سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهسرور دانش: رسنۍ دې طالبانو ته د تبلیغاتو وسله نه ګرځي

سرور دانش: رسنۍ دې طالبانو ته د تبلیغاتو وسله نه ګرځي

تاند (چهارشنبه د سرطان ۹) د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش وایي چې طالبان د وینو تږدي دي، ځکه خو د روانې جګړې د حرمت په هکله د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو فتواوو ته پام نه کوي.

ښاغلي دانش نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال د طالبانو هغو څرګندونو ته په اشارې چې ویلي یې دي راتلونکی نظام به ټولشموله وي وویل، د طالبانو پر دې څرګندونو یوازې هغه څوک غولېدای شي چې د دغې ډلې تېره تیاره دوره یې نه وي لیدلې.

د دانش په ټکو طالبان له پخوا راهیسې په دې هڅه کې دي چې د افغانستان خلک په ډلو وویشي او په دې ډول د خلکو ترمنځ کرکه راولاده کړي.

نوموړي وویل، د افغان ولس حافظه دومره کمزورې نه ده چې د یو طالب قومندان هغه خبره له یاده وباسي چې ویلي یې و تاجک دې تاجکستان او ازبک دې ازبکستان ته لاړ شي.

سرور دانش زیاته کړه، څومره چې وخت تېرېږي په هغې کچه سیاسي نظام او نورو ازادیو ته تحدید هم ډېرېږي، نو خلک په ځانګړې توګه رسنۍ دې د طالبانو د تبلیغاتو وسله نه ګرځي او په خبره یې، رسنیو ته په کار ده چې د افغانستان نظام ته د متوجه ګواښونو سره د عملي مبارزې ډګر ته راووځي.

دا په داسې حال کې ده چې بي بي سي پښتو څو ورځې مخکې یو لانجمن راپور خپور کړ چې د افغان چارواکو او خلکو له پراخ غبرګون سره مخامخ شو.

دا عکس العمل وروسته له هغه زیات شو چې بي بي سي د وال سټریټ ژورنال د یوه راپور دا برخه خپره کړه چې د افغانستان موجود نظام به د شپږو میاشتو په ترڅ کې له منځه لاړ شي.

بي بي سي پښتو په ۲۴ ساعتونو کې له ۲۰ زرو ډېرمینه وال له لاسه ورکړل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب