دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد ناټو ګڼو هیوادونو له افغانستانه خپل ټول پوځیان ایستلي

د ناټو ګڼو هیوادونو له افغانستانه خپل ټول پوځیان ایستلي

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۹) جرمني او ایټالیا د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې خپل ماموریتونه پای ته رسېدلي اعلان کړل او له شلو کلونو وروسته یې خپل ټول ځواکونه له دې هیواده په کامل ډول وایستل.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، داسې ښکاري چې ګڼو اروپايي هیوادونو خپل پوځیان ایستلي او په داسې حال کې چې امریکا هم خپل وروستي ځواکونه باسي، لوېدیځ له شلو کلونو وروسته په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته رسوي.

ناټو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي چې څومره هیوادونه لا هم په غوڅ ملاتړ ماموریت کې لري.

نن ـچهارشنبه) درې ترانسپورتي الوتکې د جرمني د شمال په ونستروف هوايي اډه کې کښېنستي.

په افغانستان کې د جرمني پوځیانو وروستي قوماندان بریدجنرال انسګار مییر (Ansgar Meyer) وویل «موږ د اوږدې مودې لپاره سخت کار وکړ. تاسو ته ویلی شم؛ ماموریت بشپړ شو. تاسو خپل مسوولیت سرته ورساوه. د غوڅ ملاتړ ماموریت بریالی پای ته ورسېد او زموږ ځواکونه راستانه شول.»

ایټالیا هم، چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو ماموریت پای ته رسېدلی اعلان کړی، د وروستیو سرتېرو الوتکه یې د سې شنبې په ورځ د پیزا په پوځي اډه کې کښېناسته.

روم نن (چهارشنبه) اعلان وکړ چې ځواکونو یې په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې خپل نژدې شل کلن ماموریت پای ته ورساوه.

د ناټو غړیو هیوادونو په اپریل کې موافقه وکړه چې له افغانستانه به خپل ټول ۹ زره ۶۰۰ سرتېري باسي.

نن جرمني او چک جمهوریتونو هم اعلان وکړ چې له افغانستانه یې خپل وروستني پوځیان ایستلي دي.

د ایټالیا د دفاع وزارت له معلوماتو سره سم، په تېرو شلو کلونو کې ۵۰ زره ایټالیايي پوځیان افغانستان ته تللي دي.

د افغانستان د ماموریت په ترڅ کې ۵۳ ایټالیايي پوځیان وژل شوي او ۷۲۳ نور ژوبل شوي دي.

د شمېر له پلوه ایټالیا په غوڅ ملاتړ ماموریت کې له امریکا، جرمني، ترکیې او بریتانیا وروسته ډېر پوځیان لرل.

چک جمهوریت، چې مشران یې په افغانستان کې د ناټو ماموریت له پای ته رسېدو سره موافق نه وو، نن وویل چې درست ځواکونه یې خپل هیواد ته راګرځې دلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب