تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۹) د سویلي افریقا او وېسټ انډیز ترمنځ درېیمه شل اوره لوبه تېره ورځ د افریقا کرکټ لوبډلې په ګټه تمامه شوه.
وېسټ انډیز د لوبې پچه وګټله او لومړی یې سویلي افریقا ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.
سویلي افریقا په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۷ منډې وکړې.
له ډلې یې ډي کوک ۷۲ تر نورو ډېرې منډې وکړې.
وېسټ انډيز لپاره بیا مک کای ۴ لوبغاړي وسوځول او براوو ۳ لوبغاړي وسوځول.
وېسټ انډیز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۶ منډې وکړې او یوازې د یوې منډې په توپیر یې لوبه بایلوده.
د دوی له خوا ایوین لیویس ۲۷، نیکولاس بوران ۲۶ او انډري رسل ۲۵ منډې وکړې.
له دې وړاندې لومړی لوبه وېسټ انډیز او دوهمه او درېیمه لوبه سويلي افریقا وګټله او دغه راز څلورمه لوبه به د جولای په لومړۍ نېټه ترسره شي.