیست کې ځای لري چې هغه د ۵۰ میلیونه روپيو په بدل کې ۱ پوسټ کوي.

همدا راز مشهور فوټبالر کرسټیانو رونالډو بیا په دې لیسټ کې لومړی مقام خپل کړی دی او هغه د انسټاګرام د ۱ پوسټ په بدل کې ۱۱۰ میلیونه هندي روپۍ اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب