دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهامریکا طالبانو ته؛ د خبرو مېز ته راشئ، نړۍ په زور سره...

امریکا طالبانو ته؛ د خبرو مېز ته راشئ، نړۍ په زور سره ستاسو واک ته رسېدل نه مني

تاند (چهارشنبه د سرطان ۹) امریکا یو ځل بیا په افغانستان کې پر روان وضعیت په ځانګړې توګه د ملکي وګړو د تلفاتو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې او په طالبانو یې غږ کړی چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د سولې د مذاکراتو مېز ته حاضر شي.

په کابل کې د امریکا شارژدافیر راس ویلسن نن چهارشنبه پر خپل ټویټر لیکلي: “لکه څنګه چې موږ په افغانستان کې د رسنیو رپوټونه او د طالبانو د بریدونو او د ملکیانو د هدفي وژنو په اړه د لومړي لاس معلومات ګورو نو په طالبانو غږ کوو چې روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي او بېرته د خبرو مېز ته راوګرځي”.

ښاغلي ویلسن دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند نډ پرایس څرګندونو ته په اشارې چې د روانې جون میاشتې په ۲۲مه یې کړي ویلي دي چې نړۍ به په افغانستان کې په زوره د یو تحمیلي حکومت راتلل ونه مني.

کابل کې د امریکا شارژدافیر داسې مهال په طالبانو د تاوتریخوالي د کمېدو غږ کړی چې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې جګړه مخ په زیاتېدو ده او هره ورځ د ولسي خلکو په ګډون د جګړې دواړو لوریو ته درنه مرګ ژوبله اړوي.

د همدې جګړې له امله د افغانستان په شمالي ولایتونو کې ګڼ شمېر ولسوالۍ د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ لاس په لاس شوي هم دي.

په افغانستان کې داسې مهال د جګړو د شدت راپورونه ورکول کېږي چې په قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې له څو میاشتو راهیسې په ټپه ولاړې دي او دواړه خواوې په دغو مذاکراتو کې د خنډ ملامتي په یو او بل وراچوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب