پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+وېسټ انډیز په لومړۍ۲۰ اوره لوبه کې افریقا مات کړ

وېسټ انډیز په لومړۍ۲۰ اوره لوبه کې افریقا مات کړ

تاند ( یک شنبه، د سرطان ۶) وېسټ انډيز په لومړۍ شل اوره لوبه کې هم سويلي افریقا ته د ۸ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې په پیل کې وېسټ انډیز پچه وګټله او لومړی یې سویلي افریقا ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

سویلي افریقا په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۰ منډې وکړې.

وېسټ انډیز لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۱۵ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۸ ویکټو په ستر توپیر یې سویلي افریقا ته ماتې ورکړه.

د یادونې ده چې یادې دواړه لوبډلې په خپلو کې ۵ نړیوالې شل اوره لوبې لري چې دوهمه به یې د جون په ۲۷مه نېټه سره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...