جګړه یا حرب:
د دوو ملتونو او یا د هېوادونو د دوو ډلو تر منځ بالفعل مادي او معنوي ټکر ته حرب وايي، چې په دې وسیله خپل هغه اهداف چې د سولې له لارې لاس ته نه شي راوړلای، پر مقابل لوري په زور تحمیلوي.
د جګړې (حرب) بل تعریف:
جګړه یو عمل او جګړه پېژندنه هغه علم دی چې د تېرو وختونو جنګونه تر بحث لاندې نیسي، منفي او مثبت اړخونه يې بيانوي.
د حرب هدف:
هغه څه چې د یوه هېواد د ارمان او منفعت خنډ ګرځي د هغوی لیرې کول دي.
د حرب موخه يا مقصد:
د مساعدو شرايطو له لارې موخو ته رسېدل دي.
د حرب ځواک او وسایط:
۱ ، سیاسي قوه:
د متفقينو پیدا کول.
له دښمن څخه د متفقينو جلا کول.
د حرب سیاسي موخو ټاکل.
د حرب د پیل او پای ځای او مکان.
د حرب له پرمختګ څخه په سمه توګه ګټه پورته کول.
۲ . د حرب پټه قوه:
مورال، پروپاګند، رواني جګړه، پنځم ستون، تعرض، مدافعه او د حرب ټول شکلونه.
۳ . د حرب اقتصادي قوه:
د خپلو صنايعو انکشاف او د دښمن د صنايعو له منځه وړل.
د حرب ځواک يا قوه:
اټومي، کیمياوي، بيولوژيکي او نورې قواوې او وسلې، او د دښمن له دې وسلو څخه د ځان ساتل.
. د حرب مادي او معنوي قوه:
د يوه ملت ټول مادي او معنوي قوت.
د جګړې صنعت:
د جنګ په ډګر کې د قوماندان اجرااتو ته د جنګ صنعت وايي. د جنګ په ډګر کې ټول اساسات پر علم بنا دي، خو پر دغو علمي اساساتو د قوماندان تاثير او تجربه د جنګ صنعت ته وايي.
د جنګ د تاریخ د مطالعې ګټې:
. د قوماندان مورال لوړوي.
. د قوماندان معلومات او تجربه زیاتېږي.
. د پخوانیو قوماندانانو له تجربو څخه ګټه اخلي.
. د جنګ پر مهال د پوځ او عامو خلکو له اړیکو سره اشنا کېږي.
. له وړو قوماندانانو لوی قوماندانان حتی رهبران جوړېږي.
. د راتلونکي په هکله ښه پرېکړه کولای شي.
. د ځمکې د عوارضو په اهميت پوهېږي.
د جنګ تاريخ څرنګه مطالعه شي؟
. بې له کوم تعصبه وڅېړل شي.
. د حرب اساسي پرنسیبونه بايد تدقیق شي.
. حرب ته د احضاراتو په هکله باید مالومات تر لاسه شي.
. د محاربې د اصولو، کرکټر او د قوماندانانو د شخصیت په هکله بايد څېړنې وشي.
. د تېر وخت د وسلې او تحکیماتو په هکله معلومات تر لاسه شي.
. د جنګ پخواني دکتورين له اوسنيو دکتورينو سره پرتله شي.
. د تېر وخت د افسرانو د قابليت او پوځي علميت په هکله معلومات ترلاسه شي.
د تېر وخت د ښوونې او روزنې د شکل په هکله څېړنې وشي.
. د سفربري او حرکاتو په هکله معلومات تر لاسه کول.
د سیاست او حرب تر منځ اړيکې:
حرب او سیاست دوه وروڼه دي. په حضر کې سیاست مخکې او اردو ورپسې وي، خو په سفر کې اردو مخکې او سیاست يې تر شا وي.
په تاریخ حرب د انتقاد شکل:
هر څېړونکی د انتقاد حق لري، خو انتقاد بايد بې پرې او له تعصب څخه پاک وي.
جوپولتیک/ژیوپولتیک:
پر حرب د جغرافیوي عناصرو تاثیر او رول څخه بحث کوي.
. د حرب اسباب:
د حرب اساسي او اصلي اسباب د متخاصمو ډلو تر منځ منفعت او اقتصاد تشکیلوي، خو په مختلفو وختونو کې يې مختلف نومونه ورکړي دي.
تاریخ:
تاریخ هغه پوهه ده، چې د تیرو پیښو په هکله بحث کوي. د اوسنیو پېښو جاج هم اخلي.
د جګړې د تاریخ سرچینې:
د جنګ د تاریخ منابع عبارت دي د جنګي اثارو، اخبارونو، د قوماندانانو ويناوې، تاریخي ځایونه، کتابونه، کیسې، انځورونه، فلمونه او د پوځيانو یادونه.
د جنګ د تاریخ موخې:
د پخوانيو جګړو او د قوماندانو له تجربو څخه ګټه پورته کول دي. د پخوانیو جګړو پر عواملو بحث او په راروانو جګړو کې د پخوانیو تېروتنو مخنیوی.
علم:
هغه څه ته وايي، چې پر ټاکلو او ثابتو اساساتو ولاړ وي.
نور بيا