جمعه, فبروري 6, 2026
Home+انګلستان په شل اوره لوبلړۍ کې سریلانکا وایټ واش کړه

انګلستان په شل اوره لوبلړۍ کې سریلانکا وایټ واش کړه

تاند( یک شنبه، د سرطان ۶) انګلستان په دریمه نړیواله شل اوریزه لوبه کې هم سریلانکا ته د ۸۹ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه.

انګلستان په دې لوبې سره سريلانکا وایټ واش کړه.

په دې لوبه کې سریلانکا د پچې له ګټلو وروسته توپ اچونه غوره کړه.

انګلستان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۰ منډې وکړې.

ډیویډ مېلن ۷۶ او جوني بیریسټو ۵۱ منډې ترلاسه کړې.

د سریلانکا له خوا بیا دوشمانتا چمیرا ۴ لوبغاړي وسوځول.

د سریلانکا لوبډلې په ۱۹  اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۹۱ منډې وکړې او د ۸۹ منډو په ستر توپیر يې ماتې وخوړه.

د سریلانکا لپاره بینورا فرنانډو تر ټولو زیاتې ۲۰ منډې وکړې.

د انګلستان له خوا بیا ډیویډ ویلي ۳ او سام کرن ۲ لوبغاړي وسوځول.

د یادونې ده، چې له دې وړاندې ۲ نورې شل اوره لوبې هم انګلستانۍ لوبډلې په ښه توپير ګټلې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...