جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهعبدالله: جګړه د ښارونو دروازو ته رارسېدلې، نور چوپ نه پاتې کېږو

عبدالله: جګړه د ښارونو دروازو ته رارسېدلې، نور چوپ نه پاتې کېږو

تاند (چهارشنبه د سرطان ۹) د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي چې جګړې د ښارونو تر دروازو رسېدلي دي، د خلکو سر او مال په خطر کې دی او په داسې وضعیت کې چوپ پاتې کېدل لازم نه دي.

عبدالله عبدالله دغه خبرې د ولسمشر غني په مشرۍ د دغې شورا په شپږمه ناسته کې چې په ارګ کې ترسره شوه وکړې.

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر وویل چې د افغان دولت د سولې غوښتنه په ټول قوت سره پر خپل ځای ده او د حکومت مذاکراتي پلاوی په دوحه کې حضور لري، خو پر ځای د دې چې طالبان له وخت څخه ګټه واخلي او د خبرو مېز ته حاضر شي جګړو ته یې زور وکړی دی.

عبدالله زیاته کړه خلکو سولې ته د طالبانو پر اراده شک درلود، خو د جګړې پر ډېرېدو دا شکونه لا ډېر شوي دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې سوله یو دوه اړخیز تعامل دی، یو طرفه نه کېږي، طالبان هم باید سولې ته خپله واقعي اراده څرګنده کړي.

د عبدالله په خبره جګړه د حل لار نه ده خو د دې وضعیت پر وړاندې چوپ پاتې کېدل هم جفا ده.

هغه یو ځل بیا په ټینګار سره وویل چې طالبان دې دا فکر نه کوي چې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته کولی شي په زور واک ته ورسېږي، محاسبه یې غلطه ده، هغوی دې په یاد ولري چې هیڅوک به هم اجازه ورنه کړي او له شک پرته چې دوامداره جګړه به ونښلي.

عبدالله عبدالله زیاته کړه د جمهوریت په صف کې د رقابت لپاره سالمه فضا وجود لري، ممکن اختلافات هم وي، خو په وینا یې کله چې د هېواد د بقا خبره مطرح وي ټول افغان مشران سره متحد دي او هېچاته به اجازه ورنکړي چې د ورانکارۍ هڅه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب