Homeروغتیامېوه او ترکاري د زړه د ناروغي مخه نیسي

مېوه او ترکاري د زړه د ناروغي مخه نیسي

تاند – د روغتیا د نړیوال سازمان یوه څیړنه ښیي چې که څوک هره ورځ ترکاري او مېوه وخوري ، د زړه په ناروغیو باندې یې د مبتلا کېدو امکان شل فیصده کمېږي.

د دې څیړنې نتایج راته وایي چې که څوک ډېر غوړ او چاغېدونکي خواړه او دغه راز ډېر مالګین خواړه خوري،  د زړه په ناروغیو باندې یې د مبتلا کېدو امکان تر هغو کسانو دوه برابره زیات دی چې مالګه او هغه غوړ خواړه کم خوري چې په بدن کې په وازده بدلېږي او د چاغېدو سبب ګرځي.

 د روغتیا د نړیوال سازمان له معلوماتو سره سم، د دنیا خلک تر بل مرض د زړه په ناروغیو باندې ډېر مري. مثلا په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د زړه ناروغي د اوولس میلیونه او درې سوه زره کسانو د مرګ سبب شوه، مانا دا چې د نړۍ په هرو سلو کسانو کې دېرش کسان له هغو ناروغیو مري چې له زړه سره تعلق لري.

 د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د زړه د ناروغیو یو لوی علت د سګریټو عادت دی. بل لوی علت یې ځای په ځای ناسته او د جسمي فعالیت کموالی دی. دغه راز هغه خواړه چې مالګه یې زیاته وي او یا د بدن وازده ورسره زیاتېږي او د چاغښت باعث ګرځي، د زړه د ناروغیو بل لوی عامل دی.د روغتیا د نړیوال سازمان له څيړنو سره سم، د شرابو په څښلو کې افراط هم د زړه د ناروغیو یو لوی علت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...