یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپاکستان: اسامه ترهګر دی، د عمران خان ژبه خطا شوې وه

پاکستان: اسامه ترهګر دی، د عمران خان ژبه خطا شوې وه

تاند (یکشنبه د سرطان ۶) وروسته تر هغه چې اسامه بن لادن ته د پاکستان د صدراعظم عمران خان شهید ویلو ګڼې پوښتنې را وپارولې د دغه هېواد د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چودري وايي چې د پاکستان حکومت القاعده او اسامه بن لادن ترهګر ګڼي.

فواد چودري له پاکستاني ټلویزیون جیو نیوز سره په مرکه کې ویلي چې اسامه بن لادن ته پر شهید ویلو د عمران خان ژبه خطا شوې او په خبره یې د خان مطلب دا نه و چې اسامه شهید وبولي، خو په ناپامۍ کې ترې دا خبره شوې ده.

د چودري په وینا، پاکستان په ملګرو ملتونو کې د جګړې پر ضد رایه ورکړې او دغه هېواد د ترهګرۍ ضد جګړه کې تر ټولو ستره قرباني هم ورکړې ده.

د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر دغه راز زیاته کړې چې خلک باید په دې خبرو خطا نه شي او په وینا یې حقیقت دادی چې پاکستان د ترهګرۍ ضد تګلاره لري او تعقیبوي یې.

بلې خوا په پاکستان کې سیاسي ګوندونه او د بشري حقونو مدافعین بیا د پاکستان پر حکومت نیوکه کوي چې د ترهګرۍ پر وړاندې دوه مخې پالیسي لري.

د پاکستان د مخالف ګوند (پیپلز پارټي) او د ملي جرګې غړې نفسیه شاه د دغه هېواد ولسي جرګې ته په وینا کې پر پاکستاني حکومت نیوکه کړې چې له یوې خوا له امریکا سره د ترهګرۍ پر ضد شعارونه ورکوي او بلې خوا اسامه ته د شهید کلیمه کاروي.

خو پخپله عمران خان تر اوسه اسامه بن لادن ته د شهید کلیمې کارولو په هکله وضاحت نه دی.

3 COMMENTS

  1. اسامه خو د پاکستان د پوځ په میلمستون کې بیده و چې امریکانو لخوا ووژل شو او بیا سمندر ته واچول شو. پاکستاني مشران او نظامیان او حکومت ځینې غړي د اسامه او عربو په چندو او او پیسو میلیونران شول. ځینو یې خو حتی خپلې لوڼې او خویندې هم دهمدې عاید لپاره د القاعده غړو ته په رضا او جبرې ورکړې. دوی به ضرور هغه ته د شهید خطاب کوي. څه بې شرمه طایفه. یو يې څه وایې او بل یې څه. عمران خان باید به خپله ژبه القاعده یو تروريستي ډله وبولي.

  2. دا څومره بې شرمه خلک دي. هیڅ حیا په سترګو کې نلري. د خپلو ګټو لپاره هر کار کوي. دروغ وایي. د پاکستاني سیاستوالو خصلت د فاحشو ښځو په شان دی چې لس ځله پرې پورته شې بیا هم انکار کوي چې ما هیڅ ندي کړي.

  3. متل دی چې: از چله چی ګله! ګیله خو د امریکا د امپریالیزم نه ده او ډیر شرم دی چې خپل زرګونو عسکرو په قربانۍ یې کله هم د پاکستان مشران ونه ګواښل! امریکا او غربی امپریالیزم ښه پوهیږي خو پټه خوله دي! ولې؟
    بیا ګیله زمونږ له سورلنډو ده چې کله یې هم جرات و نه کړ چې د محب غوندې ښکاره و غږیږی! خو د کرزی تر ټولو لوی شهامت همدا و چی امریکا ته یې ویل چي پاکستان اصلاح کړه!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب