فضل رحيمي
د افغانستان لپاره لومړنۍ وېکټه اله داد نوري اخیستې ده.
کرکټ ملي لوبډلې خپله لومړنۍ تاريخي لوبه له عمان سره کړې وه او په دغه لوبه کې ﺯموږ لوبډلې ماته خوړلې وه.
اپليټ ميمبرشيپ کې د افغانستان کرکټ لوبډلې لومړنى لوبډلمشر هم اله داد نوري دى.
د افغانستان کرکټ لوبډلې د بريا سفر په 2006 م کال کې هغه وخت پيل شو کله چې موږ په منځني ختيځ کې له بحرين سره سيالۍ درلوده او د MCC لوبډلې ته مو ماتې ورکړه.
په اول ځل 2004م کال کې افغان لوبډلې ACC ټرافي کې شپږم مقام ترلاسه کړ، لومړي ځل ټورنمنټ سياليو کې موږ له عمان سره يوځاى د بريا جام پورته کړ دلته لوبه مساوي شوې وه.
لومړنۍ پنځوسيزه او غوره لوبغاړي جايزه بيا د ريیس احمدﺯي په نوم ثبت شوې ده.
په افغانستان کې د کرکټ پلار لقب هم اله داد نوري ته ورکړل شوى دى.
د کرکټ فدارسيون په بڼه رامنځ ته شو او د کرکټ فدارسيون اولنى مشر حامد يوسف چرخي و.
افغان کرکټ ملي لوبډلې د 2011 م کال نړيوال جام سفر له جرسي څخه پيل کړ او د دغو لوبو په دوام کې موږ پنځم مقام ترلاسه کړ خو له نړيوال جامه پاتې شو.
په افغانستان کې د کرکټ تاج کتاب تاج ملوک عالم ليکلى دى.
د انټرکانټينېټل سياليو په جريان کې د اول ځل لپاره محمد شهزاد د کاناډا پر وړاندې غبرګه سليزه وهلې وه.
په ټېسټ کرکټ کې لومړنۍ سيالۍ مو د فول ميمبرشيپ لوبډلې په صفت له هندوستان سره ترسره کړې ده.
لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه مو د سکاټلينډ خلاف په 2009 م کې ترسره کړې وه.
ټېسټ کرکټ کې لومړۍ سليزه د رحمت شاه او غبرکه حشمت الله په خپلو نومونو ثبت کړي دي.
په نړيوال شل اوريز جام کې دولت احمدﺯي اوله وېکټ د ګاتم ګمبير ترلاسه کړې ده.
فول ميمبرشيپ مو د ايرلينډ لوبډلې سره يوځاى د روژې په مبارکې مياشتې کې د پنجشنبې په ورځ په 2018 کې ترلاسه کړ.
د افغان لوبډلې لپاره اله داد نوري، ريس احمدﺯي، دولت احمدﺯي، کريم صادق، نوروﺯ منګل، حميد حسن، محمد نبي، ګلبدين نايب او اضغر افغان په لوبو کې لوبډلمشري کړې ده.
په افغانستان کې د فرسټ کلاس لوبو لومړنی توپ نجات مسعود لخوا ترسره شوى، لومړنۍ ويکټه هم نجات اخستې ده.
فرسټ کلاس لوبو کې اوله سلیزه ضیا پرواني وهلې او لومړنۍ څلوریزه هم د پرواني له بيټ څخه راغلې ده.
لومړنۍ ډبله غبرګه سليزه منير احمدکاکړ او اول ځل تريپل سليزه بهيرشاه محبوب په خپل نوم د تاريخ په پاڼو کې ثبت کړې ده.
په دغه لوبو کې د 22 شپږيزو ريکارډ شفيق الله شفق سره دى او په اول ځل د دغه لوبو د ټورنمنټ غوره لوبغاړى کريم خان صادق و.
اولنۍ لوبه په الکوزي لوبغالي کې وه، د دې لوبو د اولني ميچ ریفري ضراب شاه زهير و.
د دې لوبو لومړنى لوبڅار بسم الله جان شينواري و چې په لوبه کې يې لوبڅاري ترسره کړه.
کریک انفو سايټ کۍ په اول ځل سکورينګ، سميع الله ستانکزي، جمروز ناصري او صفي الله عزيزي ترسره کړى و
د ملي لوبډلې د نورو برياوو په هيله!