جمعه, مې 3, 2024
Home+قاضی نذر الاسلام 1898-1976 / نورمحمد سعيد

قاضی نذر الاسلام 1898-1976 / نورمحمد سعيد

قاضي نذرالاسلام د بنګله دېش د هېواد ملي شاعر بلل كيږي. د انقلابي باغي شاعر په توګه هم ياديږي. نوموړى د شعر تر څنګ په موسيقۍ هم ښه پوهيده او فيلسوف هم و. په هندوستان باندې د انګريزي واكمنۍ پر مهال يي د خپل هېواد، چې هاغه وخت د هندوستان يوه برخه و، خپلواكۍ تر لاسه كولو لپاره لمسوونكي نظمونه وليكل.

ويل كيږي، چې له همدې امله هغو هندي مسلمانانو، چې په بنګله ژبه پوهيدل قاضي نذرالاسلام ته د يوه قومي مشر په سترګه كتل. قاضي نذرالاسلام دومره پريمانه او هر اړخيزه شاعري كړې ده، چې كره كتونكي هم حيران شي، چې په كوم اړخ يي خبرې وكړي او يا دا، چې په ټول كې د ده شاعري څه ډول شاعري وبولي.

كه څه هم د ده د ژوند ډېره برخه په داسې وخت كې تېره شوه، چې ښې ورځې پكې د ګوتو په شمېر هم نه وي، خو نذرل بيا هم ټول عمر د جبر په وړاندې د غرۀ په څېر كلك ولاړ و. د خپل همدې لوړ فكر له امله يې د بنګله ديشيانو په زړونو او خيالونو كې اوس هم ياد پاتې دى.

نذر الاسلام په ۱۸۹۸ م ز كال د مئ په پنځه وېشتمه د هاغه وخت د متحده هندوستان د بنګال ايالت د قاضيانو په يوه كورنۍ كې پيدا شو او دا چې سيلاني طبيعته و او ډېره خوږه حنجره يي هم درلوده، نو د كوچيانو سندرغاړو په يوه ډله كې شامل شو.

له خپل پلار څخه يي فارسي زده كړه او په ښوونځي كې يي سنسكرت ولوست. له منځنيو زده كړو وروسته يي له بدې ورځې په نانبايي كې مزدوري پيل كړه او بيا وروسته په پوځ كې شامل شو. له دې سره تر څنګ يي د سندرو ويلو شوق كاوه او شاعري يي هم كوله.

دهغه وخت په كلكته كې، چې اوس كولكته نوميږي، يې لومړي نظمونه چاپ شوو. له هغه وروسته ډېر مشهور شو، چې د هغه وخت د انګريزو نيواكګرو واكمنو په ضد يي يو نظم وليكۀ او چاپ شو. له دې وروسته د بنګله ژبي د ياغي شاعر په توګه وپېژندل شو.

يوه خوا يي د واكمنو په ضد د ياغيتوب چيغه پورته كړه، نو بله خوايي په دوديزو كالبونو كې د شعر ويلو په ځاى د اظهار نوې لارې چارې هم پيدا كړې. نذرالاسلام ثابته كړه، چې د هنر په ټولو لارو كې له خپلو سيالانو مخكې دى.

داسې پاروونكې سندرې يي وويلي، چې بې شمېره خلك يې د خپلواكۍ جګړې ته چمتو كړل. قاضي نذرالاسلام خپل هنر ته ډېر ژمن سړى و، د خپل عمر شپه او ورځ يي هنر ته يوه كړه، دېرش جلده كتابونه يي وليكل، چې ځينې يي د وخت نيواكګر حكومت ضبط كړل.

قاضي نذرلاسلام خپلو څلور زره سندرو ته طرزونه هم پخپله جوړ كړل. قاضي نذرالاسلام د ۱۹۷۶ م ز كال د اګست په ۲۹ مه ورځ د بنګلادېش په مركز ډاكه كې ومړ. دا وخت يې هېواد له پاكستان څخه بيل شوى و او د بنګله ديش په نوم يو مستقل هېواد و، چې قاضي نذرالاسلام يې په مركز ډهاكې كې خاورو ته وسپارل شو.

د همدې ښار نذرل انسټېټيوټ يي شاعرې موسيقې او نور هنري كارونو په خپرولو كې مهم رول ولوباوه. (بنګله اكاډمۍ) بيا په ۱۹۹۹ م ز كال د نوموړي شاعر ټول اثار په يوه ټولګه كې راټول او چاپ كړل.

د بنګله ديش خلك او حكومت هر كال په رسمي توګه د خپل هېواد د ملي شاعر كليزه د ده د خپلوانو او بې شمېره مينه والو په ګډون نمانځي. د نذرل د شعرونو ډېره برخه عشق، د خپلواكې غوښتنې انقلابي جذبې اظهار او دبې عدالتۍ په ضد غږ پورته كولو ته ځانګړې شوي ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب