شنبه, سپتمبر 28, 2024
Home+په لومړي ځل د المپیک لوبې په دې ورځ وشوې

په لومړي ځل د المپیک لوبې په دې ورځ وشوې

تاند- ۲۷۹۷ کاله پخوا د ۷۷۶ میلاد مخکې کال د جولای په لومړۍ نېټه د المپیک لوبې په یونان کې وشوې.

د المپیک لوبو نوم له المپ (الومپ) غره څخه اخیستل شوی چې د یونان یو افسانوي خدای زیووس پکې اوسېده.

د المپیک تر لومړنیو مسابقو مخکې هم یونانیانو سپورتي مسابقې کولې.

د ۷۷۶ میلاد مخکې کال د سیالیو د لومړنۍ دورې د ګټونکو د نومونو فهرست لا هم شته. له همدې کبله د ۷۷۶ میلاد مخکې د جولای لومړۍ نېټه د المپیک د لومړنۍ دورې پیلامه ګڼل کېږي.

د المپیک لوبو په ورځو کې به د یونان د ښارونو ترمنځ جګړې منع وې او د دې لپاره چې د المپیک برخوال بې مشکله په سیالیو کې ګډون وکړي اوربند ټینګېده.

که به هر چا د اوربند سرغړونه وکړه په سخته جریمه به محکومېده او که به یې جریمه نه ورکوله نو د یونان تابعیت ترې اخیستل کېده.

د المپیک لوبو موده اووه ورځې وه او د اوس په شان به په هرو څلورو کلونو کې یو ځل کېدې.

د دوو المپیکونو ترمنځ مودې ته به یې المپیاد ویل.

په المپیک کې به د ټولو ښارونو تر ټولو تکړه لوبغاړو ګډون کاوه خو یوازې هغو یونانیانو په دې لوبو کې د برخې اخیستو حق درلود چې کوم جرم به یې نه و کړی خو لوبې یې لیدلی شوای.

مېړوښو ښځو هم اجازه نه لرله چې مسابقې وویني.

د مسابقو برخوالو د لوبې میدان ته تر راوتلو مخکې لوړه کوله چې د مسابقې قوانین رعایتوي او که به چا درغلي وکړه سخته سزا به ورکول کېده.

د المپیک لوبې او نورې سپورتي مسابقې په ۳۹۳ میلادي کال د ختیځ روم د امپراتور له لوري په یونان کې منع شوې. امپراتور د میلان د لوي پادري په لمسه لوبې منع کړې ځکه چې د هغه په باور د المپیک لوبې د بت پرستۍ له دورې سره تړلي او بیا به بت پرستي دود کړي.

له دې ډېرې پېړۍ وروسته طالبانو په افغانستان کې د بودا مجسمې په ورته انګېزه ویجاړې کړې. خو په دې توپیر چې د بودا مجسمې بېرته نه شي جوړېدای مګر د المپیک لوبې ۱۵۰۰ کاله وروسته په ۱۸۹۶ میلادي کال د بارون پیر دوکوبرتن، په دې هیله چې د المپیک لوبې به ملتونه سره نژدې کړي، بېرته پیل کړې او د مدرنو یا د نوي عصر د المپیک لومړنۍ مسابقې په ۱۸۹۶ میلادي کال په اتن ښار کې وشوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب