شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهپر افغانستان او عراق د جګړې د مهال د امریکا دفاع وزیر...

پر افغانستان او عراق د جګړې د مهال د امریکا دفاع وزیر رامسفیلډ مړ شو

تاند(پنجشنبه، سرطان ۱۰) د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی دفاع وزیر دونالډ رامسفیلډ، چې پر افغانستان او عراق د امریکا د یرغل په کلونو کې دفاع وزیر و، د ۸۸ کلونو په عمر ومړ.

د رامسفیلډ د کورنۍ غړیو وویل نوموړی، چې د نیومکسیکو په ټاوس ښار کې اوسېده، په خپل کور کې مړ شو.

رامسفیلډ لومړی پلا له ۱۹۷۵ تر ۱۹۷۷ پورې د جیرالډ فورډ د ولسمشرۍ په دوره کې او بیا له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۶ پورې د جورج ډبیلو بوش د ولسمشرۍ په دوره کې د امریکا د دفاع وزیر په توګه کار کړی دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، رامسفیلډ د هډوکو په یوډول سرطان (myeloma) اخته و او د همدې ناروغۍ له کبله ومړ.

په ۲۰۰۱ م کال رامسفیلډ هغه مهال ډېر مشهور شو چې امریکايي پوځیانو پر افغانستان د سپټمبر د یوولسمې نېټې د تروریستي بریدونو په خاطر یرغل وکړ. د دې برید په نتیجه کې د طالبانو رژیم وپرزېد او د څو کلونو لپاره په افغانستان کې بې ساري امنیت او کراري وه. خو ډېر ژر د ده د دفاع وزارت په موده کې ولسمشر جورج بوش په ۲۰۰۳ م کال پر عراق یرغل وکړ او افغانستان ته یې شا واړوله.

د ډېرو کتونکو په باور د عراق جنګ افغان طالبانو ته انګېزه ورکړه چې یو وار بیا د جګړې ډګر ته راووځي.

1 COMMENT

  1. کاشکی مو دا عنوان داسې لیکلای وای :
    په افغانستان او عراق کې د جګړې پرمهال د امریکادمتحده ایالاتو ددفاع وزیر رامسفیلډ مړشو
    معنا دا چې په عنوانو کې ډیر دقت په کار دی. ډیرو ځایونو کی د یو هیواد نوم ممکن په بیلایلو ډوولونو ولیکل شی، خو کله چی یوه رسمی مقام یا رسمی خبر ته اشاره کیږی، نو بیا دهیواد پوره نوم لیکل کیږی. زیاتره وخت موږ صرف دافغانستان په لیکلو اکتفا کوو، خو که چیری دیو رسمی خبر یا رسمی مقام په هکله خبره کیږی، نو بیا یې داسې لیکو: دافغانستان د اسلامی جمهوریت دلویې څارنوالی خبرتیا او داسې نور.
    څو ورځې مخکی یو عنوان راغلی و:
    دا د پټي سر دی، پټی شاته سورور دی. پټی شا نه لری، خو معمولاً بزګران او نور هیواد والی وایی:
    دا د پټي سر دی، پټی وروسته سورور دی.
    دا متل هغه وخت کارول کیږی چې د یوی موضوع یا یوی چاری پیل کی څوک د ستومانی اظهار وکړی، نو خلک ورته وایی چی لا تر اوسه شروع ده، کارونه لا ډیر پاتی دی. عیناً لکه د پټي مثال چی کولبه یا لو د پټي سر کی دومره کار نه غواړی، نو څومره چی وړاندی خی کار لا زیاتیږی.
    یو بل ځای راغلی وو: په سجدو نسکور سرونه !
    یو ځای کی راغلی : …شتون لری . دشتون لری ترکیب ناسم دی. شته سم دی. د شتون نه لری پرځای نشته سم دی.
    بل عنوان کې راغلی: کتابونو کې څه لټوو؟
    موږ معمولاً له کتابونو زده کړه کوو. که مو ځوانانو ته دا روحیه ورکړه چی کتابونه مطالعه نه، بلکې ولټوی نو د دوی ژوند مو ورخراب کړ. له بده مرغه همدا اوس زموږ محصلین د آزموینی په شپه کتاب صر ف لټوی ، یعنی غواړی هغه ځایونه پیدا کړی چی د آزموینی سوالونه ورڅخه راځی هغه بیا مبایل یا دکاغذ پر ټوټو ولیکی جیب ته یی کړی او نقل ته ځان برابر کړی. یا که کوم ځوان په کتاب ور برابر هم شی لکه پورتنی عنوان هسی یی واړوی راواړوی نور یی پریږدی.
    عرض می داو چی عنوان تر اصلی لیکنی ډیر اغیزناک وی. هیله ده د عنوان په لیکنه کی پوره دقت وشی. له نیکه مرغه تاند ګڼ شمیر ځوانان لیکوالی ته هڅولی دی، خو که د دوی دلیکنو په اصلاح کی لږ خوارۍوکړی، نو غوړی لا غوړ(نورعلی نور) هیله ده درانه دوستان خپه نشی . دا صرف یو دوه وړاندیزونه وو. یو شمیر نور مثالونه می ځکه ونه لیکل چې مشخص لیکوال ورباندی پیژندل کیږی، نو د هغوی د درناوی په خاطر صرف یوه دوه مثالونه کفایت کوی، خو ستونزی زیاتی لرو. درناوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب