Home+کرکټ بورډ: د افغانستان غوره لیګ به راتلونکی کال ترسره شي

کرکټ بورډ: د افغانستان غوره لیګ به راتلونکی کال ترسره شي

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۹ ) د افغانستان د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي نن د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل، د افغانستان غوره لیګ یا آې پي اېل دوهم پړاو لوبې به د راتلونکي ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ میاشت کې ترسره شي.

یوسفزي زیاته کړه، چې د سنکسر په نوم له کمپنۍ څخه يې د تېر پړاو قضیه په نړيواله محکمه کې ګټلې او د دغه ليګ پر وړاندې خنډونه يې له منځه وړي دي.

يوسفزي د دغې ادارې د بوديجي په اړه اندېښنې بې ځایه وبللې او زیاته یې کړه، چې بودیجه به یې د کرکټ نړيواله شورا په راتلونکي ناسته کې ۶۰ سلنه زیاته کړي.

فرهان یوسفزي پر کرکټ د کورونا اغیزو ته په اشارې وویل: «مونږ پلان درلود چې د روان کال جولای میاشت کې د شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو ترسره کړو؛ مګر د کورونا د دریمې څپې په راتګ سره د کال اخر ته وځنډېد او د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ به د شپږیزې اتم پړاو ترسره کړو».

هغه زیاته کړه، چې ملي لوبډلې ته د شل اوريزه سياليو لپاره به راتلونکو دوو اونيو کې لوبډلمشر وټاکل شي.

ټاکل شوې چې په سپتمبر مياشت کې د کرکټ شل اوره نړيوال جام ترسره شي، خو افغان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې لپاره تر اوسه لوبډلمشر نه دی ټاکلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...