سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeخبرونهطالبان: که بهرنیان خپل حضور ته ادامه ورکوي پر وړاندې یې جګړه...

طالبان: که بهرنیان خپل حضور ته ادامه ورکوي پر وړاندې یې جګړه کوو

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۱۴ مه)  وسله والو طالبانو یو ځل بیا له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو پر وتلو ټینګار کړی او ویلي دي چې باید ټول بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي.

د دغې ډلې یوه ویاند او د قطر دفتر غړي سهیل شاهین ویلي چې دوی په افغانستان کې د هېڅ بهرني نظامي حضور نه مني او د دیپلوماتیکو اداراتو له غړو او ملکي بهرنیانو سره هېڅ راز ستونزه نه لري.

هغه د وروستیو جګړو په اړه ویلي چې دوی د زور له لارې واک ته رسېدل نه غواړي خو د بهرنیانو حضور هم ورته د منلو نه دی.

نوموړي د بهرنیو ځواکونو د حضور د دوام په صورت کې د جګړو د پراختیا خبرداری هم ورکړی دی.

سهیل شاهین داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې طالبانو په بېلو ولایتونو کې خپل بریدونه ډېر کړي دي او هڅه کوي د خپل نفوذ سیمې پراخې کړي.

خو افغان حکومت بیا وایي چې د ولسوالیو سقوط او د سیمو نیول موقتي دي او بېرته یې له طالبانو نیسي.

که څه هم وسله وال طالبان له افغانستان د بهرنیو پوځیانو پر وتلو ټینګار او پر وړاندې یې د جګړو خبرداری ورکوي ورسره هم مهاله برېتانیا ویلي ښايي ځینې ځانګړي ځواکونه یې په افغانستان کې پاتې شي.

تېره ورځ د برېتانیا ټول سرتېري له افغانستان ووتل، خو ددغه پوځ یوه لوړپوړي غړي برېتانوي رسنیو ته ویلي چې ځينې ځانګړي ځواکونه به یې په افغانستان کې پاتې کېږي.

ددغه پوځي چارواکي په خبره د سرتېرو له پاتې کېدو یې موخه د ترهګرو ډلو د فعالیتونو څارل او افغان ځواکونو ته د مشورې ورکول دي.

سرچینې ویلي په افغانستان کې وېره ډېره شوې ده، ځکه طالبانو یوازې له بهرنیانو سره سوله کړې ده او له جګړو یې ښکاري چې له افغان حکومت سره سولې ته نه دي تیار.

دغه پوځي نه ده روښانه کړې چې سرتېري څومره دي او تر کومې نېټې به په افغانستان کې وي خو وايي چې د سرتېرو د حضور د مودې په اړه به برېتانوي امنیتي ادارې پرېکړه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب