دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهحکومت: پاکستان دې زموږ په څېر له ترهګري سره مبارزه وکړي

حکومت: پاکستان دې زموږ په څېر له ترهګري سره مبارزه وکړي

تاند(یکشنبه، د سرطان ۵) وروسته له هغه چې پاکستان ادعا وکړه چې تحریک طالبان پاکستان، په افغانستان کې د دوی ضد فعالیتونه کوي، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت یې ادعا رد کړې او زیاته کړې یې ده چې د ټي‌ټي‌پي هسته په افغانستان کې نشته ده.

یاد وزارت ویلي چې دوی د خپل هېواد د ملي امنیت پالیسي له مخې، له ترهګرۍ سره بې توپیره مبارزه کوي او هیڅکله کومې ترهګرۍ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

بهرنیو چارو وزارت دغه راز له ګاونډیو هېوادونو ځانګړې توګه له پاکستانه غوښتنه کړې ده چې له ترهګرۍ سره بې توپیره مبارزه وکړي او نور دې اجازه نه ورکوي چې ترهګر یو بل سره نه پرې کېدونکي اړیکې ولري او د افغانستان امنیت او ثبات له ګواښ سره مخ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له طالبانو غوښتي چې د پاکستان ضد ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه ور نه کړي.

د شنبې په ورځ اسلام اباد کې رسنیو سره خبرو کې شیخ رشید احمد ویلي چې لومړي وزیر عمران خان امریکا ته غوڅ ځواب ورکړی چې خپله خاوره کې پوځي اډې نه ورکوي.

شیخ رشید ادعا کړې چې ګواکي د پاکستاني طالبانو په ګډون ځینې ډلې د پاکستان ضد فعالیتونه ترسره کوي او طالبان یې باید مخه ونیسي.

شیخ رشید وايي طالبان دې د پاکستاني طالبانو تحريک ته هم اجازه نه ورکوي چې له افغان خاورې په استفادې د پاکستان پر ضد اقدام وکړي.

افغان چارواکي پرله پسې وایي چې پاکستان طالبان پخپل موټي کې نیولي او افغانستان کې ېې د خپلو ګټو لپاره کاروي.

بلخوا پاکستان په حکومتي کچه د طالبانو سره د ملاتړ تورونه ردوي او وایي افغانستان کې د هیڅ یوې ځانګړې ډلې طرفداري نه کوي.

خو په دې وروستیو کې چې امریکا افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ویستلو اعلان کړی نو د بیلابیلو لارو څخه پاکستان نه د طالبانو په ملاتړ د غږونو پورته کېدو بهیر زیات چټک شوی دی.

تیره اوونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي طلوع نیوز سره په یوه مرکه کې طالبانو څخه په دفاع کولو ویلي وو چې دا مبالغه ده چې ګنې افغانستان کې د تشدد د زیاتېدو ذمه وار طالبان دي.

هیره دې نه وي، چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پخپله یوه مرکه کې ویلي وو چې د کله نه امریکا افغانستان څخه د وتلو اعلان کړی نو په طالبانو دپاکستان کنټرول ختم شوی دی.

دغه لوړپوړی پاکستاني چارواکي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تر دې وړاندې د پاکستان د پارلمان یوه غړي هشام انعام الله هم طالبان په افغانستان کې د دوی په ګټه بللي وو او په خبره یې پاکستانیان باید د دوی منندوی وي.

افغان حکومت بیا تل ټینګار کوي چې پاکستان له طالبانو سره ژورې اړیکې لري او ملاتړ یې کوي، خو طالبانو بیا پر دې مسئله تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. دا څه رقم راپور دی دا خو لکه له چرګ نه چې لکۍ وباسې. عنوان یې چېرته دی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب