پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح وايي، پاکستان د عمل په میدان کې له طالبانو سره...

امرالله صالح وايي، پاکستان د عمل په میدان کې له طالبانو سره ملګری دی

تاند (یکشنبه د سرطان ۱) د ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي د امریکا په سفر کې د پاکستان په اړه د افغان لوري دریځ واضح شو او هغه دا چې یاد هېواد “په خبرو کې له افغان حکومت او په عمل کې له طالبانو سره دی.

ښاغلي صالح نن یکشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه په یوه اوږده لیکنه کې ویلي چې پاکستان کولای شي “د طالبانو د کوربه او ملاتړي په توګه د افغان سولې په پروسه کې د پام وړ رول ولوبوي خو که په خبرو کې له موږ او عمل کې له طالبانو سره وي” یواځې بې باوري دوام پیدا کوي.

نوموړي زیاته کړې چې اوس د پاکستان د پارلمان ځینې غړي هم په افغانستان کې د طالبانو له خوا د خلکو وژنه غندي.

د امرالله صالح په ګډون د ولسمشر غني په مشرۍ د افغان دولت پلاوی بېګا د امریکا له دوه ورځني سفر کابل ته ستون شو.

د ښاغلي صالح په خبره چې واشنګټن ته د افغان پلاوي سفر د لاسته راوړنو ډک و او زیاته کړې یې ده چې د امریکايي ځواکونو د وتلو وروسته په افغانستان کې د سیمې په رول باندې لوی بحثونه شوي‌ دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وار د مخه غږ کړی و چې امریکا ته د افغان مشرانو په سفر کې باید پاکستان د افغانستان د نا امنیو مسؤل ونه ګڼل شي.

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال ټینګار کړی چې د افغانستان اقتصادي ودې ته په سیمې کې اجماع رامنځته شوې، خو یوازې د یوه هېواد پرته نور ټول افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتوونکي‌ دي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان بیا تازه له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې ویلي چې پاکستان له حده زیات په طالبانو فشار راوړی او دا چې ځینې لا هم له پاکستان غواړي په طالبانو فشار وارد کړي نور نو د پاکستان لپاره په طالبانو د فشار راوړلو لپاره څه نه دي پاتې.

هغه دا ادعا هم کړې چې طالبانو ته یې واضح کړې د جګړې له لارې د بریا په لټه کې ونه اوسي ځکه دا به افغانستان کورنۍ جګړې سره مخامخ کړي چې د پاکستان په ګټه هم نه ده.

2 COMMENTS

  1. ټول افغان جهادي او غیر جهادي مشران د سیاف، حکمتیار، د مسعود زوی، د ګیلاني ډله، حاجی دین محمد او ډله یې، او دا نور ټول باید په واضح الفاظو د پاکستان مداخله او افغان نسل وژنه عملا تفبیح کړي. که دا کار نه کوي، نو دوی دی خپله بار او بستره له دې وطنه ټول او پاکستان ته دې ولاړ شي. او یا د نور د افغانستان دولتي امتیازات خپلې خېټې ته نه اچوي. ددولت امتیازات باید يوازې هغه کسان تر لاسه کړي چې عملا او واضحا هره ورځ د لعین پاکستاني مشرانو د اعمالو پر ضد ګامونه پورته کوي. مننه

  2. فهیمجانه! ته له غلامانو غواړې چې بادار ته لاس واچوي؟ ګلبدین او نور ټول د پاکستان سفیران دی! شک به ورباندې کافر کوي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب